د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د حمدالله محب د وروستي بحث بشپړ پښتون متن

د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د حمدالله محب د وروستي بحث بشپړ پښتون متن

په لومړي سر کې اجازه راکړئ چې د امریکا او ناټو هغو زرګونو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړم چې په افغانستان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا یواځې یوه افغاني جګړه نه ده. اجازه راکړئ چې د هند د پرونۍ پېښې پاتې شویو او خپلوانو ته د غمرازۍ مراتب وړاندې کړم.

 

تروریزم یو داسې دښمن دی چې ټوله سیمه ښکار کوي؛ خو که مونږ یواځې د افغانستان په اړه خبره کوو — دا د ۲۰۰۲م کال هېواد نه دی. ډېری خلک د دې حسرت خوري چې بېرته شاته ولاړ شي او د ۲۰۰۲م کال تېروتنې ورغوي. خو افغانستان د خپلو شریکانو په برکت نن ډېر وړاندې تللی دی.

 

دا هېواد په محسوس او نامحسوس ډول بدل شوی دی. موږ ښايي په بن بست کې وو؛ خو مونږ کولای شو چې ستر پرمختګونه وکړو، که مونږ هر یو راټول کړو او د سولې په لور وخوځېږو. زما په اند زموږ ګاونډیان رغوونکی رول لوبوي؛ لکه، ازبکستان زموږ لپاره یوه بېلګه هېواد دی – هغوی د کابل کنفرانس تعقیب کړ او زمونږ د هغو ارزښتونو ملاتړ يې وکړ چې موږ يې په پار مبارزه کوو.

 

مونږ موخه لرو او د هغې لپاره مبارزه کوو. ما په ټول هېواد کې پر امنیتي پوستو د بریدونو اړوند ډېرو خبرو اترو ته غوږ نیولی دی. هغه رادیويي اړیکې چې سرتیري يې له مرکز سره نیسي، اورېدل یې هر سړي ته ژړا ورولي. د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ۳۰۰ ډالرو یا ۱۵۰۰۰ افغانۍ معاش لپاره نه جنگېږي؛ دوی د واضح هدف لپاره جگړه کوي او طالبانو دغه هدف له لاسه ورکړی.

 

په زرگونو هغو کسانو چې دولت ته يې مراجعه کړې او اړیکه يې ورسره نیولې، د اسلامي جمهوري نظام د ساتنې په اړه یې خبرې کړي. دا هغه ارزښتونه دي چې زموږ ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هغې لپاره جگړه کوي او هره ورځ ډېرې قربانۍ ورکوي. نړيوالې رسنۍ دې قربانیو ته د مرگ ژوبلو نوم ورکوي، خو دا مرگ ژوبلې نه دي، دا هغه قربانۍ دي چې زموږ د هېواد د آزادۍ، ملي حاکمیت او خپلو ارزښتونو لپاره ورکول کېږي. زموږ مبارزه به تر هغه دوام لري چې افغانستان شتون ولري او یو افغان هم ژوندی وي.

هر څوک پوهېږي چې ملي حاکمیت زموږ لپاره تر ټولو جدي مسئله ده. زمونږ گاونډیان هم په دې پوهېږي – او هغوی هم چې زموږ په شاوخوا کې دي. خو له دوی څخه کله کله دا خبره هېرېږي. افغانستان هغه هېواد نه دی چې رامنځته شوی وي. دا هېواد له ازله موجود و.

له ۱۱۷ کاله وروسته، موږ دویم ځلي له ازبکستان او د منځنۍ اسیا له سیمې سره بېرته اړیکې جوړې کړې. دا یو نوی سیاسي متحرک دی. موږ په وچه کې راگېر یو هېواد نه یو. موږ نه غواړو چې په وچه کې بند یو هېواد واوسو. موږ غواړو چې د هوساینې او پرمختگ لپاره د جنوبي او منځنۍ آسیا تر منځ نښلوونکي واوسو. د افغانستان ارمان او ستره هیله هم داده چې د توکو او مفکورو د آزادانه جریان په ځای ځایگي واوړي. زه پر آزادانه ټینگار کوم – چې باید آزاد وي له ترهگرۍ، تعصب او د مفکورو نه د ناوړه گټه اخیستنې څخه.

 

د افغانستان دا تحمیلي جګړه د امریکا، اروپا او هر هغه چا په استازولۍ تر سره کېږي چې مستقیماً ترې اغېزمن دي. د هندوستان پرونۍ پېښې ته مې اشاره هم د برید د سرچینې په موخه وه.

سوله به افغانستان ته راځي. مونږ به سوله راولو. دا د افغانانو وروستۍ هیله او غوښتنه ده. دا به د ناستو او آسانتیاوو یو ساده بهیر نه وي. دا به د هر جهت څخه غواړي تر څو په جلا جلا توگه راښکېل شي او ډاډ به ورکوي چې په سیمه کې د هر چا او هغه اړخ گټې تر غور لاندې نیول کېږي چې په قضیه کې دخیل دي. خو دا به داسې سوله وي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او د هغو ارزښتونو ساتندویه وي چې په تېرو پنځو کلونو کې ۴۵۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونو خپل ځانونه ترې ځار کړي دي.

راځئ یو مثال درته وړاندې کړم. په ۲۴ پولیسو برید وشو. قوماندان يې پوځي اډې سره اړیکه نیولې وه چې زمونږ مهمات پای ته رسیدلي او د دښمن شمېر ډېر ګڼ دی. د پوځي اډې مشر ورته وویل چې تاسو څو انتخابه لرئ. کولای شئ چې تسلیم شئ. قوماندان ورته وویل: نه! موږ تر وروستي فرده جګړه کوو. دوی دا کار وکړ. د خبرواترو په سرته رسېدو سره قوماندان یوه مرمۍ وخوړه او شهید شو. په سهار يې مونږ خبر شو چې پوستې سقوط کړی. خو دوی نه و تسلیم شوي. دوی تېښته نه وه کړې. دا هغه قصه ده چې هره ورځ تکرارېږي. آزادي، ارزښتونه او ملي حاکمیت. دا هغه هدف دی چې افغانان يې په پار جګړه کوي او هېڅکله به ترې لاس په سر نشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.