نیو لبرلیزم او طالبان

د پاکستان پر وړاندې د پاکستاني طالبانو (TTP) او د آزاد بازار دولتي تګلارو هیڅ توپیر نشته. د نړۍ په سیاست کې طالبان د نوښت ضد او مبهم فکر لرونکي پدیده ده. دوی د خپلو ږیرو او پټو مخونو او د ولس سره د نږدې دوستانه سیاست د نه کولو په بنسټ د نړیوالو مالیاتي ادارو سره په ټکر کې راځي. بل لورې ته نړیوال څارونکي مالیاتي بانک (IMF) او نړیوال بانک (WB) په نړیواله کچه د تخنیک او نوښت تړون غواړی. البته دا د منافقت یو ښکاره ثبوت دي چې د طالبانو غورځنګ د ښکیلاک ضد مبارزه ده، ولې چې دوی د پرمختلليو هېوادونو د زبیښاکي تګلارو پر وړاندې مقاومت کوی البته له دې هم انکار نشې کیدای چې اسلامي بنسټ پالنه د همدغه نیو لبرل ماډل زیږنده ده.

نیو لبرلیزم او طالبان
نیو لبرلیزم او طالبان

د همدې قضیې د څیړلو په هکله مسعود راجه چې خپله هم د را وروسته ښکیلاکي (Post Colonial) دورې عالم دی، په اړونده موضوع څیړنه کړی ده. هغه په خپل (PhD) مانوګراف کې د نیو لبرل میکانیزم او بنسټ پالني د ودې تر سرلیک لاندې دغې موضوع ته څه دا ډول کتنه کوي او په ځانګړې توګه په پاکستان کې د بنسټ پالني او نیو لبرل اقتصادي ماډل ترمنځ د اړیکو پروسه روښانه کوی. د نوموړی مانوګراف په لاندې دلایلو ولاړ دي.

لومړۍ: دوی د غرب دغه ادعا ردوی، چې چون مزاحمت کوونکي بنسټ پالنه د خپل وجود پوره شعور لري. ولې چې پدې اعاده کې بنسټیز تضاد دا دی، چې دوی د بنسټ پالني په وده کې تاریخي او ځانګړۍ سیاسي چاپیریال له نظره اچوي. همدغه علت دی چې غربي مفکرین د اسلامي بنسټ پالني د موضوع څیړلو په ترڅ کې همیشه مذهب ته مخ کوي. چې په پایله کې یې ټوله پړه پر مذهب ور اچوي.

دویم: نړیوالتوب په خپل دوروغجن تبلیغ کې دا ادعا کوی چې دوی د نړۍ په کچه د شتمن او غریب د یو ډول حقوقو پلیتوب کوو. خو په اصل کې شتمن هیوادونه هیڅ کله هم د نړۍ وروسته پاتې هېوادونو ته دا موقع په لاس نه ورکوی چې پر دوی سیاسي او اقتصادي واک پیدا کړي. په پایله کې نیو لبرل دولت د آزاد بازار اصول پلی کوي. په ډېرو کاروباري مواردو کې د عدم مداخلت پلوي توب کوي همدغه علت دی چې خصوصي مالیاتي اداری هغه مسولیتونه چې باید دولت یې ترسره کړی، دوی یې ترسره کوي. د پاکستان په اړه همده دری عوامل له ۱۹۷۰ څخه د ډیکتاتور ضیاء الحق تر اسلامیزیشن پورې نقش لوبوي.

کله چې سړه جګړه پای ته ورسیده او نړیوال اقتصاد بیرته یو نوی صورت خپل کړ نو له دې وروسته د نیو لبرل په شعارونو کې دولت نور هیڅ مسولیت نلری. په بله مانا دولت باید د بازار په جوړولو کې خپل مناسب نقش ترسره کړي. تر څو د مصرف کولو توان په بازار کې پیاوړی شي. په ډېرو پرمختللو هیوادونو کې چې پاکستان هم پکې قرار لری، دې مسالي قانوني پیچلتیاوې را زیږولی دي. په ساده ټکو کې نور نو دولت د خیر ښیګرې نقش له لاسه ورکوي. د بیلګې په توګه د غریبانو سره مرسته کول، د زړو ساتنه، د ناچارو او یتمانو کومک او یا داسې نورې برنامي جوړول، تر څو دا ځپلې طبقه د ټولنې په پرمختګ کې جذب کړای شي او د راتلونکې په اړه ډاډ مند واوسیږي.

