د کوزې پښتونخوامشرانو په سفر کې څه خبره وه

روح الامين (حسن)د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي سیاسي اړیکو د سستیدو، بې باورۍ او نه ژمنتیا په پایله کې پاکستان یو وار بیا د افغانستان سره د سیاسي اړیکو د رغیدا غوښتونکی شو. که څه هم پدې اړه د افغان حکومت دریځ په کابل کې د شاه شهید خونړۍ پیښې د پیښیدو او په تړاو یې سمدستي  اسلام اباد ته  رباني، نبیل اود ستانکزی په شمول ځانګړی پلاوې د وروستي دريځ د روښانه کولو په موخه ولیږه، چې وروسته یې پاکستان  افغاني سولې ته نه ژمن، دوه مخې، ترهګرو روزنتون او مرکز وګاڼه. او پاکستان سره یې د سیاسی اړیکو لپاره افغاني سوله شرط وګڼله. ځکه پاکستان د سولې لپاره ژمن نشو او د ملاعمر د مرګ په اعلانیدو یې نوی سیاسي لوبې پیل کړی؛ چې د افغانستان هم تمع پرې شوه. او د نورو نویو بدیلونو په کارولو یې غور وکړ. نو اړینه ده چې د لته د ولسمشر د سولې او بهرنۍ پالیسۍ په میکانیزم لنډه ړنا واچوو.

 

دپاکستان سره د سیاسي پالیسۍ میکانیزم : 

ولسمشر غني د پاکستان سره خپل بهرني سیاست لپاره افغاني سوله یو اصل وګاڼه او پدی اړه یې دوه ستراتیژۍ اعلان کړي چې لومړی سوله د پاکستان او دوهمه د طالب سره  د پاکستان نه یې د افغانستان پر وړاندی د نا اعلان شوې جګړې د بندیدو غوښتنه وکړه. او په ټوله کې یې خپله بهرنۍ پالیسي په لاندی اساساتو بنا او وړاندی کړه.

 

بهرنۍ پالیسي :

دغني بهرنۍ سیاسي تګلاره په بالمقابل دوستانه اړیکو، نړیوال امن او ثبات، هراړخیزو،بنسټیزو،رغنیزو همکاریو او پرمختګونو ولاړه ده. چې د حکومت په لومړیو یوولسو اساسي بهرني سفرونو کې يې نړۍ ته څرګنده او پرې قانع کړه چې سوله او سمییز ثبات یو بنسټیز اصل دی چې د سمییز او نړیوال اقتصادي پرمختګونو لامل کیږي. نه یو اړخیر ثبات چې د محدود اقتصاد باعث ګرځي. دایې په ډاګه کړه چې د افغانستان امن او ثبات د سیمې او نړۍ د امن او ثبات ضامن دی او عکس یې د سیمي او نړۍ د بې ثباتۍ لامل دی.

د تیر حکومت برعکس یې دوست او دښمن تعریف او معیارونه یې څرګند کړل. طالبانو ته یې  د خفه شویو او مرورو ورونو پرځای د هیواد او نظام د وسله والو مخالفینو خطاب وکړ. او په ځانګړي ډول یې د پاکستان سره قوي دریځ خپل کړ او پدی اړه یې نړیوال په جريان کې کړل او د پاکستان ملګري هیوادونه یې په خپل سیاسي اعتبار کې واخیستل.

