د بشر حقوق هیلې او واقعیتونه

ډاکټر طلا پامير

د دسمبر دمیاشتې لسمه د نړیوالې ټولنې په تاریخ کې د بشر د حقوقو (حقونو) د ورځې په نوم لیکل شوې ده. دا ځکه چې، د ۱۹۴۸ کال د دسمبر د میاشتې په لسمه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي غونډی (عمومي اسامبلی) د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه تصویب کړه او دوه کاله وروسته د ۱۹۵۰ کال د دسمبر په څلورمه نېټه، نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي ناسته کې يو ځل بیا د بشر پر روا حقوقو خپل باور او دغه حقوقو ته ژمنتوب او هوډ تازه کړ. په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د دسمبر لسمه دې هر کال د بشر د حقوقو د نړیوالې ورځې په نوم و لماځل شي.

 

د بشر حقوق

د بشري ټولنې په تاریخ کې، د انسانانو له لومړنیو ټولنو نه را نیولې بیا زمونږ تر زمانې او شلمې پېړۍ پورې (په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د سازمان تر جوړیدو پورې) د وګړو د حقوقو، آزادیو او په دغه یا هغه بڼه د عدالت او عدالت غوښتنې نظریې او بېلګې کمې نه دې. شک نشته چې مخکنیو فلسفي او حقوقي نظریو او بېلګو لکه:

او نورو دې ته ورته سر چینو د بشري ټولنې د حقوقي شعور کچه لوړه او د وګړو تر منځ یې د آزادۍ، برابرۍ او عدالت لپاره خوځښتونه او غورځنګونه را وپارول او په ځینو هیوادونو کې (په ملي کچه) دو ګړو یو لړ مدني حقوق په قانون کي ځای پر ځای شول خو، له هر ډول نژادي، تو کمیز، مذهبي، فرهنګي، جنسیتي، طبقاتي، اقتصادي، ټولنیز او بل هر راز توپیر او تبعیض پرته د ټولو انسانانو (بني بشر) لپاره (هر چېرته چې وي) د یو شان (معیاري) حقوقو او آزادیو د منلو اصل د لومړي ځل لپاره د بشر د حقوقو په نړیواله اعلامیه کي تسجیل شو.

له دی کبله، ویلای شو چې د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه د اوسنیو (معاصر) نړیوالو حقو قو د یوې نه جلا کیدونکې برخې په توګه د بشر د منل شویو حقوقو بنسټ (سنګپایه) جوړوي. په دغه اعلامیه کې ټول انسانان هر چېرته چی اوسېږي د یوې لویې بشري کورنۍ متساوي الحقوقه غړي بلل شوي دي.

د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې په سریزه کې را غلي دي چې: دبشري کورنۍ دټولو غړو د ذاتي کرامت او د دوي د برابرو او نه بېليدونکو حقوقو پيژندل په نړي کې د سولي، آزادۍ او عدالت بنسټ (بنياد) جوړوي. همدا شان، د اعلامیې په لومړۍ ماده کې د بشري کورنۍ د ټولو غړو پر یو شان انساني کرامت او حقوقو ټینګار شوی دی ټول انسانان (نوع بشر) د خپل کرامت او حقوقو له پلوه آزاد زېږېدلي دي؛ هغوی د عقل او وجدان څیښتن دي او ښایي چې یو له بل سره په خپلو اړیکو کې د ورورۍ په روحیه چلند و کړي“.

د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه سره له دی چې حقوقي الزام نه لري خو، د خپل سیاسي، ټولنیز، اخلاقي اعتبار او پر ټولنیز وجدان د خپل ژور اثر په وجه د ملګرو ملتونو د سازمان تر منشور وروسته خورا مهم   سند دی.

په دغه اعلامیه کې هر چېرته او په هر وخت کې، د انسان د ذاتي کرامت د پېژندلو، منلو او درناوي لپاره لوړې هیلې رانغتښتې دي. همدغه د ټول شمولتوب اصل، د دولتي او ملي پولو نه بهر، هر چېرته، په هر وخت او په هر راز شرایطو کې (د جګړې په شرایطو کې همدا شان) د انسان ذاتي کرامت ته درناوی د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې او د بشر د اوسنيو (معاصر) نړیوالو حقوقو تر ټولو غوره ځانګرتیا ده. د بشر د حقوقو د نړیوالی اعلامیې په دوهمه ماده کې را غلی دی چی:

هرڅوک، له هر راز داسې تو پیر پرته چي پر نژاد، د پوستکي په رنګ، جنس، ژبه، دين، سياسي او یا کوم بل باور، ملي يا ټولنیزه منشا، شتمنۍ، زيږېدنې يا کوم بل وضعیت ولاړ وي، باید دټولو هغو حقوقو نه چې په دغه اعلاميه کې راغلي دي، برخمن شي؛ سر بیره پر دې، د یوه هیواد (دولت) یا یوې خاورې سیاسي، حقوقي او نړیوال وضعیت نه باید د هغو وګړو په وړاندې د توپیر لامل وګرځي چې ور پورې اړه لري، که څه هم دغه دولت او یا خاوره خپلواکه وي، تر قومیت (Trust) لاندې، بې واکه وي او یا یي خپلواکي په یو یا بل ډول محدوده شوي وي.

