د ولسمشر د وروستۍ مرکې پښتو متن

د ولسمشر د وروستۍ مرکې پښتو متن

داووس، سویس

۱۳۹۷ د سلواغې ۴| ۲۰۱۹ د جنورۍ ۲۴

فرید زکریا: اغلو او ښاغلو، ستاسې د راتګ مننه کوم. قدرمن مېلمه ته تر ښه راغلاست ویلودمخه لازمه بولم چې د برنامې ځینې حاکم قوانین درنو حضارو ته بیان کړم. دا مرکه په سي این این (CNN) شبکه کې زما په برنامه کې هم ثبتېږي او میلیونونه نور خلک به هم دغه برنامه وویني. په ډېر درنښت له تاسې هیله کوم چې خپل ټلیفونونه غلي کړئ، چې د ثبت بهیر ګډوډ نه شي. دغه راز هیله ده د خپل نظر له څرګندولو او لاس پړقولو څخه هم ډډه وکړئ، چې نور ډېر خلک هم زموږ د ځانګړي مېلمه له پوهې او لیدلوي څخه برخمن شي.

هنري کسینجر ویلي، هغه خلک چې پېژندګلوي ته اړتیا نه لري، هغوی ډېره تمنا لري. زما په اند دا موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په اړه صدق نه کوي. دی په اوسنۍ عصري نړۍ کې نادره او واقعي فرهنګي شخص، واقعي فکري رهبر دی. دی هغه څوک دی چې د بین اللملي نظام په لوړه کچه یې کار کړی او وروسته یې د هېواد رهبري ترلاسه کړې او په دې برخه کې یې بریالی عمل کړی. اشرف غني د ویاړ ځای دی چې تاسې له ځانه سره لرو.

جمهوررئیس غني: له تاسې څخه ستاسې د عالي معرفۍ له امله مننه کوم. تاسې سره د کتنې او نظرونو د تبادلې د برابر شوي فرصت په خاطر خوشحاله یم.

فرید زکریا: لومړنۍ موضوع چې غواړم له تاسې یې وپوښتم، یو تازه خبر دی، که څه هم چې تر دې مهاله نه دی تائید شوی. راپورونه دي چې په دوحه کې له طالبانو سره داسې هوکړې شوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل هم په کې شامل دي. یا په بل عبارت هغه هوکړه چې طالبانو هم منلې ده. آیا دا راپور حقیقت لري؟ د دغومذاکراتو په اړه ستاسو نظر څه دی؟

جمهوررئیس غني: مننه. سوله یوه اړتیا ده. هغه جنګ چې ۱۷ کاله یې دوام وکړ، باید ختم شي. په افغانستان کې اوسنۍ جګړه څو بُعدونه لري چې په مختلفو سطحو یوله بله سره تړاو لري. دا چې موږ یوه مشخصه نېټه ترلاسه کړو او په همدې ساده ګۍ فکر وکړو چې جنګ به پای ومومي، اسانه کار نه دی؛ ځکه افغان حکومت د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره دوه اړخیزې مشروع او الزامي موافقتنامې او دغه راز د همکارۍ، سوداګرۍ او نورو برخو کې  څو اړخیزه موافقتنامې لاسلیک کړې دي.

طالبان یو لړ نورې متقابلې اړیکې لري چې ژور ابعاد لري. دوی له ټولو مشهورو تروریستي ډلو سره اړیکي لري؛ دوی له کوکائینو او هېروئینو څخه راوروسته د ځمکې پر مخ د تر ټولو سترې جنایتکاره مافیا سره اړیکې لري. دوی د پاکستان دولت سره چې دوی (طالبانو) ته پټنځای، منابع، ملاتړ او نور چمتو کوي بنیادي اړیکه لري. دوی «د ملاتړي او پیرو اړیکه» له نورو سره هم لري چې د اړیکو مجموعه جوړوي.

متحده ایالات د خپلو تعهداتو د زماني جدول ارزونې ته متعهد دي، خو دا چې فکر وکړو د دوی ترمنځ دې اړیکه ایجاد شوې وي، زما په نظر اغراق امیزه ده. موږ باید وتوانېږو چې دا اړیکه ومومو، له یوې خوا د موضوع ملي جنبه چې طالبان، خلک او افغان حکومت په کې شامل دي له سیاسي اړخه حل شي. بل پلو په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام او د بهرنیو ځواکونو حضور، د افغانستان په خاطر نه، بلکې د سپتمبر د یوولسمې پېښې لپاره دی چې په تخمیني ډول یې د امریکا متحدو ایالتونو دولت او ټولنې ته ۵۰۰ میلیارده ډالره زیان درلود.