 

پاکستان بیا ولې د افغانستان سره د سیاسي اړیکو د رغیدا غوښتونکی شو؟

پاکستان ځکه  افغانستان سره د سیاسي اړیكو د رغېدا او ترمیم په هڅه کې شو چې د پاکستان بهرنۍ سیاسي پالیسي په مطلق ډول خپلواکه نه ده او د خپلو ګټو سره یې د نورو دوستو هیوادونو لکه : چین، امریکا، انګلستان او سعودي ګټي هم په نظر کې نیسي کوم چې د افغانستان د بهرنۍ سیاسي پالیسۍ څخه خبر او قانع شوی. دا ددې لامل کیدای شي چې پاکستان پدې اړه یو ځل بیا هڅاند شوی .
په دې ورستیو کې  نوازشریف د امریکا د ولسمشر او د انګلستان د لومړي وزیر سره لیدل بې څه نه وو. نواز شریف سره د افغان ولسمشر نه ملاقات یې اندیښنې زیاتې کړې او نړیوال هم ورته متوجه شوچې بالاخره یې په تړاو څورځې وړاندې د پښتونخوا سیاسي مشران افغانستان ته راولیږل، ترڅو د ولسمشر غني سره وګوري او په پاریس کې يې د نواز شریف سره ملاقات ته وهڅوي.

داسمه ده چې رالیږلی پلاوې یې په ملیت پښتون؛ خو په ملت پاکستانی دی ځکه هریو یې پاکستاني پیژند (تابعيت) لري او په پوره درناوي ورته لري. د قانون له پلوه د یو هیواد تابعیت یا (Nationality) اخیستل د شخص لپاره د هماغه هیواد د اساسي قانون په شمول نورو شته قوانینو ته په پوره ژمنتیا  درناوی او رعایت لازموي .

نو د پاکستان شته قوانین د “سب سے پھلے پاکستان “ د نظریې په بنسټ جوړ دي، هغوی ته هرڅه د مخه پاکستان مهم دی چې دا نظریه یې هلته د نورو میشتو توکمنو ترڅنګ د پښتون لخوا هم منل شوی او به بشپړه توګه ورته ژمن دي. ددې نظریې تحفظ د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان سره په جنګ کې وي او که په سوله، که په اسلام کې وي او که کفر کې دوی یې پلی کولو ته تیار دي دا ددوی شعار نه؛ بلکه په ملکي او حکومتي کچه فرض دی چې موخه يې ترېنه د پاکستان ملي ثبات او استحکام دی. دا منم چې ژبه، کلتور او کلچر یې راسره یو دی خو؛ نظر مو یي یوندی. مونږ باید د ځینو تش په نامه ملتپالو او توکمپالو په غوړو او درنو سیاسي خبرو نور ونه غولیږو.

ننی افتاب احمد شیرپاو، اسفندیار ولي خان، محمود خان اچکزی هم د پروني نصیر الله بابر، جنرال حمید ګل، فضل الرحمان، سمیع الحق او سراج الحق  په څیر پښتانه دي. دوی ته هم د پرون په څیر پاکستاني ګټې مهمې دي نه افغاني. پاکستاني سیاسي پښتانه به هله افغاني خواخوږي ګڼل شوې وای چې د کونړ په راکیټونو، انتحاري بریدونو او د کابل په چاودنو یې کم ترکمه هلته غبرګون کړی وای، سره او آبي لاریونونه یې کړي وای او په غم یې راژړلي وای!. خو، نه؛ یاد پښتانه یې د افغانستان په وړاندی فعال حرکي مرکزونه لري د سراج الحق جماعت اسلامي یې د افغانستان د ورانولو لپاره حزب المجاهدین لري. میر سمیع الحق یې د طالبي فکر پلار ګڼل کیږي او فضل الرحمان یې د افغاني جهاد  مفتي ،جنرال حمید ګل یې هم د پاکستاني اخواني فکر (جماعت اسلامي) مخکښ وو؛ چې بدبختانه ‌ځیني افغانان یاد مغرض ګوند لا اوس هم خپل فکري سرلاري ګڼي او پرې ویاړي.

