د امریکايي الوتکې وېشتل او درې احتماله

امریکا د افغانستان ناامنیو په اوج او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور مودې غځولو سره جوخت منلې ده چې اف-۱۶ جنګي الوتکه یې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ویشتل شوې ؛ اما جالبه دا ده چې له سقوط پرته د افغانستان په سوېل ختیځ کې تر خپلې اډې رسېدلې ده. امریکا ویلي دغه الوتکه پر لکۍ لګېدلې وه او پیلوټ وتوانېد چې تر هوايي ډګره یې ورسوي.
د امریکايي الوتکې وېشتل او درې احتماله

لنډه پېژندنه

اف-۱۶ الوتکه په ۱۹۷۰ زېږدي لسیزه کې د امریکا د دولت په سپارښتنه د جنرال‌ ډاینامیکس شرکت له‌خوا جوړه او په ۱۹۷۴ کال کې یې لومړنی پرواز وکړ (د ویټنام جګړې پر مهال). وروسته یاد شرکت د اف-۱۶ جوړولو امتیاز لاکهېډ‌مارټين کمپنۍ ته ورکړ چې اوس هم د دغه کمپنۍ له‌خوا جوړېږي.
د دغې الوتکې دوه مهمې ځانګړنې (د نورو په پرتله ارزانه بیه او سپک‌والی – ساده‌والی) د دې لامل شوي چې دغه الوتکه په پراخه توګه وپلورل شي. د پوهن‌غنډ د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې تر دې‌دمه ۴۵۰۰ دا شان الوتکې جوړې شوي او د بېلابېلو هېوادونو له‌خوا پېرل شوي چې وروستۍ پېرنه د عراق له‌خوا وه. د دغې الوتکې غوره‌والي له امله همدا اوس د نړۍ ۲۵ هېوادونه ترې استفاده کوي او د امریکا سربېره په جاپان او ترکیه کې هم تولیدېږي. د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې د نړۍ په کچه د ټولو کارېدونکو جګړه‌ییزو الوتکو ۱۵٪ اف‌-۱۶ دي.

طالبان او د اف-۱۶ ویشتل

طالبانو د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې ادعا وکړه چې د امریکايي ځواکونو چورلکه یې وېشته ده. وروسته دغه ادعا د امریکا له‌خوا هم تایید شوه؛ خو د الوتکې سپرلۍ ټول هغه کومانډو سرتېري ول چې د اسامه بن لادن د وژنې په عملیاتو کې یې ګډون کړی و. دېته په کتو سره چې استخبارات نه غواړي پټ او محرم اسناد یې افشا شي، نو د کومانډو ځواکونو د لېږدونکې چورلکې نسکورېدل هم مرموز وبلل شول؛ ځکه د چورلکې له نسکورېدو سره هغه عیني شاهدان او ژوندي تاریخونه هم له‌منځه لاړل چې کولای یې شوی په راتلونکې کې د امریکا پوځي رازونه (د اسامه بن لادن د وژنې څرنګوالی) افشا کړي.

دا دی د درېیو کلونو په تېرېدو یوځل بیا امریکا منلې ده چې طالبانو یې یوه الوتکه ویشتې ده؛ اما دا څرګنده نه‌ده چې طالبان څنګه د دې الوتکې پر وېشتلو بریالي شول؛ ځکه د اف-۱۶ الوتکې جنګي جوړښت او ماهیت ته په کتو سره ناشونې ده چې په عادي توغندویو دې و وېشتل شي. (د پنټاګون ویاند ویلي الوتکه په سپکو وسلو وېشتل شوې).

له همدې امله دا سوال مطرح دی چې طالبان له ځمکې هوا ته توغندي له کومه کړل؟ آیا پاکستان ورکړي؟ که د پردې تر شا نور مسایل هم شته چې موږ لا ترې خبر نه یو؟
دا واضح ده چې پاکستان په پراخه توګه له طالبانو ملاتړ کوي، په وروستیو کې د یوه خصوصي ټلویزیون له‌خوا خپرې شوې ويډيو کې دا هم وښودل شول چې پاکستاني ځواکونه له طالبانو سره یوځای د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي او د جګړې رهبري هم د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې ده؛ خو مهمه دا ده چې امریکا ولې د پاکستان پر دغو کړنو خوله پټه کړې ده؟

درې احتماله مطرح دي:

لومړی: د پنټاګون ویاند ویلي، اف-۱۶ الوتکه یې د پکتیکا په سیدکرم ولسوالۍ کې په سپکې وسلې وېشتل شوې. اما دا چې څه ډول سپکه وسله په دې اړه یې څه نه دي ویلي. طالبانو هم یوازې د نسکورولو ادعا کړې وه او جزییات یې نه ول وړاندې کړي. خو څنګه شونې ده چې سپکه وسله دې هغه جنګي الوتکه په نښه کړي چې تر ټولو پرمختللې ټکنالوژي په‌کې کارول شوې. د اړتیا په وخت کې کولای شي ټول فشار یوې برخې ته (له‌مخې لکۍ او له لکۍ مخې ته) کړي. له‌دې ورهاخوا لا څرګنده نه‌ده چې دغې الوتکې د کومو اهدافو لپاره پرواز کړی؛ ځکه د سیدکرم ولسوال فرانس‌ پرس ته ویلي، په سیمه کې هېڅ ډول عملیات روان نه‌ول.

له‌دې سره دا ویل کېدای شي چې امریکا غواړي لږ تر لږه ظاهرا پر پاکستان د فشار له زیات‌والي څخه ډډه وکړي؛ ځکه پر پاکستان د فشار زیاتېدل، روسیې او چین ته د دغه هېواد نږدې کېدو ته زمینه برابروي؛ خصوصا دا چې په وروستیو کې د پاکستان او روسیې ترمنځ له یوې خوا او د پاکستان او چین ترمنځ له بلې خوا اقتصادي تړونونه لاسلیک شوي او د نږدې کېدو علایم یې له ورایه ښکاري.

 

دویم: د افغانستان شرایط حساس دي. په‌داسې حساسو شرایطو کې د طالبانو له‌خوا د پرمختللې الوتکې وېشتل له‌دې پرته چې د دغې ډلې توان څرګند کړي، بله پایله نه‌شي درلودای. طالبان د دې لپاره چې توانېدلي و اوسي خپلې لاسته‌راوړنې زیاتې وښيي پراخ تبلیغات یې پیل کړي. د پنټاګون له‌خوا د دغه خبر تایید له‌دې پرته چې له‌دغو پراخو تبلیغاتو سره یې مرسته کړې وي بله معنی له ځانه سره نه‌لري.
اما امریکا ولې د تبلیغاتو د یوې برخې په توګه عمل کوي؟

که د داعش له مسلې راتېر شو امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله غواړي. د همدې لپاره یې د پاکستان لومړی وزیر ورغوښتی، څو پرې فشار راوړي چې طالبان د سولې خبرو ته راضي کړي. د طالبانو د راضي کېدو په صورت کې ده چې د امریکا او پاکستان دا تبلیغات مثمر واقع کېږي او دا ثمر طالبانو ته د امتیازاتو ورکړه ده. اټکل دا دی چې دغه چاره هم د پاکستان د خوښې او ګټې په پام کې نیولو سره کېږي.

 

درېیم: د طالبانو د نوي مشر په توګه د اخترمحمد منصور له ټاکل کېدو وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې نوموړي خپل ټول قوماندانان او د کاروبار (مخدره توکو قاچاق) شریکان راټول کړل او د مرستې غوښتنه یې وکړه. په‌دغو رپوټونو کې دا هم راغلي و چې نوموړي له خپلو قوماندانانو، ملګرو او شریکانو څخه د زیاتو مرسته غوښتنه کړې وه او ټينګار یې کړی و چې د ده مشري باید زبات شي. وروستي فعالیتونه د منصور د مشرۍ ثابتېدو سره اړوند بلل کېږي. د دغو فعالیتونو یوه بېلګه د اف-۱۶ امریکایۍ الوتکې ویشتل دي.

دا احتمال مطرح دی چې منصور دې توانېدلی و اوسي له پاکستان ورهاخوا د سیمې له یو شمېر نورو هېواد/ونو څخه پرمختللي توغندي ترلاسه کړي وي. په سوریه کې د روسیې او امریکا ترمنځ وروستیو شخړو او د افغانستان په تړاو د روسي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په کتو سره، شونې ده دغه هېواد روسیه یا هم ایران کېدای شي؛ خو دا چې څنګه لا څرګنده نه‌ده.

له‌دې ټولو سره د امریکا او پاکستان ژورې ملګرتیا او له‌دغه ملګرتیا څخه د پاکستان پراخې استفادې ته کتو سره دوه لومړني احتماله پياوړي ایسي. په‌دې لړ کې افغان حکومت ته یوه لار پاتې او هغه د کابل واشنګټن امنیتي هوکړه‌لیک او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو تړون د موادو پر عملي کولو ټینګار دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.