له یادو اړیکو سره به زموږ چلندڅه ډول وي؟ موږ یوه لار نقشه او تفصیلي بحثونه لرل. باید هېره نه کړو چې زما پخوانی دوست او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی سفیر خلیلزاد ونه توانېده له طالبانو سره په پاکستان کې وویني. آیا دوحه دغه اختیار لري؟ دغه راز د ښاغلي خلیلزاد د دفتر دنده د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ بحث او مذاکراتو لپاره زمینه برابرول دي او ورپسې به د متحدو ایالتونو د حضور په څېر پر نورو پراخو موضوعاتو هم غږېږي.

فرید زکریا: تاسې وایئ، په وروستیو ورځو کې بریا نه ده ترلاسه شوې.

جمهوررئیس غني: له هغه پلوه نه، ښایي بریا وجود ولري- خبرې اترې وجود ولري او د دې خبرو (محتوا) باید د دویم ځل لپاره شریکه شي. په  خبرو اترو کې چې سیمه شامله نه وي، تداوم به ونه مومي. افغانستان د دې موضوع د متعددو ابعادو له هغې ډلې ملي، د ګاونډیو هېوادونو او سیمې، له هند څخه تر روسیې، خلیجي او اسلامي هېوادونو او بین المللي ابعادو سره مخامخ دی. تر هغو چې دا ټول ابعادسم درک نه کړو، یوازې یو بُعدکفایت نه کوي.

فرید زکریا: متحدو ایالتونو او نورو لوېدیځو هېوادونو ته چې په۱۷ کلونوکې یې افغانستان ته خپل ځواکونه استولي، ستاسې ځواب څه دی؟ اوسنی وضعیت له تېر سره څه توپير لري؟ د هغوی استدلال ښايي دا وي چې په ځینو برخو کې له ناکامۍ سره مخ شوي وي.

جمهوررئیس غني: کاملاً. لومړۍ موضوع دا ده چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې په خاطر حضور نه لري. دا هېواد د خپل امنیت په خاطر جنګېږي. دویم موږ په دې اړه آزاده/پرانیستې مرکه کړې. متحده ایالات د خپلواک قدرت او نړیوال ځواک په توګه د افغانستان د پرېښودو اختیار لري، خو له دې پرېښودوڅخه باید سم درک ولرو. آیا هغه اساسي دلایل او موخې چې له امله یې افغانستان ته امریکا راغلې، ترلاسه شوي؟ لومړۍ موضوع په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو لګښتونه دي. موږ په بشپړه توګه له دې موضوع سره موافق یوو چې لګښتونه باید راټیټ او لا زیات موثریت ولري. له دې امله زما لومړنۍ غوښتنه دا ده هر هغه څه چې واضح  دي، د افغانستان د جګړې تر سیوري لاندې رانه شي. کله چې د امریکا سمندري ځواک پیسو ته اړتیا لري، کله چې د امریکا اردو او هوايي ځواک پیسو ته اړتیا لري، نو دا ټولې له افغانستان پسې لیکل کېږي. په افغانستان کې د جګړې لګښت څومره دی؟

 

دویمه موضوع په هېواد کې د ځواکونو شمېر دی. موږ په دې اړه بحثونه لرل او دا مورد موږ مطرح کړی و چې آیا د ځواکونو شمېر له اړتیاو سره مطابقت لري، ځکه هر امریکایي سرتېری یو میلیون ډالر کلنی لګښت لري. په دې برخه کې د لازیات موثریت ایجادول د ارزښت وړ دي. موږ پوهېږو چې له یوې خوا زموږ اړیکه پر ګډو ګټو او ګډو ګواښونو استواره ده. زه هر هغه مور او پلار ته چې خپل بچیان یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي درناوی کوم. د امریکا متحدو ایالتونو حکومت لوړ رتبه افراد د جنرال کیلي په څېر چې خپل ځوی یې په هلمند کې له لاسه ورکړ، هم په دې بهیر کې شامل دي. له یومیلیون څخه زیات امریکایي نظامیانو (نارینه او ښځو) په افغانستان کې حضور لرلو. موږ د دوی ټولو قدرداني کوو، خو هغه کار مو چې په ګډه پیل کړی، باید دوام ومومي.

دریم، کله چې ما د جمهوري ریاست چارې ترلاسه کړې، سل زره بهرنیو ځواکونو هېواد پرېښود. له ۴۵ زرو څخه زیات افغان امنیتي پرسونل قرباني ورکړه. سربېره پر دې په افغانستان کې د بین المللي ځواکونو تلفات ( له ۲۰۱۴ نه راوروسته) تر ۷۲ تنو کم وو. له دې امله تاسې وینئ څوک جنګېږي او دا یو دوه اړخیزه ملاتړ دی. موږ باثباته افغانستان ته اړتیا لرو چې په امریکا، اروپا او نورو ځایونو کې د امنیت د تامین لامل وګرځي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې په سوله او همدلۍ کې د بنسټونو، دموکراتیکو حقوقو او ژوند کولو مالکان شو.

