د ننګرهار ولایت لپاره د ملي وحدت د رهنما طرحه

نور مامد ضيا

مرګرو، وروسته له هغې چې ما له تاسې وپوښتل چې څوک باید د ننګرار والي شي نو هر چا د خپلې خوښې کاندید نوم ولیکلو. موږ د ملي‌وحدت در هنما غړو داسې وانګېرله چې ټول کېنو او خپل فکرونه سره ګډ کړو. وروسته له هغې مو دا لاندې طرحه ولیکله چې که چېرې د ملي وحدت د رهنما کوم مرګری د ننګرهار والي شو نو دا لاندې پلانونه به عملي کوي.

 

البته که بل څوک شو نو هم نقل راڅخه کولی شي.

  • – والي به اول داسې محافظین پیدا کوي چې که کوم فاسد چارواکي او ملک چاپلوسي وکړه یا یې کلانکاري وکړه په وهلو وهلو به یې له قصر نه باسي. دا فاسدین باید ودګل شي.
  • – په ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو کې که چا په رسمي وخت کې سیاسي خبره وکړه هغه استاد به اوزبین ته جزايي لیږل کېږي.
  • ننګرهار قصر کې باید بندیخانه جوړه شي هغه فاسد رییسان چې ټول ننګرهار یې کرغېړن کړی باید یوه یوه اوونۍ بندیان شي او په دې لړ کې چې دوی په بندیخانه کې وي باید د فساد دوسیې یې راوسپړل شي بغیر له دې چې دوی زندان کې خبر شي. اول به پکې دا غوړه‌ مال ژورنالیستان او فرهنګیان دوه دوه ورځې بندیان شي، که د راوتلو په وخت کې یې رسنیو سره د خپل بند کیسه شریکه کړه، نو بیا باید پنځم مذهب نه ورسره کار واخیستل شي.
  • – د غریبو او عاجزه خلکو باید قدر وشي او بدماشان باید خالي سلاح شي. که د کوم زورواکي په ښار کې دننه تیز موټر وچلولو ترافیک باید یوازې د هغه نمبر واخلي نور اجرات به والي کوي او هغه به دا وي چې موټر به ورنه یوه میاشت درول کېږي.
  • – که کوم ملا د جمعې لمانځه کې فلسطین، کشمیر او عراق یاد کړ سم د لاسه به دا ملا د پوښتنو ګروېږنو لپاره څارنوالۍ ته غوښتل کېږي، غوږ کې به ورته ویل کېږي چې نور څنګه یې؟ که بیا دې دا خبره وکړه نو خیر دې نشته.
  •  – د ننګرهار پوهنتون محصلین باید له عادي خلکو سره توپير ولري او خاص یونفورم باید ولري. دوی باید سیده پوهنتونه لاړ شي او بېرته راشي. په لیلیه او رسمي وخت کې یې په هر راز سیاسي حرکتونو بندیز دی.
  • تبلیغي مرکز به کلک څارل کېږي، چې پاکستاني شناخت کارت والا په کې ولیدل شو هغه به سم د لاسه پلچرخي ته لیږل کېږي چې ولي بي ویزې راغلی دی او که ویزه هم ولري باید یوه پلمه ورته جوړه شي.
  • ـ د پارلمان له وکیلانو سره به والي بیخي نه ګوري ځکه دوی د خلکو استازي نه دي، که وي هم وخت یې تیر شوی او پوره شوی دی.
  • داعش سره به ملي اردو جنګېږي او شخصي ملیشې او بل چاته به اجازه نه ورکوي که څوک د شخصي ملېشې جوړولو کوشش کوي نو هغه کسان به یې په ملي اردو کې مدغم شي تر څو د ملي اردو تعداد زیات شي.
  • – د کابل نه به بودیجه په زور اخلي که کابل سمه بودیجه نه ورکوله نو سړکونو ته به ننګرهاریان راباسي او مدني لاریونونه به ترسره کړي تر څو مرکزي دولت د پام وړ بودیجه ورکړي.
  • – خلکو ته د کار موندلو لپاره باید پروژو باندې کار وشي، هغه داسې چې کمبیري دښتې ته باید د خلکو په زیار یوه ویاله جیګه شي چې زرګونه خلک په کې کار وکړي او اخر کې به هر کس ته فقد دوه جریبه د کښت ځمکه په دې شرط ورکول کېږي چې یوازې د زراعت ریاست په فرمایش به هغه څه کري چې ورته ویل کېږي. – دا ځمکه دوی نه خرڅولی شي او نه یې بل چاته په اجاره ورکولی شي.
  • – بېرته به د دې تر څنګ یوه دولتي اداره جوړه شي چې هغه د کښت حاصل له دوی څخه د ورځې په نرخ واخلي.
  • – ورسره یو افغاني شرکت سره خبره کېږي چې د اچارو، مربا، روبو، کارتن جوړولو، لبنیاتو یو څو زره کسیزه فابریکه جوړه شي چې د همدې دهقانانو زامن پکې په کار لګیا شي.
  • – د کانال ریاست ځمکې باید مستقیما اول لاس بزګرو ته په اجاره ورکول شي هغه هم د څلورو کالو لپاره. که هر بزګر له یو جریب ځمکې له دوه خرواره کم غنم تر لاسه کړل هغه نه به ځمکه اخیستل کېږي او د تنبلۍ په تور به جزار ورکول کېږي جزا به یې دا وي چې راتلونکو څلورو کالو ته به په کور کېنول کېږي او یوازې زوی به یې فابریکې کې مقررېږي چې خېټه یې وږې پاتې نشي.
  • – هر کور مکلف دی چې شاروالۍ ته په میاشت کې دوه سوه افغانۍ ورکړي او په دې پیسو به د ښار خځلې ټولیږي. که دا پیسې ور نه کړي برق به پرې قطع کېږي.
  • – والي به شرکتونو او فابریکو ته هره مهمه اسانتیا برابروي خو په شرط د دې چې خلک وګوماري او د بېکارۍ کچه راټیټه شي.
  • – د ریکشو په واردولو بندیز لګول کېږي او هره ریکشه به په پنځوس زره افغانۍ ورنه اخیستل کېږي مقابل کې به یې دغه کس ته په هغه فابریکه کې کار ورکول کېږي چې کارتنونه او بوتلونه یا نور شیان جوړوي. دا پنځوس زره افغانۍ به په پنځو میاشتو کې (هره میاشت لس زره) ورکول کېږي ځکه دولت یې په یو دم نشي ورکولی.

