ایا د لر او بر یو افغان شعار مري؟

لر او بر یو افغانما چې د شعور سترګې پرانیستې دي نو په غوږونو مې تل د لر او بر یو افغان اوریدلې ده. دا شعار او نعره نه یوازې ژورې ریښې لري بلکې ډېر یو زوړ تاریخ هم لري. ددې شعار همدا تاریخي او ژور حیثیت دی چې دښمن تل له دې نارې څخه ویره محسوس کړې ده. دې نارې نه یوازې د ملنګ جان په شان شاعران زیږولي بلکې د سیاست په میدان کې یې هم ډېر د کار سړي زیږولي دي. دا ناره د هغې نظریې له خېټې راوتلې چې تر شا د هسکو قامتونو، ککرو او قربانیو اوږد فهرست غزونې کړي دي.

پنجابي تل دې نارې ته د خطر نوم ورکړی دی، دوی د خپل ولس له خولې مړۍ تروړلې ده او د دې نظریې او نارې په ختمولو یې کار کړی دی. دښمن په دې پوهیدو چې که د بلوچستان بلوچ د پاکستان څخه د بیلیدو لپاره وسله وال پاڅون کوي خو ویره ترې نشته، که د سیند خلک د سندهودیش لپاره هلې ځلې کوي خو پروا نشته، که د کراچۍ اردو ژبي د جناح پور دپاره کار کوي نو خېر دی خو چې د بې وسلې او تیت پرک پښتنو له اذهانو دغه ناره او یا په بل عبارت دغه مفکوره ختمه کړي.

 

دا د یو څو لفظونو نه جوړه مفکوره اخر دومره ځواکمنه ولې ده چې هر وخت ورته دشمن د ویرې په چشمو کې ګوري؟

د پاکستان بهرنۍ تګلاره جوړونکو د سیکولر ذولفقار علي بټو له خولې هم د دې مفکورې ضد خبرونه وویستل او ددې شعار له بیرغوالو یې نوکونه په امبورونو لېرې کړل، په زندانونو کې واچول او هم یې د مذهبي فوځي او نیم ملا ولسمشر ضیاالحق له خولې د دې شعار په ضد کارونه وکړل. د دې مفکورې د ختمولو په موخه د پاکستان د فوځ مهم مشر او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې د مشر جنرال اختر عبدالرحمان په شونډو یې دا راوستله چې ((کابل باید وسوځول شي))

همدا مفکوره وه چې د ختمیدا په ورځ یې جنرال ضیاالحق د کابل په پل خشتي جمات کې دوه رکعته د شکرانې مونځ منلی و. که څه هم ضیاالحق همدا ارمان ګور ته یووړ خو د ضیاالحق یو مهم ملګری او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای یو لوړپوړی چارواکی رفیق افغان بیا په خپل کتاب ((شیرون کادیس)) یعنې د زمرو وطن کې لیکي چې کله هغه د خپل نزدې ملګري او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په مرسته کابل ته ننوت نو د ننوتو سره سم یې په پل خشتي جومات کې دوه رکعته د شکرانې مونځ ادا کړ ترڅو د ضیاالحق هغه ارمان پوره کړي چې د یوې مفکورې د ختمولو پر سر هغه منلې و. پاکستان د دې مفکورې د ختمولو په موخه په لسګونو زره مدرسې جوړې کړې، نیشنلزم یې کفر وباله، د پښتونستان او لوی افغانستان د مفکورې د شنډولو لپاره یې د خلکو اذهانو ته د بیلا بیلو تش په نوم دیني مفکورې وتراشلې.

همدا ناره ده چې پاکستان تل د خپل وجود د ټوټه ټوټه کیدو لامل بللې ده او د خپل وجود د برقرار ساتنې په موخه د دې مفکورې وژل او د دې د پلویانو ختمولو ته پتیلې ده. دا به خپله بدقسمتي وګڼو او یا د پنجاب بخت، چې په اوس وخت کې یو شمیر پښتانه پخپله ددې مفکورې په وژلو پسې توره په لاس راوتلي دي. هغه کار چې پنجابي د خپل ولس د ټولټال بجټ په اتیا سلنه مصرف نه و ترلاسه کړی، نن یې پښتانه او افغانان په لوی لاس په خپله کوي. د کابل ځینې ذهني نابالغه ځوانان خو تش په خوله د پنجاب مرده باد نارې وهي او تر دې چې په ټولنیزو رسنیو د پنجاب نوم سره د کنځلو سابقه یا لاحقه لګوي خو په عمل کې په شعوري یا لاشعوري توګه هغه کارونه کوي چې د پنجاب اصل هدف او خواهش دی. هغه خواهش چې د پنجاب مشرانو ګور ته د ځان سره وړی دی. دا جذباتي پښتانه زلمي یې ورله په مفتو کې ورپوره کوي.

پخوا به پښتنو مشرانو خپل ولس ته د خپلو خوبونو د تعبیر او د لر او بر یو افغان هدف ته د رسیدا لپاره دا ټپه ویله چې:
څانګې به نن سبا کې ګل شي
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه

خو نن دغه تنکۍ غوټۍ خو لا پریږده د دغې ونې وجود په خطر کې دی او په خطر کې به ولې نه وي چې د لوی کور افغانستان زړه ارګ ته داسې عناصر ننوتلي دي چې د دې تاریخي مفکورې د سر قاتلان دي. ویل کیږي چې افغانستان د هر ایزم لپاره مقتل دی، خو اوس دا ویره هم په خپل ځای لکه د هندوکش راښکاره شوې چې افغانستان د پښتون نیشنلزم لپاره هدیره ونه ګرځي.

په دې ورستیو کې له څرګندو شویو نښو نښانو څخه جوتیږي چې اوس پنجابي هم دا محسوس کړې ده چې ددې مفکورې د ختمولو لپاره نور مصرف کولو ته اړتیا نشته او هغه کار چې دوی په پنځه شپیته کلونو کې د ډېرې سرمایې په ذریعه نه و کړې اوس یې پخپله پښتانه ترسره کوي. شاید اوس به پنجابي مشران په لاهور او مریدکي کې بریتو ته تاو ورکوي او خپل نسل ته د پښتو دغه ټپه ژباړي چې:
څانګې به نن سبا کې ګل شي
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه

Leave a Reply

Your email address will not be published.