د مونیخ امنیتي کنفرانس څنډه کې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته خبرداری

د مونیخ امنیتي کنفرانس څنډه کې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته خبرداری

لیکنه: طارق ارین

ژباړه: اجمل ستانکزی

د مونیخ امنیتي کنفرانس په داسې حال کې جوړ شو چې افغانستان او سیمه ژور تغییر ته چمتووالی نیسي. که څه هم چې افغانستان کې د سولې پروسې په نوم یو څه روان دي او له ډېرو وختونو راهېسې یې د هېواد د سیاسي ټربېون اجنډا تسخیر کړې ده؛ خو په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه دوه مهې پېښې چې کولای شو ووایو په سیمه ېې تاثیرات زیات دي، نه باید هېرې کړو. دا پېښې هغه ترهګریز خونړي بریدونه و چې په ایران او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ترسره شول.

د مونیخ امنیتي کنفرانس یو ښه فرصت و، هغه څه چې افغانستان کې د سولې پروسې په نوم روان دي، افغان حکومت نړیوالو ملګرو او نړیوالې ټولنې سره ددې بهیر په تړاو خپلې غوښتنې او اندېښنې شریکې کړي. ولسمشر د خپلو پرله پسې لیدنو په ترڅ کې هڅه وکړه چې نړیوالو ته د تل پاتې سولې په اړه خپل واضح تعریف وړاندې کړي.

دوه محوره چې ولسمشر پرې د تل پاتې سولې  اړوند ټینګار کوي، سیمه ییز او تاریخي محورونه د ي. که څه ولسمشر د سولې تاریخي محوریت د محمد داوود خان د زمانې پیلوي، خو غواړي د هغه کورني او بهرني مخاطبان د ډاکټر نجیب د سولې له هغو ناوړه پایلو خبر کړي چې په ۹۰ مو لسیزو کې رامنځته شوې وو

که څه هم دغسې یو استدلال د هغه نړیوالو ملګرو ته کومه مانا ونه لري، خو هغه څه چې کولای شي د پاملرنې راجلب کړي، د سولې بهیر سیمه ییز محوریت دی چې د سیمې او نړۍ له امنیت سره تړوا لري. د ایران او هند پر پوځیانو وروستي بریدونه چې د مونیخ له کنفرانس دوه یا درې ورځې مخکې ترسره شول، ښه فرصت و چې افغانستان له خپل دریځه ښه  ننګه وکړي.

د تېرې چهارشنبې په ور د ایران په بلوچستان کې د دغه هېواد په سرحدي ځواکونو خونړی بری وشو چې له امله يې ۲۷ سرتېري  ووژل شول. له دې پېښې یوه ورځ وروسته، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د دغه هېواد پر پوځیانو برید وشو چې ۴۴ سرتېري يې ووژل . د ایران د برید مسوولیت سني ډلې جیش العدل پر غاړه واخېسته او د هند  د ترهګریز برید مسوولیت هم جېش محمد ډلې. ایران په لومړي ځل له پاکستان وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد جدي اقدامات وکړي، خو د هند لومړی وزیر بیا په پام کې لري چې له ډیپلوماسۍ ور هاخوا ګامونه پورته کړي، چې پاکستان ته د مناسب ځواب په چارو بوخت دی.

د عمران خان حکومت د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو په راکاږلو غواړي په ډاګه کړي چې هغه افغانستان کې د سولې پلوی دی، هغه غواړي د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا به لاسه تللی باور بېرته ترلاسه کړي. وروستیو بریدونو وښوده چې پاکستان اوده لار په مخکې لري چې سیمې ته قناعت  ورکړي چې دی نور د ترهګرو ملاتړی نه دی. دا په داسې حال کې ده چې عمران خان هوډ درلود تر څو د فبرورۍ میاشتې په ۱۸ نېټه اسلام اباد کې له طالب استازو سره وګوري، که څه هم دغه ناسته د افغان حکومت او ایران د فشارونو له امله وځنډېده.

د مونیخ کنفرانس پر پاکستان د فشار راوستلو لپاره ښه فرصت و تر څو دغه هېواد له افغان سولې بهیر سره مرسته وکړي. د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هغه د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې یو جوړ شوي بحث کې د وینا پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مخاطب کړ ا ورته یې وویل: ټول پوهېږي چې مونږ د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو کې څومره جدي یوو.. د محب اشاره مستقیم له طالباننو سره د پاکستان اړیکو او اسلام اباد کې ددغې ډلې ناستې ته وه. پر ځمکنۍ بشپړتیا د محب ټینګار له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه د افغانستان جدي اندېښنه ده.

په ایران او هندوستان کې وروستي ترهګریز بریدونه او د بریدونو د مسوولیت اړوند د پاکستان د لاس لرلو جدي ادعاوې د افغانستان دریځ لا پیاوړی کوي. وروستیو جریاناتو سیمه ییزې اجماع ته لاره پرانېسته، چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي. یوازې همدا وروستي بریدونه نه دي چې هند او ایران پر پاکستان فشارنه  واردوي، اسلام اباد ته د سعودي د ولیعهد وروستی پلانی شوی سفر، د تهران جدي اندېښنې راپورته کړي دي. تهران چې تل ریاض له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی، اوس اندېښنه لري چې د بنسټپالو ډلو ګواښونه د ایران تر پولو ونه رسېږي.  هغه څه چې جالب دي، ایران تر له ختیځې پولې د بنسټپالۍ د ګواښونو په اړه اندېښتې درلودې، ان ایران استدلال کاوه چې له داعش سره د مبارزې لپاره باید طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي. جیش العدل ډله چې پاکستات کې فعالیت کوي، ایران ته یې اندېښنې لا جدي کړي. مودي هم کشمیر کې د دغه هېواد پر سرتېرو له برید وروسته په ډاګه وویل: پاکستان ویلي چې هند هېڅکله نه غواړي څوک ناارام کړي. خو د اړتیا په صورت کې به هڅه وکړي چې پاکستان د تل لپاره په نړۍ کې د ترهګرو ملاتړی پاتې شي.

له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ اړوند ایران او هند تازه دریځونه، د افغان حکومت هغه ادعا لا پیاوړې کوي چې ویل به یې او وايي افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي.

هغه داعیه چې ولسمشر غني د حکومت د جوړښت له پيل تر دې دمه په هر نړیوال کنفرانس کې بیا بیا ځلې تکرار کړې ده او ټینګار يې پرې کړی دی. او اوس لیدل کېږي اوس سیمه ییزه اجماع د جوړېدو په حال کې د ه. دغه اجماع به پر پاکستان لازم فشارونه وراد کړي چې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه  وکړي او اسلام اباد به وپوهېږي چې لا زیات به ترې خلک کرکه  وکړي، که یې چېرې دغه کار ونه کړ.

د مونیخ امنیتي کنفرانس له ۱۹۶۲ کال راهېسې هر کال د نړۍ د امنیت ارزونې لپاره جوړېږي چې اجرايي صلاحیت نه لري. دغه کنفرانس  د المان د دفاع وزارت په مرسته جوړېږي،  چې ورسره د نړۍ د امنیتي چارو متخصصین او کاروپوهان ګډون کوي. هغه څه چې ګډونوالو ته مهم دي، دوه اړخیزې ناستې او بحثونه دي. دغه کنفران د لابي ګرۍ او د نظر څرګنېدو لپاره ښه فرصت دی، چې هېوادونه ترې ګټه پورته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.