فرید زکریا: که اوسنی افغانستان په پام کې ونیسو، هغه څه چې زما د حیرانتیا لامل ګرځي دا دي چې تاسې یوه  موثره ولسواکي لرۍ، تاسې ټاکنو ته چمتووالی نيسئ؛ د جمهوري ریاست ټاکنې چې د جولای په میاشت کې ترسره کېږي؛ په دې وروستیو کې کومه لویه تروریستي حمله نه ده شوې او داسې معلومېږي چې د هېواد اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی. آیا دا سمه ده چې ووایو افغانستان مخ په ښه والي دی؟

جمهوررئیس غني: افغانستان مخ په ښه والي دی. لومړی د افغان مېرمنو قدرداني کوم. اوس افغان مېرمنې د خپل قشراستازیتوب کوي. د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې بحثونه شوي او په وروستي هغه کې هم د ترسره کېدو په حال کې دی. ټاکل شوې په راتلونکې میاشت کې د افغان مېرمنو لومړنۍ جرګه جوړه شي، د افغانستان ځوانان په واقعیت کې په یواځې ځان دې پړاو ته رسېدلي دي. لطفاً درک کړئ اوسنی افغانستان د جمعیت د ترکیب له اړخه، متفاوت افغانستان دی او دریم قشر یې بې وزلان دي.

فرید زکریا: حتی د سپټمبر ۱۱ راوروسته افغانستان څخه هم متفاوت؟

جمهوررئیس غني: کاملاً. موږ د جګړې له امله درې نسله له لاسه ورکړي. دا لومړنی نسل دی چې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو له کمپونو څخه یې د نړۍ غوره پوهنتونونو ته لار وموندله، یعنې روزنیز ظرفیت یې ترلاسه کړ. اوس موږ قادر یوو د یوې مډرنې او پرمختللې ادارې لپاره کارکوونکي استخدام کړو او هغه مخته یوسو چې پایله یې د مالکیت او مدیریت حس دی. دا نسل د شبکو هغه نسل دی چې له یوه بل سره په اړیکه کې دی. دوی خبرې کوي، دوی په ټولنه کې رېښې لري او په مشترکه ژبه له خپلو ټولو ګاونډیانو او بین المللي ټولنې سره خبرې کولی شي.

 

اقتصاد په بنیادي توګه تحرک موندلی، خو ترټولو مهمه موضوع اساسي قانون دی. د جمهوري ریاست ټاکنې به د جولای په میاشت کې وشي او افغان ولس به خپل رهبر په خپله وټاکي. له ۱۷۴۷ کال نه تر هغه وخته چې زه د مخکېني جمهوررئیس کرزي ځایناستی شوم، له څو استثناو پرته هر ځایناستی له تاوتریخوالي سره مل و. په ۱۹۹۲ کې د هغه رژیم له سقوط وروسته چې شورویانو یې ملاتړ کولو، د لوبې د قواعدو لپاره هیڅ راز توافق نه و او کابل ویجاړ شو. هېواد د هغه محرومیت او بې وزلۍ کندې ته ولوېد چې تر دې مهاله یې نه وه لېدلې، ولې؟ ځکه یو شمېر هغه کسان چې سره دوستان هم وو، ونه توانېدل د لوبې پر قواعدو هوکړې ته ورسېږي. اوس د لوبې قواعد زموږ په اساسي قانون کې ځای لري.

په تېرو څلور نیمو کلونو کې یواځې ۳۹۰ قوانین تصویب شوي. دا یو متفاوت هېواد دی. ډاډه یم چې موږ کولای شو د ښه والي پر لور حرکت وکړو. تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان د خپلو لګښتونو په تامین قادر وي، ځکه دوام (پایښت) اقتصادي اساس ته اړتیا لري او افغانستان داسې یو هېواد دی چې خپل لیدلوری یې د څلورلارې په توګه چې مفکورې، افراد او توکي په کې جریان مومي، ترسیم کړی دی.

۱۱۷ کاله وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا نه جلاکېدونکی جز دی. موږ عالي اړیکه لرو. موږ خپل بنیادي شریک متحده ایالاتو، د ناټو غړو او نورو هېوادونو سره زموږ د اړیکو هر اړخ ته د یوه فرصت په توګه ګورو.  د سیمې په اړه موږ د خپلو نږدې او لېرې ګاونډیو سره د ښو اړیکو د ټینګولو په خاطر د یوه مثبت لیدلوري په لټه کې یوو.