دلته لازمه ګڼم د مولانا کوثر نیازي چې د پاکستان پوخانې وتلې سیاستمدار او د ذالفقار علي بوټو نژدې دوست  دده او د بینظیر بوټو مشاور او د مختلفو وزارتونو وزیر وو د پاکستان پخواني داخله پښتون وزیر نصیر الله بابر له خولې خپل د خاطراتو په کتاب کې د (۱۴۵۰) او (۱۴۶۰) کلونو په اړه چې دا مهال بابر د سرحد والي ووخبره را نكل كړم چې وایي صدر اعظم بوټو ویل:

“سردار محمد دااود خان حاکمیت او سیاست د پاکستان د امنیت او موجودیت لپاره ستر ګواښ دې، او د ډیورنډ لاین معاهده اوسمهال په خطر او د لمنځه تلو کې ده نو ددې لپاره باید د دااود خان د حاکمیت او سیاست مخه ونیول شي او په هرشکل چې کیږي باید افغانستان بې ثباته او غیر مستحکم شي!”

نو کوثر نیازی دلته بیا د بابر د خولې لیکي:

“مونږ د بوټو دا نظریه ومنله او په ښې طریقې سره مو داسې پلي کړه چې: لومړی مو ددې کار لپاره د کابل پوهنتون په داخل کې د حکمتیار، رباني او مسعود باندې کار وکړ  ترې مو حمایت وکړ او دوی مو د سردار د نظام تر ړنګولو پورې د پیښور په بالاحصار کې وساتل او وروزل ترڅو وتوانیږي چې د راتلونکي حکومت په مقابل کې زمونږ په پالیسۍ وجنګیږي نو پدې اساس د ډیورنډ مسئله په یو افسانوي شکل بدله او د روس په راتګ سره دا کار نور هم اسانه شو چې په افغانستان کې مو افغاني قواوي په خپلو کې سره واچولې او پرې مو نه ښوده چې د پاکستان خاوره بې ثباته او خطر ورته متوجه شي!”

نو تیر تاریخ او مهالني سیاست ته په کتو دا خبره باید مونږ ته په ثبوت رسیدلې وي چې دوی ته (ترهرڅه لومړی پاکستان دی؛نه افغانستان)

تیرو او روانو کړنو ته په کتو د لر او بر يو پښتون شعار، رښتیاهم یو سمبولیکه نعره ده، نه یو بنسټیز فکر؛ ځکه ددې لوړ فکر ریښتیني خلک تللي او پاتې یې د یاد فکر د ریښتیني پلیکیدا او قربانۍ وړتیا نه لري. لر پښتون هغه وخت د بر سره یوځای کیدای شي ترڅو د پنحاب د غلامۍ او بادارۍ څخه تیر شي او د بر پښتون د وژل کیدا، بدبختۍ او تباهۍ څخه لاس واخلي او زمونږ درد خپل درد وګڼي.

د پاکستان د زیږیدو څخه تر دې دمه د پاکستان ثبات د افغانستان په بې ثباتۍ او نا امنۍ کې نغښتی وو. خو حالاتو ته په کتو نن نه یواځې د پاکستان بلکه د سیمې امن او ثبات د افغانستان پورې تړلې دی. نو ددې لپاره پاکستان، سیمه او نړۍ مجبور دي چې افغانستان ته سوله راولي او د پاکستان د نا اعلان شوي جنګ د ختمیدو د عملي اقدام غوښتونکي شي. نو د نواز شریف لخوا د پښتونخوا د سیاسي مشرانو په استازولۍ د رالیږل شوي پلاوي یواځینۍ موخه همدا وه چې و لسمشر غني د نواز شریف د نوي پالیسۍ څخه خبر او مطمئن کړي او په تړاو یې په پاریس کې د نوازشریف سره وګوري. ترڅو ورته خپله نوې تګلاره او دریځونه څرګند او ولسمشر ترې یقیني کړي. همداوو چې په فرانسه کې یې د بريتانيا لومړی وزیر په منځګړیتوب ملاقات وشو، چې پدې اړه د ولسمشر دريځ  پخوانې خو امید دې چې د نواز شریف دریځ داځل د ریښتینولۍ او ژمنتیا په بنسټ وي. کنه نو افغانستان به کړیږي او نور هیوادونه به هم نه رغیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.