۲۴۲ افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شو

۲۴۲ افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شو

 

د افغانستان ــ ایران د بندیانو د استرداد د هوکړې پر بنسټ، ایران ۲۴۲ افغان بندیان چې دغه هېواد کې زنداني و، افغانستان ته سپارل شوي دي

افغان حکومت ته سپارل شویو افغان بندیانو، د خپل بند یو پړاو د ایران په زندانونو کې تېر کړی دی.

د ایران ـ افغانستان د بندیانو د استرداد د هوکړې پر بنسټ، تر اوسه په ۹ پړاونو کې نږدې دوه نیم زره افغان بندیان چې یاد هېواد کې زنداني و، افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

افغانستان له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د بندیانو د تبادلې هوکړه لیکونه لري

Leave a Reply

Your email address will not be published.