 

فرید زکریا: هغه ډول چې پوهېږئ، په متحدوایالتونو کې د «ملت جوړولو» تر عنوان لاندې پراخ بحث وجود لري او خلک په ناچارۍ سره وايي چې «موږ ولې عراق او افغانستان ته ولاړ شو او هلته د ملت جوړولو مفکوره مطرح کړو؟» زما په نظر هغه څه چې خلک ورته تر ډېره اړتیا لري هغه «ملت جوړول» نه، بلکې «دولت جوړول» او «ولسواکي جوړول» دي. آیا ستاسې په نظر د افغانستان وضعیت داسې دی چې د ملت جوړولو ډول به په کې مثمر واقع شي؟

جمهوررئیس غني: موثر به وي، خو د بهرنیو عواملو له لارې نه. د بهرنیو مرستو په اړه باید په اساسي توګه تجدید نظر وشي. په دې برخه کې کلیدي ټکی ملي مالکیت او بین المللي مشارکت دی، له دې طرحې سره چې ډاډه شوچې نور ستاسې لپاره کار ونه کړي، بلکې مالکیت ستاسي په لاس کې دی. د بېلګې په ډول، په افغانستان کې کرنه یو حیاتي سکتور دی، خو پام وړ توجه نه ده ورته شوې. تېر کال موږ د نړۍ په کچه د جلغوزیو ستر تولیدونکي وو په داسې حال کې چې موږ له دې موضوع څخه بې خبره وو. نړیوالو شمېرو دا په ګوته کوله چې زموږ تولید ۳۰۰۰ ټنه وو، خو په واقعیت کې زموږ تولید ۲۶۰۰۰ ټنو ته رسېده. دلیل دا وو، هر څومره جلغوزي به چې په افغانستان کې تولیدېدل پاکستان ته به تلل او له هغه ځایه به په لوړه بیه چین ته صادرېدل.

موږ هوايي دهلیزونه ایجاد کړل، یواځې په تېرو درې میاشتو کې مو ۵۰۰ ټنه جلغوزي شانګهای او ۴۰۰۰ ټنه مو د استانبول له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي دي. دا یو ډول اساسي اړیکه وه چې سمه درک شوې ده. هغه څه چې مهم دي د سوداګرۍ اداره په یوعملي رشته بدله شوې، خو بدبختانه چې سیاسي علوم تر اوسه هم د تیورۍ او نظري حالت په څېر پاتې دي او په پایله کې ملت جوړول د یوې تحصیلي رشتې په توګه تر اوسه هم نه دي تحکیم شوي او موږ باید د هغې د رایجولو په خاطر له نورو هغو افرادو چې په بین المللي سازمانونو کې کار کوي مرسته وغواړو. په ډېر درنښت سره زما مخکېني همکاران حرفه‎یي نه دي، دوی منظبط نه دي. انظباط له دموکراتیک حساب ورکولو څخه سرچینه اخلي او ولسواکه یا دموکراتیکه حسابدهي د یوه رهبر یا کارکوونکي د ځواب ویلو په خاطر یو  اړین امر دی. یادونې ته اړتیاده. ځینې وختونه ماته ویل کېږي، کله چې زه په انګلیسي خبرې کوم، ځیني خلک داسې فکر کوي چې زه د پښتو، دري او ازبکي ژبو پر ویلو قادر نه یم، خو کله چې ما وینې په دې ژبو خبرې کوي حېرانېږي، ځکه په دې ځای کې د ارتباط ټینګولو ته اړتیا ده. لغات سره توپیر لري. اصل او کلیات مشابه خو لغات تغیر کوي.

فرید زکریا: له هغه ځایه چې تاسې یو علمي شخصیت یاست او دا موضوعات مو مطالعه کړي اوس نو باید په واقعیت کې له هغوسره ژوند وکړئ، کوم شیان ستاسې لپاره الهام بښونکي دي؟

جمهوررئیس غني: لومړۍ موضوع د مقاومت ماهیت او څرنګوالی دی. متاسفانه لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله ملي ګټې تر خپل پوښښ لاندې راولي. دا مقاومت باید جدي ونیول شي. دویمه موضوع هغه چې ډېره الهام بښونکې ده، هغه مهال دی چې د یوې ولس محوره اجنډا هرکلی کېږي او بله مسئله د عادي خلکو فوق العاده توب دی. کله چې یوې مېرمن خپل درې زامن له لاسه ورکړي وي او تاسې په غېږ کې نیسي او وايي: «زما څلورم ځوی هم له ما واخلئ، خو ماته عزت او وقار رابخښئ.» دا په رېښتیا هم هغه څه دي چې بیه یې نشوټاکلی، په میلیاردونو ارزښت لري. یا یو ځوان وینئ چې له تاسې سره روان وي، یوه ارزونه وکړي او خپل سر راپورته او ستاسې پر اوږو کښیني او ووایي، « جمهوررئیس! دا زما نیکه دی» له یوې خوا د ولس او هېوادوالو مهرباني او محبت او له بلې خوا لنډه منډه کول او تنګ نظري (هغه موضوعاګاني دي چې زما لپاره الهام بښونکي دي).

