د جنګ د قربانیانو ملي ورځ

بشري حقوقنن د ډیسمبر لسمه د بشر د حقونو د اعلامیې د تصویب نړيواله ورځ ده. همدارنګه نن په ملي کچه په افغانستان کې د تېرو جګړو د قربانیانو ملي ورځ هم ده. دا دوه ستر مناسبتونه دي، چې موږ او تاسو باید په دغو ورځو ډېر څه کړي وای، خو هغه څه چې زموږ په وس پوره دي او کولای یې شو هغه په روانو او پخوانیو جګړو لعنت ویل او د هغې غندل دي. د کمونستانو، مجاهدینو او طالبانو د رژیمونو پر مهال د ظلمونو او جنایتونو په اړه خبري کول دي، د جنګ د قربانیانو حکایتونه او روایتونه لیکل او خپرول دي.

له دویمې نړيوالې جګړې وروسته چې کومه ویجاړي رامنځته شوه او بشر ته کوم تاوان ورسید له هغې وروسته نړۍ کیناسته او د بشر د حقونو اعلامیه یې تصویب کړه چې هدف یې د بل دغسې جنګ مخنیوی او د انسان مقام ته درناوی او د هغه د اساسي حقونو منل وو، همدارنګه په افغانستان کې د ثور له انقلاب وروسته بیا دلته د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت او نظام راتګ او سولې ثبات ته د خلکو د هیله‌من کېدو سره په کار وه چې موږ د خپل جنګ تېر تاریخ په اړه یو ملي قضاوت ته سره ورسیږو او ددغه جګړو د قربانیانو یاد تازه وساتو او په دې هیله چې یوه ورځ به د نظام او دولت په جوړیدو او قوي کېدو سره ددغو ناخوالو د عاملانو محاکمې ته زمینه مساعده شي او په دې توګه به موږ د تېر جنګ د قربانیانو په زخمونو د ملهم پټۍ کېښودل شي.

خو برعکس دلته هماغه جنایت کاران په واک کې راغلل او زموږ په زخمونو د پټۍ کېښودو په ځای هره ورځ تلویزیونونو کې د هغوی د څيرو په کتلو سره زموږ زخمونه لا تازه کېږي. تر ټولو بده یې دا چې دوی پارلمان ته راغلل او هلته یې د ځان د بښلو او معاف کولو قانون پاس کړ، چې هیڅوک ورنه د تیرو جنایتونو پوښتنه ونشي کړای او حامد کرزي هم په دغه قانون خوله بنده کړه.

موږ د تېرو جګړو عاملان محاکمه نشوای کړای، د خپل تیر تاریخ په اړه مو روښانه دریځ ونشو نیولی، بي عدالتي زیاته او خلک عقدمن شول او د تېرو جنګونو عقدې او غوټې د خلکو زړونو کې ناسپړلې پاتې شوې، کومه ټولنه کې چې دغسې حالت راشي هلته دجنګ د دوام بهاني او پلمې زیاتې شي، یو علت چې موږ له جنګ جګړو نه خلاصیږو همدا دی چې موږ د خپلو تېرو شویو جنایتونو او د هغو د عاملانو په اړه یو اتفاق ته ونه رسیدو چې دغه تاریخ او دغه جنایت کارانو سره باید څه وشي او څه په کار دي.

دویمه نړيواله جګړه کې یهودانو تر ټولو زیاته قرباني ورکړه او په بي رحمۍ ووژل شول، بیا د هغوی لیکوالان، ژورنالیستان او په خبره پوه ژوندي پاتې شوي یهودانو په دوی باندې ددغه وحشت روایتونه او حکایتونه ولیکل، داستانونه او فلمونه جوړ شول، تاریخ ولیکل شو او بلاخره ټولې نړۍ ومنله چې واقعا یهودان د شلمې پیړۍ اصلي قربانیان دي او تر ننه نړۍ د یهودو ددغه قربانۍ قدر کوي او هر کال یې د قربانیانو څلو مخکې ګلونه کېښودل کېږي، موږ چې تر یهودانو هم په بد شکل ووژل شولو او لا هم وژل کېږو ونه توانیدو له دغې غمیزې حتا خپل خلک خبر کړو نړۍ خو لا لویه خبره ده، په دې ورځ چې موږ څه کولای شو هغه دا ده چې د کمونستانو د رژیم د زندانونو، د پلګون د ډله وژنو، د مجاهدینو د مکتب ورانولو، د مجاهدینو جنایتونو، بیا د طالبانو له خوا د شویو ظلمونو، درپه دریو مهاجرتونو او نورو ناوړه پېښو په اړه کره داستانونه ولیکو او دغه درد او رنځ چې ټول یې قربانیانو په یو ملي درد بدل کړو، او دا ملي درد موږ په یو ملي محور راټولولی شي او بلاخره د جنګي جنایت کارانو د محاکمې ارمان چې لرو هغې ته مو نږدې کولای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.