ګندهارا (गांधार)- Gandhara )

ګندهارا (गांधार)- Gandhara)ګندهارا چې په پخوانيو او زړو تاريخي او جغر افيايي متو نو کې یې نوم دو يهند په بڼه هم راغلی دی دمهاجانا پادا دواکمنۍ يوه لو يه او پر اخه سيمه وه چې په دغې لو يې او پر اخې سيمې له کو بها(کابله) راواخله د کوبها (کابل) دسيند دواړه خواوې چې کاپيسا، سروبي، لمپاکا (لغمان)، نونهارا (ننګرهار)، کونړ، پرو شاپور(پيښور)، سوات، تخت بايي، مردان، پشکلاوتي (چارسده)، اټک، پټوهار او د شمالي پنجاب او دکشمير ځينې بر خې هم پکې راځي.ګند هارا په اصل کې نه يوازې ديوې پراخې سيمې نوم دی ،بلکې ديو لوی تمدن او تهذيب نوم هم دی چې په تاريخ کې ورته دګندهارا تهذيب او تمدن ويل کيږي.

د ګند هارا يادونه د هندوانو په سپيڅلو متو نودويدي سرودونو دلو مړي ټوک په ١٢٦ او ١٢٧ سرودونو کې شوې ده چې مانا يې درڼا ګانو ځای دی.
مشهور چينايي بودايي ګر ځندوی (سياح) هيونتسنګ ( ٦٠٢-٦٦٤) زيږديز چې په ٦٢٩ زيړديز کال يې دبودايي معبدونو او ستو پو دليدنې لپاره لو مړ ي د مر کزي اسيا هيوادونو لکه قرغيزستان، اوزبيکستان او له هغه ځايه دا مو يا اوکسوس له سينده پورې وت نو افغا نستان ته راغی او هلته يې په کندز، بلخ، شبر، باميانو، کاپيسا، بګرام، کابل، لوګر، لغمان، د ننګرهار ددرونټې له سمڅو او هډې له سټو پو او معبدونونه ليد نه وکړه.

هيونتسنګ بيا دخيبر دتاريخي لارې نه تير شو او پروشاپور (اوسني پيښور) ته لاړ او د مردان، سوات او نورو هغو ځايونو نه يې ليدنه کتنه وکړه او د خپل يو نليک يا سفر نامې بشپړ تفصيل يې په خپل کتا ب کې وليکه چې په هغې کې دګند هارا دهرې سيمې نوم او دهغو بودايي معبدونو او لمانځنتونونو او سټوپو يادونه پکې شوې ده.

د ګندهارا سيمه په لومړۍ زريزه کې د خپل پر مختګ لو ړو پوړيو ته او چته شوه، په تېره بيا دکنيشکا او کابل شاهانو د واکمنۍ په وخت کې دې سيمې دومره پر مختګ کړی وچې بې شمېره ښارونه، بودايي معبدونه، ښوونځي او پوهنتونونه يې درلودل چې دنورو سيمو نه به خلک او په تېره بيا هندوان او دبو دايي مذهب لارويان دزده کړو لپاره دې سيمې ته راتلل. ويل کيږي چې دچاينکيا په څېر سترو عالمانو همدلته تدريس کاوه. دسو داګرۍ له پلوه هم ګندهارا ډېر پر مختګ کړی و او دمر کزي ايشيا او پخواني فارس سره يې ډيرې زياتې سو داګر يزې راکړې ورکړې درلودلې.

د ګند هارا عظمت او شان او شو کت هغه وخت مخ په ځو ړتيا شو چې غزنوي محمود په ١٠٢١ زيږ ديز کال دګند هارا پر ارتې او پر اخې سيمې بريد وکړ او دغه سېمه يې په خپله ولکه کې راوستله چې مشهور مورخ او دنجوم دعلم ماهر البيروني چې دمحمود سره دده دحملو په وخت کې ملګری و په خپل کتاب الهند کې دګندهارا دسيمو په اړوند بشپړ ې ليکنې کړي دي. با يد زياته کړو چې تر غزنوي محموددمخه د فارس او يونان وا کمنانو هم پر دغې تاريخي سيمو با ندې خو نړي ير غلو نه کړي وو چې د ګند هارا پر تهذيب او تمدن باندې يې لوی اثر او اغېزه پرېوتې وه.

پر هندوستان با ندې دډهلي دسلطنت په وخت کې چې سياسي ځواک د مسلمانانو په لا س کې و، ګند هارا دلاهور نه اداره کېده، خو په هند کې دمغولو دو اکمنۍ په وخت کې دکابل دصوبې يو ه بر خه وه، دګند هارا خلک سپيڅلي، زړور، ميلمه پا لونکي خلک ول، دوی دوديک عصر او پير نه راپديخوا دکابل سين په دواړو غاړو تر ابا سينه او سيدل او دکر کيلې په چارو بو خت ول. په دوی کې تکړه معمارانو، نقاشانو ،انځورګرانو، مجسمه جوړوونکو د موسيقۍ استادانو او د بيلا بيلو ذو قو نو خاوندانو شتون درلود. داسې تاريخي شو اهد شته چې ګند هارا چارې به د تاريخ په اوږدو کې کله دټکشيلا، کله هم دپشکلا وتي (چارسدې) کله به د پيښور اوکله به هم داوداب هنداپوره يا هنډ نه اداره کيدلې.

د هندوانو په سپيڅلو متونو مهابهارت او راميانا کې هم دګندهاري شهزادګۍ نوم راغلی دی چې دهستينا پور د ړانده واکمن درهيشټر سره يې واده وشو او ددرودهانا مور وه. همداراز ويل کيږي چې دتبتي بو دايانو بنسټ ايښودونکی پد ماوا سمبهاو هم په ګند هارا کې زيږيدلی و. ويل کيږي چې دموريا دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی چندر ګپت هغه وخت په ټکشيلا کې و چې لوی سکندر يا سکندر اعظم په ګند هارابريد وکړ.

لنډه داچې دګندهارا سيمه په تاريخ کې يوه مشهوره سيمه وه چې ارټ او صنعت، نقاشي او مجسمې جوړونې پکې ډېره وده کړې وه چې ددغه وخت ډېرې مجسمې په کابل، کاپيسا، دننګر هار په هډې، سوات، مردان، پنجکوړه او د پښتو نخوا په ډېرو سيمو کې ددغه هنر بيلګې نن په ميو زيمونو کې خوندي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.