 

مخکې مو وویل چي د بشر په نړیواله اعلامیه کې د آزاد انسان آرمان(ایدیال) او له هر راز تو پیر پرته او هر چیرې د انسان ‌ذاتي کرامت او حقوقو ته د درناوی لپاره سترې هیلې را نغښتې دي.

اوس پوښتنه داده چې دغه هیلې تر کومه بریده (حد) پوره شوې دي؟

زما په اند دغه پوښتنې ته د هو او نه، یو وستوی ځواب نشو ویلای. د بشر د نړیوالې اعلامیې تر منلو را وروسته په (۶۷) کلونو کې د بشر د حقوقو په نړیوالې اعلامیې کې د را نغښتو آرمانونو او هیلو د پوره کولو په لار کي بې ساری پرمختګ شوی دی. په دی موده کې د انسانو د مدني- سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقوقو د تعریف، تسجیل او پلي کېدو په مخه په نړیواله او سیمه ایزه کچه څه ناڅه (۲۰۰) ارزښتناکې هوکړې (تړونونه) لاسلیک شوې چې ځینې یې الزامي قوت لری. سږ کال د دسمبر د میاشتې لسمه (د بشر د حقونو نړیواله ورځ) د “تل د ی وی زمونږ حقوق او آزادي ګانې” تر شعار لاندی د بشر د حقوقو د نړیوالو میثاقونو پنځوسمې کلیزې ته ځانګړې شوې ده چې په (۱۹۶۶-۱۹۷۶) کال کې تصویب او ومنل شول.

د مدني- سیاسي حقوقو میثاق (International Covenant on Civil and Political Rights) او د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقوقو میثاق (International Covenant on Economic Social and Cultural Rights) د بشر د نړیوالې اعلامیې (Universal Declaration of Human Rights) سره یو ځای د بشر د حقوقو اساسی قانون (International Bill of Human Rights) بلل شوی دی.

دلته پر ځای بولم چې د ځینو نورو مهمو نړیوالو تړونونو یادونه هم وشي لکه:

  • د ژینو ساید د جرمونو د مخنيوی وي او سزا ور کولو کنوانسیون (۱۹۴۸)
  • د کډوالو د حقوقو کنوانسیون (۱۹۵۱)
  • د ښځو د سیاسي حقوقو کنوانسیون (۱۹۵۳)
  • د هر راز نژادي تو پیر د ختمولو کنوانسیون (۱۹۶۶)
  • د اپارتاید ضد کنوانسیون (۱۹۷۳)
  • د ښځو پر وړاندې د توپیر د ختمولو کنوانسیون (۱۹۷۹)
  • د شکنجې (وهل- ټکول) او د انساني کرامت ضد چلند د مخنيوي کنوانسیون (۱۹۸۴)
  • د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون (۱۹۸۹).

همدا شان د کار د حقوقو په برخه او د جګړې به حالت کي (د جګړې قانون) د انسانانو د ذاتي کرامت او حقوقو د خوندیتوب په برخه کي پرمختګ او لاسته رواړنې د پام وړ دي.

نن، د بشر حقوق د ملي کرښو او د دولتونو د حاکمیت له پولې وتلي او د نړیوالو حقوقو یو ځانګړی او غوره څپر ګی جوړوي؛ په نړۍ کي د بشر د حقوقو په څرنګوالي، د ملګرو ملتونو په اډانه (چوکاټ) کې ( ۶) کمېټې څارنه کوي. په (۱۹۹۳) کال کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو کمېسیون د ملګرو ملتونو د شورا او عالي کمیشنرۍ کچې ته لوړ شو. په سیمه ایزه او ټولنیزه کچه هم د بشر پر حقوقو د څار کمېسیونونه جوړ شوي دی خو د دغو ټولو لاسته را وړنو سره سره، نشو ویلای چې د یوه آزاد انسان (د باور او دین له مخې، د بیان د آزادۍ له پلوه، له وېرې او فقر نه آزاد انسان) ایدیال، هر چېرته او په هر وخت کې د انسان ذاتي کرامت ته د درناوي لپاره هیلې په بشپړ ډول تر سره شوي دي.   د دې لاملونه ډېر دي.

  • په لومړي سر کې دا چې د دولتونو د ملي ګټو او د و ګړو د حقوقو تر منځ یوه روښانه پوله او یا په بله ژبه “سره کرښه” نه ده را کښل شوې. دولتونو تل خپلو ملي ګټو ته د خپلو وګړو د حقوقو په پرتله لومړیتوب (اولویت) ورکوي. د ملي ګټو او ټولنیز نظم په پلمه د خپلو وګړو آزادي او اساسي حقوق او نړیوال ژمنې په پام کې نه نیسي.