د دې په اړه ډېر هېوادونه د خپل نقش له سره د تشریح کولو زیار باسي تر څو خپل امنیتي وجود رابرسیره کړي. په پاکستان کې نور دغه رول له دولت سره نشته چې له ولس سره مرسته وکړی بلکې پر ځآی یې دا نقش نورې مذهبي خیرایتي اداری ترسره کوي. د ښووني او رزوني مسؤلیت د دوی پر غاړه دي. د طبعي پیښو په پایله کې هم دغه اسلام پاله ډلې تر ټولو د مخه د ځپلو شویو سره مرسته کوي، د هر څه ځکه ترسره کیږي، چې دولت د نوی اقتصادي ماډل په خپلولو سره خپل نقش مذهبي خیرایتي ډلو ته پرېښودلي دي. دغه میکانیزم د دولت په سیاسي ځواک هم اغیز کوي. هغه د خیر ښیګري مادې چې اسلامي قانون یې هم غوښتنه کوی، خو دولت یې نه ترسره کوي. ولې چې دولت نور خپل مسولیت د لاسه ورکړی. بلکې دولت یوازې د تقدس تبلیغ کوی، د بیلګې په ډول په روزه کې خوراک څښاک کول ګستاخي ده. له دې ور هاخوا د وګړو او دولت ترمنځ اړیکه هم د مذهب په صورت کې تشریح کیږی. دي نوی بدلون تر ټولو زیات اقلیتونه او میرمني اغیزمن کړی دي. ولې چې د غیر مسلم کیدو له امله دوی د دې دولت ښه وګړي نشې کیدای. یو ډېره اړینه لاسته راوړنه چې د مسعود راجا په څیړنو کې موږ ته لاسته راځي هغه د بنسټ پالنې د ودې بهیر له یو ځانګړې تاریخي او سیاسي پېر سره نښلوي.

هغه دولت چې له خپلو مسؤلیتونو پر شا ځي او ټول د خیر ښیګړې کارونه اسلام پالو ډلو ته پریږدې، په پایله کې یې دغه بنسټ پالې ډلې بېرته د سیاسي ځواک په سرچینو برید کوي او ځان مطرح کوي. ولې چې دولتي مسؤلیت دوی ترسره کوي او دولت یوازې د تقدس کمپاین کوي. تحریک طالبان هم په پاکستان کې همدا نقش غواړي. دا اسلام پاله ډله د دولت سره جګړه کوی او غواړی چې په عملي توګه یې ټولنې ته را وارد کړی چې دولت یې له ډېرې مودې راهیسې یوازې په کمپاین بوخت دي.

که دولت د روژې په خوړلو سره قوانین لری او یو څوک یې په خوړلو تورنیږي خو طالبان بیا یو څو ګامه پر مخ ځي او د جزا په توګه خلک وژني. که دولت په یو څو دولتي څوکیو اقلیتونه لیدل نه غواړی نو بل لورې ته د طالبانو په راتګ سره به اقلیتونه له هر څه محرومه شي. د دولت او مذهبي ډلو ترمنځ د شریعت په پلي کولو کې چې کومه مسابقه روانه ده، دغه عمل د مذهب ډېر دودونه د روحاني اطیمنان پر ځای د خلکو د چوپړ په مانا ګرځيدلي دي.

په ماضي کې د راوروسته ښکیلاکي دور د مفکرینو په نظر اسلامي بنسټ پالنه د نوی ښکیلاک ضد ډیسکورس دی. دا یو محدود نظر دی بلکې د تاریخي شننې پر بنسټ نړیوال اقتصادي فشار د دولتونو د مسؤلیت په معامله کې مداخلت هم یو عمده علت دي. چې بنسټ پالنې ته ځای پیدا کوی. ولې چې همدا نړیوالي مالیاتي اداری دی چې له دولتونو پرلپسې توګه غوښتنه کوی چې خپل د خیر ښیګړې نقش کم کړئ، همدغه (IMF) او (World Bank) چې تر ټولو معتبرې اداري دي. همدا اوس د نیو لبرل اقتصادي ماډل د خپلولو غوښتنه کوي. د پاکستان په شرایطو کې هم موږ ویلی شوو چې د بنسټ پالني د ودې په تکامل کې د نړیوال اقتصادي فشار او تګلارې هم یو علت دي. ځکه اسلامي بنسټ پالنه د زبیښاک او نیو لبرل اقتصادي ماډل کوم ضد ډیسکورس یا طرحه نده، بلکې د هغو جهاني مالیاتي ادارو یوه زیږنده ده، چې په ترڅ کې یې دا بنسټ پالنه ځای پیدا کوي او دا هم چې نړیوال نه انډولتوب یې هم یو علت دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.