 

۲- دولت به تجارانو سره په شریکه د مرمر ډبرو او نورو قیمتي ډبرو د پروسس او له هغې د زینتي شیانو د جوړولو فابریکه. ورسره به د لبنیاتو لویه فابریکه هم جوړوي چې د خلکو شیدې واخلي او بیا د افغانستان ټولو ښارونو ته ولیږي. که هر چا کور کې یوه غوا وساتله او له هغې زیاتې شیدې خرڅې کړي، هغه کس ته به انعام ورکول کېږي. مطلب که هر چا ښه مالداري درلوده هغه به تشویقيږي.

  • – کلداره به لکه مخدره مواد ممنوع شي.
  • – د خلکو کورنیو بزنسونو او وړو دوکانونو سره به مرسته کېږي چې ځانته ښه مارکټنګ وکړي او دولت به د ځینو شرطونو په اساس دوی ته قرضه ورکوي تر څو د دوی بزنسونه ښه شي. دا ځکه چې شخصي کاروبار په نننۍ نړۍ کې له دولتونو ډېر حمایت تر لاسه کوي
  • – همدارنګه د غالۍ اوبدلو ځایونه به جوړیږي چې میرمنې په کې کار وکړي او په خپلو پښو ودریږي. د خیاطۍ کورسونه به جوړېږي او دې کورسونو کې به د نړیوال مود سره سم لوکس لوکس کالي ګندل کېږي چې خلک د نړۍ مډرن کالي خپل ښار کې واخلي.
  • – د چرګانو روزلو لپاره به خلک تشویقېږي که هرې میرمن ښه چرګان ورزول هغې ته به جایزه ورکول کېږي.
  • – هرکال به د کال غوره بزنس‌مین یا بېزنس‌ومن ته انعام ورکول کېږي
  • – هرې سیمه او کوڅه کې به د مېشتو خلکو ټولنې جوړېږي چې د دوی غږ به تر ولایته رسوي. دې ټولنه کې به خپله د کوڅې خلک وي. دوی چې کورني ژوند یا ټولنیز ژوند او یا شخصي بزنس کې کومې ستونز لري نو ولایت ته به یې مستقیمان رسوي
  • – یو کنځل مار به تیار قصر کې ناست وي چې کوم ملک، غوړه مال یا بل کوم بېکاره چارواکی د والي په نظر ناسم ورغلو هغه به د خلکو مخکې ورته کنځلې کوي او بي ابه کوي به یې چې بیا قصر ته رانشي.
  • – حماسي شعرونو باندې به بندیز لګول کېږي
  • – دیني مدرسې به یوازې هغه ملایان چلوي چې دولسم یې لوستی وي او فېسبوک ولري. دغو ملایانو ته به د ټولې میاشت انټرنټ مفت وي چې نړیوال دیني مډرن دیني علما وویني او ځان ورسره عیار کړي.
  • – د کابل جلال اباد د لارې ډریوران به میاشت کې یو ځل معاینه کېږي، که ثابته شوه چې سړی چرسي او یا نشه يي ده لسنس به ورنه اخیستل کېږي.
  • هر کال به ننګرهار کې د نارنج ګل میله جوړیږي او دا میله به د یو لوی فیستوال په شکل کې وي چې د هر کسب خلک به خپل خپل محصولات نندارې ته وړاندې کوي، کنسرتونه به وي او میلې به وي. دې مشاعره کې به هم داسې شعرونه ویل کېږي چې وطن سره د خلکو مینه زیاته کړي او د دروغو ستاینې پکې نه وي. عشق او عاشقي دې پکې کوي.
  • – د کرکټ تر څنګ به هڅه وشي د نور ورزشونه هم ننګرهار کې باب شي، هره ورځ باید جلال اباد کې یوه مسابقه وي، کله د کونړ او ننګرار ترمنځ کله د لغمان او نورستان ترمنځ او کله هم د یوې او بلې ولسوالۍ ترمنځ د کرکټ او فوټبال سټیډیمونه باید یوه ورځ هم تش پاتې نشي.
  • – هره میاشت به غونډه دایرېږي او والي به به دې ټولو برخو غور کوي.

څه پوی شوئ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.