    د بشريت ضد جنایتونو (اپارتاید او ژنو ساید)، جګړه ایزه جنایتونو او د سولې پر ضد جنایتونو نه پرته، د دولتونو لخوا د خپلو وګړو پر مدني- سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقوقو باندې د تیری د څېړلو او عدالت غوښتنې لپاره کومه ځانګړې نړیواله محکمه یا د عدالت دیوان هم نشته چې د ملي حکومتونو په وړاندې د اړوندو وګړو له منل شویو حقوقو نه ننګه او ساتنه وکړي.

    په سیمه ایزه کچه البته، د اروپا یي اتحادیې په اډانه کې د بشر د حقوقو محکمه شته چې واکونه یې یوازی په ځانګړو شرایطو کې د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو لپاره د اعتبار وړ دي.

    نړیوال حقوق له هغو حالاتو پرته چې وړاندې په ګوته شول، د وګړو د حقوقي وضعیت ټاکل او په دې اړوند عدالت په ټوله کي داخلی یا کورنی صلاحیت (Domestic Jurisdiction) ګڼي. پخپله، د بشر د حقوقو میثاقونه، دولتونو ته په دغو میثاقونو کې د ګډول لپاره د “ریزرویشن” مشروط حق ور کوي.

  • دوهم لامل، د نړۍ د هیوادونو نا متوازنه اقتصادي- ټولنیزه او فرهنګي وده (انکشاف)، د ټولنیزې ودې او د بشر د حقوقو د نړیوال معیار (ستندرد) تر منځ ستر واټن دی. د نړی ډېری هیوادونه نشي کولای چې د خپلو وګړو لپاره اړینې اسانتیاوې او خدمتونه برابر کړي. امنیتي او عدلي نهادونه یي کمزوري، شړېدلي او یا فاسد دي. قانوني او عدلي نظام یي بشپړ نه دی نو په دې وجه د وګړو د حقوقو لپاره سیاسي، حقوقي او قضایي ضمانتونه نشته.
  • په ځینو سنتي ټولنو که د عامه ولس باور، دود – دستور (تعاملي حقوق) یوبل هغه ستر لامل دی چی به دغو ټولنو کې د بشر د حقوقو د غوړېدلو مخه نیسي. د بلګی په توګه په ځینو مذهبونو او کلتورونو کې د نر او ښځې تر منځ توپیر دیني مشروعیت لري. دا توپیر د ښځې د کار په څرنګوالي، د میراث په حق او قضایي بهیر کې د ښځې د برخې اخیستنې او حق په برخه کې بېخي ښکاره دی. د وګړو د باور او عقیدې آزادۍ هم یو اړخیزه ده؛ یانې دا چې په دغه یا هغه دین کې څوک د خپلې عقیدې د بدلون حق نه لري. همدا شان د “شرم “، ننګ او ناموس دود چې په ځینو ټولنو کې تر مذهبي دستورونو ژَورې او غښتلې ریښې لري، د وګړو پر آزادۍ او حقوقو منفي اغېزه شیندي.
  • په وروسته پاتې هیوادونو کې د عامه معارف، ښوونې او روزنې او د وګړو د حقوقي شعور ټیټه کچه هم د دې لامل ګرځي چې په ټولنه کې د ظلم او استبداد او زور زیاتي (خشونت) سره د پخلاینې فرهنګ وده وکړي او د انسان د آزادۍ او اساسي حقوقو لپاره هڅې او هاند له ستونزو سره مخامخ شي.
  • د زور زیاتي (خشونت) فرهنګ پخپله، که په توکمیزو، ژبنیو، مذهبي، سیاسي– ایدیالوژیکو توپیرونو بنا وي او یا د یوې کونۍ په کچه وي، د انسانانو لومړني حقوق له منځه وړی.
  • په پای کې، نن له علم او ټکنالوژۍ څخه ناوړه ګټې اخيستنې او په ځانګړې توګه د جنګي ټکنالوژۍ حیرانوونکې ودې په خپل وار د انسانانو لومړني حق، یانې د بشر د ژوند حق ته ستر او یو رڼښتنی ګواښ را منځ ته کړی دی. بشري ټولنه له اتومي جګړې نه د وېرې په سیوري کې ژوند کوي. دا سې جګړه کېدای شي هره ګړۍ د انساني خطا په پایله کې او یا داسې بل وضعیت کې چې د مسئولو دولتمشرانو له ارادې وتلي وي پیل شی او د سترګو په رپ کې ټول بشریت تباه کړي.

 

د پورتني بحث نه په لنډيز سره یو ې منطقي پایلې ته رسېږو او هغه دا چې:

د آزاد انسان ایدیال او د بشر د اساسي حقوقو لپاره لوړی هیلې یوه اوږده، له ګواښنو او ننګونو ډګه لار ده خو کوم مزلونو چې تر اوسه په دغه لاره کې وهل شوی دي، د بشر د نړیوالو حقوقو د نن ورځې روښانه واقعیت دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.