وروستۍ موضوع، ډېری بین المللي همکاران چې ماته مشوره راکوي  ورځني علم او معلوماتو سره بلد نه دي. کومې مشورې چې راکوي د نولسمې، شلمې یا د شلمې پېړۍ له نیمایي سره تړاو لري. موږ باید مخکې له مخکې تحرک او خوځښت ولرو او ولس محوره عمل وکړو.

فرید زکریا: آیا لنډ مهاله لیدلوري د دې لامل شوي چې ووایئ کاش د چین جمهوررئیس شی یا د روسیې جمهوررئیس پوتین په څیر قدرت مو لرلی، ترڅو مو د خپل هېواد لپاره اوږدمهاله افکار او لیدلوري درلودلی؟

جمهوررئیس غني: زه د هېواد په اړه اوږدمهاله لیدلوری لرم. موږ استبدادي حکومتونه تجربه کړل. موږ په شلمه پېړۍ کې له ترټولو بد استبدادي حکومتونه لرل. موږ د شوروي سبک هم تجربه کړی دی. د هیلفینستاین په نوم یو تن چې په ۱۸۰۹ کې یو کتاب لیکلی و، دا مسئله یې سمه درک کړې وه. د هغه په خبره د افغانستان لپاره تر ټولو مناسب او وړ انتخاب ولسواکه حکومتولي ده. افغانان د برابرۍ احساس لري. کله چې له نورو افغانانو که نر وي یا ښځه، غږېږم له هغوی سره د برابرۍ احساس لرم چې دا کار ما ژړوي، موږ چاپلوس او متملق نه یوو. زموږ په فرهنګ کې برابري ځای لري.  د مراتبو د سلسلې او بازار په اړه؛ موږ  د یو لړ مراتبو  د منلو غوښتونکي یوو. د دولت په خاطر که چېرې موږ په بحث کې شامل نه شو، مشهوره وینا ده وايي که  د افغان مخې ته خواړه کېږدې، خو هغه یې په پخولو کې شامل نه کړې، نو پر هغو خوړو نیوکه کوي.

فرید زکریا: تر ټولو ستره ستراتېژیکه ننګونه چې تاسې او مخکېنی جمهوررئیس ورسره مخ وو، د طالبانو شورش وو چې تمویل، روزنه او جغرافیایي ملاتړ یې ګاونډي هېواد یعنې پاکستان کولو. د پاکستان نظامي برخې (اردو) له دې ډلې څخه د افغانستان د بې ثباته کولو په خاطر استفاده کوله، ترڅو هغه څه چې دوی یې خپلې منافع بولي، تامین کړي. په پاکستان کې د نوي ملکي حکومت او لومړي وزير په راتګ سره آیا د افغانستان پر وړاندې د دې هېواد په لیدلوري کې کوم بدلون محسوسو‎ئ؟

جمهوررئیس غني: موږ له یوه بل سره ټلیفوني خبري کړې دي، خو لیدلي مو نه دي.د دې مسئلې په اړه قضاوت هغه مهال چې په عمل کې ثابت شي، امکان لري. په تېر کې په مکرر ډول له موږ سره وعدې شوي چې دوی به په راتلونکې اوونۍ کې تغییر کوي، خو برعکس موږ په هېواد د جنګ د شدت شاهدان وو. افغانستان له پاکستان سره د همکارۍ غوښتونکی دی. زموږ اړیکې پر درې مؤلفو استوارې دي: لومړی: د تاوتریخوالی د سیوري له منځه وړل؛ چې دې ژمنې د څلوېښتو کلونو لپاره وجود درلود او له دې تعهد څخه وتل د ټولو قوانینو او اصولو خلاف دي. یو ګاونډی هېواد چې له خپل ګاونډي سره نږدې فرهنګي اړیکې لري، ورانکاري او وسله وال تحرکات نه تمويلوي. بناً دا د بحث یو اړخ دی.

 

دویم، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر همکارۍ ولاړې سالمې اړیکي باید څه ډول وي؟ زما په نظر، موږ به د باثباته او مرفه پاکستان لپاره تر ټولو عالي سرمایه واوسو، ځکه موږ له منځنۍ اسیا څخه د برېښنا د انرژۍ د ترانزیټ او اتصال سرچینه یوو. دریمه مشترکه موضوع، موږ د تروریزم له دوامداره ستونزې سره څه وکړو؟ موږ باید همکاري او تعهد ولرو. کلیدي موضوع دا ده چې د یوه ملت او دولت په توګه په تېر د بریالي کېدو په اړه مصمم واوسو. هغه پوښتنه چې د پاکستان رهبرۍ ته متوجه کېږي، دا ده چې ایا د افغانستان په اړه د دوی د تېرو ۱۷ کلونو شېوې هغوی ته ګټه رسولې، هغوی یې زیانمن او منزوي کړي  او یا یې د توجه په محراق بدل کړي دي. بله پوښتنه دا ده د دې هېواد (پاکستان) وضعیت به په ۲۰۴۷ کال کې چې باید د خپلې خپلواکۍ سلمه کلیزه ونمانځي، ډېر بې وزله وي، خو که چېرې تغیر وکړي او په سیمه ییزه همکارۍ، بنیادي اقتصاد او سیاسي او اجتماعي اصلاحاتو کې ونډه واخلي کولای شي پر متوسط عاید لرونکي هېواد بدل شي. انتخاب له دوی سره دی.

