غزني کې د ایرانۍ وسلو زېرمه له کومه شو؟
د افغانستان په جګړه کې چې د سیمې د زیات شمېر هېوادونو مستقیم لاس بلل کېږي، تازه يې نوي اړخونه هم را برسېره شوي دي.
له وسله والو طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو د پاکستان په ښکاره ملاتړ څوک سترګې نه شي پټولی؛ طالبان د پاکستان په خوندي ښارونو کې پټنځایونه او روزنځایونه لري، هلته ورته روزنه ورکول کېږي بیا یې د افغانستان جګړې ته را استوي.
لکه څنګه چې شمال کې د طالبانو له سرې قطعې ایران، روسیه او پاکستان ملاتړ کوي، له دغې ډلې اوس د ایران د ملاتړ رسۍ تر غزني رسېدلې.
پر غزني ښار د څوو میاشتو مخکې طالبانو برید وکړ، تاسو هلته ولیدل چې د جګړې په ډګر د زیات شمېر پاکستانیو ملېشو جسدونه پاتې و، دا خبره پاکستانیو او افغان چارواکو هم ومنله.
افغان حکومت بیا ادعا وکړه، چې د غزني په جګړه کې مستقیم د پاکستان لاس و، اوس چې پر طالبانو د افغان سرتېرو بریدونه زیات شوي، زما په نظر طالبان بیا غواړي پر دوی د فشار کمېدو لپاره، دا ځل بیا پر غزني ولایت برید وکړي، خو څنګه او د چا په ملاتړ؟
غزني ایران ساخته وسلې موندل شوي دي؛ طالبان پلان لري چې دا ځل پر غزني ولایت د ایران په مالي او وسله ییزه مرسته برید وکړي.
دا چې تېره ورځ غزني کې د ایران ساخته وسلو زېرمه موندل شوې، دا یې له طالبانو د ملاتړ ښکاره بېلګه وه، ممکن ورته نورې زېرمې هم غزني کې موجودې وي چې وسلې يې ایران د طالبانو په غوښته دغې ډلې ته ورکړې وي څو پر غزني او ګاونډیو ولایتونو بریدونه وکړي.
د ایران سفیر دوه کاله مخکې کابل کې رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې له طالبانو سره یوازې د خپلو سیاسي استازولیو د امنیت ټینګښت په هدف اړیکې لري؛ خو اوس لیدل کېږي چې دغه اړیکې له سیاسي لارې تر پوځې لارې رسېدلي دي.
پر ایران د امریکا تازه بندیزونه زیات شوي دي، اوس چې ایران له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي دي او فراه ولایت کې د تازه دمو امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو آوازې خپرې شوي، ایران اوس له دې لارې غواړي طالبانو ته وسلې ورکړي او غزني او فراه ولایتونو کې د امریکایانو پر ضد وجنګوي.
د غزني د ناامنه کېدو لپاره چې ایران د فاطمیون ډله رالېږلې وه، له وضعیت داسې ښکاري چې دغې ډلې ته اوس د فعالیت لمن تنګه شوې؛ خو له فاطمیون وروسته غواړي طالبانو پر وسلو سمبال او خپلو اهدافو ته پرې ځان ورسوي.
Leave a Reply