زما د استاد ملګري یو څو خبرې

فېسبوک کې ګورم چې ځینې ملګري بې له هېڅ کوم اکاډمیک شالید څخه، او بې له دې چې کومې علمي زدکړې یې د پښتو په څانګه کې کړې وي، پښتو ته د نویو لغتونو په جوړونې بوخت وي. دوی هره ورځ یوه کلمه رااخلي چې دوی ته سوچه یا کره پښتو نه ښکاري، پښتو کلمه ورته جوړوي. دا کار په خدای که نه علمي وي او نه د سړیتوب.

ژبې ډېرې پراخې دي او د وخت په تېرېدو لا هم پراخېږي. خو دا پراخول خپل علمي اصول لري. د ټکنالوژۍ په رامنځته کېدو ټولې ژبې اړ کېږي چې نویو اختراعاتو ته، نویو کشفونو او علمونو ته نوي نومونه پیدا کړي او خپلو خلکو کې یې په خپله ژبه رواج کړي چې پوهېدل پرې ورته اسان وي.

د نړۍ مشهورې ژبې لکه انګلېسي هر کال خپلې ډېکشنرۍ ته له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې نوې کلمې ورزیاتوي. په همدې توګه د نړۍ نورې مشهورې ژبې لکه آلماني، هسپانوي، فرانسوي هم هر کال دا کار په نره کوي. ژبپوهان

  • خو دا زیاتول څنګه وي؟
  • زموږ په شان هر سړی فېسبوک ته کېني او یوه کلمه زیاتوي او که کوم ځانګړي اصول لري؟

نړیوال زموږ په څېر هر څوک هر مسلک کې ګوتې نه وهي نو یوازې هغه خلک دا کار کوي چې د ژبپوهنې په برخه کې یې علمي او اکاډمیکې زده‌کړې کړې وي.
نوې بهرنۍ کلمې ته په خپله ژبه کې ورته کلمه پیدا کول کوم اصول لري؟

 

۱. د ژبې له پخوانۍ هېرې شوې پانګې څخه ګتنه (Archaism)

مسلکي کسان د نوې کلمې مانا ته ګوري او بیا د ژبو هغه پخوانۍ پانګه څېړي چې په ژبه کې نسبتا هېره شوې ده. که په هغې پخوانۍ برخه کې نوې کلمې ته ورته کومه کلمه وي نو هغه کلمه رااخلي، بیا یې ژوندۍ کوي او د څه شي زیاتونې او یا کمونې سره نوې کلمه جوړوي چې خلکو ته ډېره نااشنا نه ښکاري. دا دوه ګټې لري، یو دا چې نوې کلمې ته بدیل پیدا شي او بل دا چې د ژبې پخوانۍ مړه شوې برخه راژوندۍ شي.

۲. (Dialecticism) ډیالکټیسزم

که چېرې د ژبې په پخوانۍ مړې شوې برخه کې د نوې کلمې لپاره ښه یا لږ تر لږه نېږدې بدیل پیدا نشي نو ژبپوهان د خپلې ژبې بېلابېلو لهجو ته نظر کوي. په کلیو، ښارونو او لیرې پرتو سیمو ګرځي او په ټولو لهجو کې داسې کلمه لټوي چې نوې ته ورته وي.

۳. د بهرنۍ کلمې لپاره د نوې کلمې جوړول (Neologism)

که چېرې ژبپوهان په لرغونو کلمو کې او هم په لهجو کې د نوې کلمې لپاره بدیل پیدا نکړي نو د نوموړې کلمې لپاره په خپله ژبه کې د نوې کلمې په جوړولو لاس پورې کوي. دا کار هم اصول لري. نوې کلمه باید اسانه، مانا لېږدوونکې او په اورېدو کې خوندوره وي.

۴. د کلماتو په پور اخیستل (Adaptism)

که چېرې په لرغونو کلمو کې، لهجو کې، او یا هم د نوې کلمې په جوړلو کې ژبپوهان پاتې راشي نو بیا کلمات په پور اخلي. د نړۍ په ټولو ژبو کې داسې کلمات شته چې یو بل نه یې په پور اخیستې دي. دا کلمه له اصلي ژبې په پور اخیستل کېږي. البته دا تر ټولو اخري انتخاب دی او وروسته له هغې ورڅخه کار اخیستل کېږي چې ژبپوهان په پاس درې انتخابونو کې پاتې راشي.

 

نو څه پوی شوئ؟
دا خبرې زما هغې ملګري وکړې چې په پوهنتون کې استاد دی او کله کله رهنما ته راځي له چایو سره ګوړه خورو. وايي ضیا ګله ستا د رهنما ګوړه په ټول وطن کې نشته او‌ په دې چل چل کې دوه درې چاینکه چای وڅښي ظالم.

Leave a Reply

Your email address will not be published.