فرید زکریا: واک ته د ټرمپ ادارې له رسېدو سره، تاسو د اوباما د ادارې له هغې بې باورۍ او سردرګمۍ څخه چې په افغانستان کې به پاتي شي که نا نجات وموند. د ټرمپ ادارې وویل، چې په افغانستان کې به پاتې شي او خپله همکاري او تعهد به زیات کړي، خو باید ووایو، هغوی د سوریې په اړه هم ورته خبره وکړه، خو د دې پرځای، په ډېر تاسف جمهوررئیس ټرمپ له یاد هیواده د ځواکونو د اېستلو تصمیم ونیوه. ایا تاسو دېته اندېښمن یاست چې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرمایک پمپئو به درته ووایي چې مثلاً ، جمهوررئیس ټرمپ په  ټویټ کې ویلي موږ به سبا افغانستان پرېږدو؟

 

جمهوررئیس غني: لومړۍ موضوع داده چې ما او جمهوررئیس ټرمپ عالي رابطه لرله. د جنوبي اسیا لپاره  د متحدو ایالتونو ستراتیژي وضعیت ته ډېر دقیق ځواب و. د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ اصلي هسته په افغانستان کې د سولې تامین و او موږ یې هرکلی وکړ. دویم دا چې په شرایطو پورې تړلې یوه ستراتیژي ده او ښایي داسې تعبیر شوې وي چې ګویا پر موږ یې شرطونه وضع کړي، حال دا چې شرطونه د نورو لپاره رفع شوي چې بدلونونه رامنځته شي.

د افسرانو د ذاتي چارو قانون اصلاح د یو جنرال د تقاعد عمر ۵۶ ته راکم کړ. زموږ څلورستوریز جنرال اوس په ۶۲ کلنۍ کې تقاعد کوي. له ۲۰۰۰ څخه زیات جنرالان او ډګروالان تقاعد ته سوق شوي. موږ پر دې تمرکز لرو او ورځ په ورځ د پیاوړتیا په حال کې یوو.

لکه څنګه مې چې وویل، متحده ایالات یو خپلواک دولت او یو نړیوال قدرت دی او حق لري چې خپلې همکارۍ پایته ورسوي، اما فکر نه کوو چې دا کار وشي. د دې دلیل خیال نه، بلکې په استدلال او دوه اړخیزو ګټو استوار مذاکرات دي. موږ څو بحثونه لرل، ځکه اړتیا وه پر بېلابېلو سناریوګانو غور وکړو. دلته ستونزه داده چې خلک فکر کوي دا سناریوګانې عملي دي. خو لکه تاسو چې پوهېږئ متحده ایالتونه په خپل دفاع وزارت کې د هغو مسایلو لپاره چې ښایي پېښ شي، زرګونه سناریوګانې لري. یوه له دې سناریوګانو څخه افشا شوه چې ما یې په اړه دمخه بحث کړی و.

 

د جنوبي اسیا ستراتیژي دا ثابته کړې ده چې د همکاریو هغه کچه چې د امریکایي نظامیانو او د متحدو ایالتونو د امنیتي ځواکونو له لوري مو ترلاسه کړې، پراخه وه. د تېرې میاشتې په جریان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال میلر له موږ سره د همکارۍ او د بې باوري د له منځه وړلو لپاره خپل کوښښونه زیات کړي. د متحدو ایالتونو او افغانستان نهایي موخه داده چې یو د بل همکار اوسو، نه یو بل پورې تړلي. په همدې خاطر موږ باید وتوانېږو چې خپل لګښتونه وکړو، خپل امنیتي لګښتونه او ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ اړیکې همداسې ادامه مومي.

عمده اصل: زموږ همکاري د ترهګرۍ د تهدید کچې پورې اړه لري. که دغه خطر او تهدید کم شي، البته اړتیا ده چې ځواکونه کم شي او هیواد پرېږدي، اما باید په دې پوه شو او تاسو نسبت موږ ټولو ته په ښه موقف کې قرار لرئ چې ایا دا تهدید پایته رسېدلی یا د دې تهدید نورې بڼې چې په ترتیب سره  د بدلون په حال کې دی، تراوسه وجود لري، د هغه وروستۍ نمونه داعش دی. ایا داعش په څلورم ډول ارتقا کړې؟ که د څلورم نړیوال کېدو په اړه بحث کېږي، لازمه ده چې د ترهګرۍ د څلورمې نسخې په اړه هم بحث وشي. دا مساله زموږ ټولو پاملرنه غواړي.

