د دينکارو منافقت او ناکامي!

اخوان المسلمینتور او سپین که خاکستري؟

اخوان المسلمین د نړۍ د همدې سیمې په شان چې شرق، درېمه نړۍ یا اسلامي نړۍ بلل کېږي، له بدلونونو ډک تاریخ لري چې کله کله درد او شکنجه هم ورسره وو. وجه یې هم د دې سیمې متناقض وضعیت او هم د اخوان خپلې مفکورې وې. ځینې دا ډله د پرستش تر بریده ستايي او ځینې یې بد اېسوي.

هغه کسان چې دا ډله خوښوي، ټول غواړي د مسلمانانو له لاسه تللی اعظمت اعاده شي، بېرته اسلامي خلافت رامنځته شي او د څو تېرو پېړیو ماتې او نیمګړتیاوې جبران کړي. د دوی په باور دا کار اخوان کولای شو او که اخوان پر رقیبانو او مخالفانو بر شي، دغه ارمان به یې پوره شي. دوی د اخوان دښمنان د اسلام دښمنان ګڼي.

څوک چې د دې غورځنګ مخالفان دي بیا وايي چې مذهبي تعصبونه، دیني توندلاريتوب او فاشیزم د اخوان کارونه دي چې د اسلام تر نقاب لاندې یې کوي. دوی فکر کوي چې د اعتدال شعار یوازې یو تکتیک دی او که اخوان غوڅه بریا خپله کړي، ټولنه به بیا منځنیو پېړیو ته بیايي. د دوی په نظر په ایران، سودان، افغانستان او نورو ځایونو کې د دیني نظامونو ټول منفي کارونه د همدې اخوان فکري محصولات دي او القاعده، الجهاد او نورې ډلې د اخوان له ایډیالوژۍ رازېږېدلي دي.

ښکاره ده چې د دواړو لوریو پر لیدلوريو د تور یا سپین یا مطلقپاله فکر حاکم دی. یو لوری اخوان پاکه، ښکلې او ژغورونکې پرښته ګڼي او بل لوری ورته د داسې ورانکاري شیطان په سترګه ګوري چې تر نقاب لاندې یې ځان پټ کړی دی. خو داوړو لوریو دا خبره هېره کړې ده چې اخوان هم د نورو انساني ټولنو په شان یوه انساني ډله ده چې خپلې خوبۍ او بدۍ دواړه لري.

اخوان په خپلو عملي پروګرامونو کې د دیني روزنې تر څنګ، ټولنیز خدمتونه، فرهنګي او فکري روزنیز فعالیتونه او خیریه پروژې هم لري او پلویان یې له همدې زاویې ورته ګوري. خو له بلې خوا د دوی پر سیاسي دریځونو، د روزنې پر میتودونو او ایډیالوژیک جوړښت باندې نیوکې کېږي او مخالفان یې همدې اړخ ته ځير دي.

دا مقاله نه غواړي د دواړو لوریو ترمنځ قضاوت وکړي، بلکې غواړي د هغو عواملو یوه برخه راوسپړي چې د اخوان د راپرځېدو سبب شو. د لیکوال په باور، له اخوان سره د موافقت یا مخالفت خبره یوې خوا ته، خو له دغو تحولاتو درس اخیستی شو.

 

د قدسي او دنیوي پدیدو تر منځ پوله

د دې قضیې د ژورو ريښو د سپړلو لپاره مجبور یو بحث له یوه تیوریکي ځای څخه راپیل کړو. د اخوان د سرخوږیو یو عامل دا دی چې قدسي او دنیوي عناصر سره ګډوي. د ډېرو متدینانو په باور د دین اصلي رسالت دا دی چې دا ژوند د اخرت لپاره برابر کړي او که دین د دنیوي چارو لپاره ځینې لارښوونې هم لري، هغه ضمني دي او غواړي چې انسان ته اخلاقي ژوند وروښيي خو دنیوي چارې باید د متدین انسان د فعالیتونو محور نه وي. په بله وینا انسان د دنیوي ژوند د سمبالولو لپاره دین ته چندانې اړتیا نه لري ځکه چې که په هر دین کې اوسي یا بیخي بې دینه وي هم، خپل دنیوي ژوند ښه کولای شي. حال دا چې د ژوند معنا، د خلقت مقصد، د هستۍ په نظام کې د انسان مقام، په اخرت خبرېدل او داسې نور ستر مفاهیم یوازې د دین په وسیله ترلاسه کېدای شي.

