راتلونکې جګړه

تېره اوونۍ مو په خواله رسنېو کې ولوستل، چې د روسیي پوځي پلاوي له وزیرستان څخه د پاکستاني پوځیانو په بلنه لیدنه وکړه. دا خبره لاتراوسه پوره نه ده جوته چې اخر داسې څه ول، چې روسي پوځیان تر وزیرستانه ورسېدل او له هغه ځایه يي لیدنه وکړه؟
مګر مونږ کولای شو له یوې بلې زاویې ورته وګورو: روسانو په غیرمستقیم ډول امریکا او ناټو ته د وزیرستان د سفر له لارې یو سیګنل ولېږلو او ورته يي د سړی جګړې وختونه ورپه یاد کړل. همدارنګه ددې سفر سره سم د جنوبي اسیا لپاره د روس یوه لوړپوړي ډیپلوماټ ضمیر کابلوف هم په واضح ډول وویل: روس د طالبانو حمایت په دې خاطر کوي ‌چې د روس او طالبانو موخې سره ورته دي یانې روس او طالبان دواړه په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون نه مني. هغه زیاته کړه چې د دوی موخه دا ده، چې بهرنۍ قوتونه دې له افغانستان څخه ووځي.

که مونږ وروستېو حالاتو ته په ځیر سره وګورو او د روس وروستېو اقداماتو ته،  نو حالات مکمل یو بل ډول انځور راکوي. روسان تر ۲۰۱۴ کال پورې د امریکا او د ناټو شتون په افغانستان کې اړین بللو او د هغوي وتل يې ‌له دې هېواد څخه یوه لویه تېروتنه ګڼله مګر اوس داسې کوم تندر راپرېوتو چې روسان وايي له طالبانو سره همکاري ځکه کوي چې دوی نور په افغانستان کې بهرني قوتونه نشي زغملی؟

اصل خبره دا ده چې روسانو خپل زور په سوریه کې وازمایلو مګر هلته يي هڅو او زور کومه لویه نتیجه ورنه کړه او چې کله يي ځانته فکر کېدلو نو جګړه يي تر خپلو دروازو رارسېدلې وه. باید د روس کمزوري اقتصاد ته په کتو سره ووایم چې په سوریه کې د روس د ناکامۍ لوی دلیل د هغه هېواد لړزانده او کمزوری اقتصاد دی چې نشي کولای هلته د اوږدمهال لپاره خپل شتون او جګړی ته دوام ورکړي په داسې حال کې چې جګړه يي تر خپلې دروازې رارسېدلې وي.

روس ته به دا وروستیو کې  ډېره ګرانه تمامه شي، که همدا اوس یې سرحدونو ته د رارسېدلې جګړې غم ونه خوري. په سوریه کې دوی کولای شي چې له نړېوالو قوتونو سره یو جوړجاړي ته ورسېږي مګر هغه جګړه چې اوس ددوي تر سرحدونو ورتېرېږي له هغه سره به څه کوي؟

له همدې امله روس کوښښ کوي‌ چې دغه جګړه له افغانستان نه منځنۍ اسیا ته منتقله نشي. روس ولې غواړي چې دغه جګړه په افغانستان کې دوام ومومي؟ هغه ځکه چې له یوې خوا به يي لړزېدلی اقتصاد باندې هغومره فشار نه راځي لکه څومره چې سوريي ته د پوځونو، الوتکو او نورو جنګي وسایلو په لېږلو باندې راغی، او همدارنګه دوی به په ډېر کم مصرف او په پوره مهارت سره وتوانېږي چې خپله لوبه وکړي. نور بیا……

Leave a Reply

Your email address will not be published.