فرید زکریا: د زیات وضاحت لپاره، تاسو وایئ چې داعش او یا ښایي طالبان او د طالبانو اورپکي عوامل لا هم لویدیځ ته یو تهدید ګڼل کېږي؟

 

جمهوررئیس غني: همداسې ده. په دې اړه زما د نظریاتو د اخیستو پرځای، فکر کوم موږ باید په دې اړه یوې اجماع او د نظر توافق ته ورسېږو. د سیمې په اړه، هغه ستونزه چې له ځینو سیمه ییزو چلندونو سره شته د نولسمې پېړۍ فکر ته ورګرځي. هغوی اوس پر دې باور دي چې د نفوذ بستر یې غوره طرحه ده. هېره نه کړو چې منځنی ختیځ، جنوب لویدیځه او جنوبي اسیا اوس په بشپړ ډول وستفالي نظام (Westphalian System) چې په هغه کې خپلواک دولتونه په خپلو کې په تعامل کې دي، نه دي منلي. زما استدلال دادی چې موږ باید د اقتصاد، ژوند چاپیریال او امنیت په برخو کې د دولت په  دولت اړیکې ته ورسېږو، ترڅو زموږ خلک په خپلو کې تعامل وکړي او زموږ ترمنځ سوداګریز تعامل وشي، خو موږ نشو کولی د صفر حاصل لوبو(zero-sum games) او د خپلو ګټو د تامین لپاره د روشي مداخلو شاهد اوسو.

فرید زکریا: د ټرمپ ادارې بل اقدام هم کړی، اټکل کوم د هغه هرکلی کوئ، دا اقدام د پاکستان پرضد سخت دریځ څخه عبارت دی، خو ایا دا واقعي دریځ دی؟ همدارنګه ویل کېږي د ټرمپ اداره او خپله ښاغلی ټرمپ پاکستان د مرستو په قطع کولو او داسې ورته اقداماتو تهدید کړی. ایا تاسو پر پاکستان د فشار زیاتوالی احساس کړی یا مو لیدلی؟

جمهوررئیس غني: بلې. تر ټولو لومړی، ۱٫۲ میلیارد ډالر مرسته پر پاکستان بنده شوې. دا مبلغ به دوباره اعاده نشي، مګر که په راتلونکي کې بل څه پېښ شي. دویم، د همکاریو کچه ده؛ بحثونه په ارامۍ وشول، خو ډېر منظم او نږدې و. سره له دې چې د همکاریو کچه هغه چې غواړئ تاسو ته نه درکوي، اما پر اصولو استواره ده او موږ یې هرکلی کوو. همدارنګه دا همکارۍ د چټک عامل په توګه عمل کوي، ځکه فشار د فشار په خاطر نه، بلکې فشار د همکارۍ په خاطر دی. دا د همکارۍ یوه اجنډا ده.

پاکستان په سیمه کې یو مهم دولت دی. د دې هیواد ثبات د افغانستان، هندوستان او بل هر هیواد د ګټو لپاره حیاتي دی. موږ هیله من یوو چې د پاکستان رهبري له هغو زیانونو څخه چې د ایجاد په وخت کې یې لیدلي وو نجات ومومي. ځورونکې جدایي وه. ټپونه یې سنګین و، خو جنوبي اسیا د یو موټي کېدو په خاطر لکه اروپا پاکستان باید پر دې رواني صدمه چې د جوړېدو له وخته یې پاتې دی بریالی شي. اویا کاله کافي دي او په دې اړه فکر کوو د یویشتمې پېړۍ منل د پاکستان له لوري د دې هیواد ټول ګاونډیان، بین المللي شریکان، همکار اسلامي هیوادونه ملاتړ او همکارۍ ته هڅوي. په پایله کې موږ فکر  کوو چې د همکارۍ ښېګڼه د پاکستان لپاره ډېره زیاته ده، حال دا چې د دې هیواد د تقابل ښېګڼې صفر ته نږدې دي، خو که اوس د پاکستان د دولت ځینې برخې په همغه مفکوره فکر کوي، باید له سره ورباندې کتنه وکړي.

