بلخ کې پر مخابراتي شبکو بندیز؛ زیان یې چاته رسېږي؟

بلخ کې پر مخابراتي شبکو بندیز؛ زیان یې چاته رسېږي؟

تحلیل: خالد احمدزی

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له تېرو درېیو کلونو راهېسې وسله والو طالبانو په یوه او بل نوم د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیزونه لګولي دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې دغه کار ددې لپاره کوي چې دوی په شپنیو عملیاتو کې هدف ونه ګرځي، خو طالبان ددې کار مخنیوي لپاره نورې لارې چارې هم لري.

د مخابراتي شبکود بندیدو ستونزه یوازې د ولایتونو په ځینو محدودو ولسوالیو کې وه؛ خو اوس ولې بلخ چې یو له سوداګریزو او ستراتیژيکو ښارونو بلل کېږي، د دغه هدف ښکار ګرځي؟

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور نږدې دوه لسیزې بلخ کې واکمن و، د حیرتان بندر او ځينو نورو دولتي عایداتي سرچنو پیسې يې ځان ته وهلې.

کله چې مرکزي حکومت له دندې د عطا محمد نور د ګوښه کولو پرېکړه وکړه، هغه غبرګون وښود او په کراتو یې ټينګار وکړ که مې له دندې لیرې کړئ، عامه ځایونه او عامه خدمتونه به سخت زیانمن کړم.

پر عطا محمد نور یو بل تور دا هم دی چې په خپله واکمنۍ کې يې بلخ کې جعلي طالبان جوړ کړي او له همدې لارې يې د دولتي سرچینو چور او تالان ته زمینه برابروله او له دولت یې امتیاز تر لاسه کاوه.

وسله وال طالبان بلخ کې دومره مخکې تللي نه دي چې آن د ولایت مرکز کې دې مخابراتي شبکې وګواښي یا دې وتړي.

بلخ کې یو شمېر هغه سیمه ییزې کړۍ چې په یو ډول له مرکزي حکومت سره ستونزه لري، غواړي د مخابراتي شبکو د بندیز له وجې پر حکومت فشار راوړي او خدمات تر خپل کنټرول لاندې راولي.

که طالبان له دې وېره ولري چې ګنې د مخابراتي شبکو د فعالیت په صورت کې به دوی د حکومت هدف ګرځي، دوی کولای شي د همدې وېرې له امله یوازې خپل سیمکارتونه بند کړي، په دې صورت کې ممکنه نه ده چې څوک دې دوی  هدف وګرځوي.

د مخابراتي شبکو په بندیز طالبان او سیمه ییز ځور واکي پر حکومت فشار نه شي راوستلی، حکومت له هرې لارې خپل کار کولای شي، خو دلته یواځینی قشر چې زیان ګوري او له ستونزو سره مخ کېږي، هغه عام خلک دي.

د طالبانو او سیمه ییزو ځورواکو ګډ هدف همدا دی چې خدمات تر خپل کنټرول لاندې راولي او حکومت له دې لارې وننګوي.

عطا محمد نور په خپله تازه مرکه کې دا هم ویلي، که چېرې اړ شو، د نظام د راپرزولو لپاره طالبانو سره هم لاس یو کولای شي.

تر دې وړاندې به چې کله بلخ کې کوچنۍ پېښه کېده، د بلخ مخکېني والي عطا محمد نور به لومړنی شخص و چې پر وړاندې به یې غبرګون ښوده، خو نن ولې د مخابراتي شبکو پر بندیز غلی دی؟ د هغه دا چوپتیا ښکاره کوي چې د کاسې لاندې نیم کاسه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.