په دنیوي چارو کې ثروت او قدرت تر ټولو هغه مهم عناصر دي چې دیني خلوص ورباندې معلومېدای شي. نه یوازې د مسلمانانو په منځ کې، بلکې د نورو ادیانو په پیروانو کې هم، تقوا او پاکي د دیندارۍ عمده محکونه ګڼل کېږي.

د دې مانا دا نه ده چې متدین دې ترک دنیا کړي، بلکې مطلب یې دا دی چې قدرت او ثروت باید د متدین انسان اصلي هدف نه وي. البته چې متدینان کولای شي د خپلو فردي یا ټولنیزو اړتیاوو په وجه تجارت او صنعت ته مخه کړي او د نورو انسانانو غوندې د خپلې دنیا د ابادۍ فکر وکړي خو شرط یې دا دی چې اول خو دې دا کارونه د دیني چارو په څنګ کې نه دروي او مذهبي واجب یې ونه ګڼي، دویم د اخرت او معنوي چارو فکر دې تر ټولو کارونو ورته مهم وي.

که څوک په دنیايي چارو کې ښه بریالی وي مانا یې دا نه ده چې دینداري یې هم هماغومره ښه ده. د ثروت او قدرت د ګټلو ځینې متعارفي قاعدې شته او هر چا چې دغه قاعدې ښې یادې کړې، زیاته بریا به خپله کړي. خو که څوک په دې رقابت او سیالي کې له دینه کار اخلي او قدسي چارې په دنیوي چارو کې ګډوي، د خلکو اندېښنه راپاروي. په همدې وجه اکثره خلک ان هغه خلک چې د دین پر اصل باندې باور هم لري، دا نه مني او له سیاسي شوي دین څخه ډارېږي. اندېښنه یوازې دا نه وي چې له دغو کسانو سره څوک رقابت نه شي کولای ځکه چې قدسي وسله په لاس کې لري، بلکې خپله د دیندارانو اندېښنه دا وي چې د سیاسي دین متاع به اصلي وي که نقلي.

که خبره ساده کړو، مثلاً د انتخاباتو په برخه کې یو ګوند راځي او د خلکو د ژوند د ښه کولو په اړه خپلې متعارفې طرحې وړاندې کوي او هڅه کوي چې خلک قانع کړي. خو بله ډله داسې شی رامخته کوي چې په عادي روشونو یې د ارزولو امکان نشته. دوی غواړي د دین په نامه واک ته ورسېږي او خلک یې باید ځکه ومني چې دوی د دین استازي دي. په دې صورت کې د لوبې قواعد له منځه ځي.

په مصر کې د اخوان المسلمین تجربه سیاسي ډګر ته د دین په نامه د وردانګلو ښکاره نمونه ده. اخوان له څو لیسزو راهیسې د «الاسلام هو الحل» له شعار سره په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده او رایه ورکوونکي یې په داسې دوه لاري کې درولي دي چې یا دې اسلام انتخاب کړي یا غیراسلام. اکثره هغه خلک چې د اسلام په اړه یې علمي معلومات کم دي، ګومان کوي چې که مجبور اوسو د خپلې ټولنې د ستونزو د حل لپاره د اسلامي او غیراسلامي ترمنځ یوه لاره غوره کړو نو اسلامي به یې غوره کړو. ډېر خلک ګومان کوي چې همدا کافي ده چې پر یوې تګلارې د اسلامي لارې نوم کېښودل شي چې هرڅوک بیا ورنه دفاع او ورته تبلیغ وکړي.

همدا ټکی د اخوان لپاره له پیله تر اوسه پورې هم د قوت ټکی پاتې شوی دی، هم د کمزروۍ. د قوت ټکی په دې دی چې اکثره مذهبي خلک همدا چې د اسلام نوم ورسره ویني، بې پوښتنې ګروېږنې یې هرکلي ته وردانګي. په بل لوري کې هغه ډلې چې خامخا بې دینه یا د دین ضد هم نه دي او کېدای شي د ټولنې د ستونزو لا ښې حل لارې ولري خو یوازې په دې دلیل چې د «الاسلام هو الحل» د شعار پر وړاندې درېدلې دي، غیراسلامي ګڼل کېږي او خلک ورنه مخ اړوي.

کله چې په دې دنیوي چاره کې د دین قدسي عنصر کارول کېږي، رقیبان ورسره سیالي نه شي کولای او بیا نو د رقیبانو کرکه راپارېږي او سیالي په دښمنۍ بدلېږي. اخوان په څه باندې اتو لسیزو کې همدا لاره وهلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.