فرید زکریا: تاسو یو له هغو بهرنیو رهبرانو څخه یاست چې له ډونالډ ټرمپ سره ښه او موثر روابط لرئ. ستاسو په  نظر ایا سیاستونه یې هڅونکي او بریالي دي؟ په دې اړه څه فکر کوئ؟

جمهوررئیس غني: لومړی، زه زیاتې خبرې نه کوم. ښایي تاسو وکولای شئ مهم موضوعات او بحثونه په دوه دقیقو کې ومومئ. جمهوررئیس ټرمپ جذاب شخصیت دی. که تاسو هغه نکات چې په پام کې یې لرئ په مستدل او منطقي توګه بیان کړئ، هغه به نورې پوښتنې وپوښتي. زما لومړنی ټلیفوني تماس، کله چې هغه د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس په  توګه انتخاب شو، له هغه وخت څخه چې په پام کې وه ۱۵ دقیقې زیات شو، ځکه یو واقعي مذاکره او بحث و. څوک پوښتنې نشي ردولی. اساسي پوښتنې چې یو نړیوال رهبر یې پوښتي یا دا چې وغواړو د پوښتنو له ځواب ورکولو اوږې سپکې کړو. او بله مساله تاسو باید په عزت او وقار د خپل  هیواد استازیتوب وکړئ. زه (شخصي) غوښتنه نه لرم. ما هیڅ وخت د ځان لپاره ګدایي نه ده کړې، خو د هیواد لپاره  یې کوم.

دریم، تاسو باید وښیئ چې د بهرنیو ملګرو او همکارانو په نسبت زیات د خپل هیواد په اړه فکر کوئ. څلورم، زه ډېر خوش چانس یم، ځکه امریکایي ډيپلوماتانو، په ځانګړي ډول امریکایي نظامي پرسونل ما او زما هیواد ښه پېژانده. د جمهوررئیس کرزي د حکومت په جریان کې له امریکایي او بین  المللي ځواکونو څخه (افغان ځواکونو ته) د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په  خاطر د داوطلبانه کار مسوولت دا فرصت راته برابر کړ چې هم د هیواد بېلابېل ځایونه ووینم او هم اړیکه ایجاد کړم. د مدرنې رهبرۍ د مهمې برخې استازیتوب په ځانګړي ډول د ځمکې د مخ  یو بې وزلي هیواد تشکیلوي. موږ باید شبکې وپېژنو. خو کله چې شرایط او اوضاع بدل شي، ډېر افراد له همغو شرایطو سره  هم جنګېږي. زموږ شېوه دا وه چې په نویو شرایطو کې زموږ فرصتونه څه دي؟  او دا کار موږ پر دې قادروي چې موضع ونه نیسو او یا دفاعي عمل ونه کړو. پر دې بنا کله چې پالیسي جوړېږي، تاسو باید پوه شئ چې دا کار د پړاوونو بشپړولو ته اړتیا لري. کله چې د افغانستان پالیسي د جمهوررئیس ټرمپ د ادارې له لوري جوړېده، زما ډېر شمېر امریکایي دوستان زما خونې ته راغلل، ښه احساس یې نه درلود او څرګنده یې کړه چې دا کار زیات وخت نیسي. ما هغوی ته ډاډ ورکړ چې پالیسي د جمهوررئیس اوباما په وخت کې زیات وخت نیولی و. تاسو ډېر ملګري لرئ چې له پالیسي جوړولو خبر دي. په همدې خاطر، پر ځان ویاړم چې هیڅ وخت مې بین المللي همکاران او ملګري د لنډمهالو اندېښنو په خاطر له لاسه نه دي ورکړي او کله چې پوښتنې مطرح کېږي، موږ هغو ته ځواب ورکوو.

فرید زکریا: کله چې امریکایان تېر او په افغانستان کې اوږدو همکاریو ته ګوري، ستاسو په نظر په دې همکارۍ د ویاړ او بریالیتوب احساس کوي؟

جمهوررئیس غني: لمړی. د خدای شکر، د سپتمبر یولسمې ته ورته پېښې نه دي تکرار شوي. دا د چانس او طالع له مخې نه و، بلکې د زیاتو کوښښونو او سرښندنې په پایله کې ترلاسه شوي. دویم، د افغانستان خلک متفاوت خلک  دي. موږ څو زره کلن  فرهنګ او تمدن لرو، خو د عمر او ځوان نسل له پلوه موږ یو ځوان هیواد یوو.

دریم، ټولنې بدلون کړی. لکه څنګه چې تاسو دمخه د ولسواکۍ په اړه لیکلي او په خپل پروګرام کې په دې اړه خبرې کوئ، ولسواکي د درملو ټاکلې اندازه چې په شپه  او ورځ کې پېچکاري شي، نه ده. ولسواکي جوړېدل زغم ته اړتیا لري او زما په نظر زموږ زغم اعظمي دی. د ټاکنو به اړه هیله مند یم چې دا د (اقتدار) انتقال زیات نه زیات پیاوړی شي، تر څو ثابته کړو چې د شوې پانګونې ارزښت لرو.

فرید زکریا: جمهوررئیس غني، د ویاړ ځای دی چې په برنامه کې مو حضور درلود.

 

جمهوررئیس غني: مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.