د افغان ژوند

افغان ماشوملکه څرنګه چې ټول پوهیږو د افغانانو په خاوره بلا تورتمونه تېر شوي، قومي، ژبني او سمتي (زوني) جګړې تر سره شوي او ډیرو پکې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي. د وحشت دا دوره لا هم جاري ده، لا هم خپل ورونه او خویندې وژل کیږي. دا وحشت لا هم ریښې لري، لا هم قومي او ژبنیو اړیکو ته لومړیتوب ورکول کیږي. دا حالات د افغانانو په ژوند خورا ډیرې منفي اغېزې لري. د ډیرو پکې کورنۍ، مالونه او جایدادونه له منځه ولاړل، د ډیر پکې سرونه له تنه جدا شول، د ډیرو پکې لاسونه او پښې له منځه لاړې. ډیرو پکې خپل پلرونه له لاسه ورکړل. ځکه نو اوس ډیر داسې حالات پیښیږي چې د افغان کوچنیانو تر پیدایښت لږ څه د مخه او یا هم د زېږېدنې لږ څه وروسته د هغوی پلرونه ژوندي نه وي، او د کورنۍ اقتصادي حالات یې هم خراب وي، خو بیا هم د ماشوم تر زېږېدنې وروسته یې مور د خپل ماشوم لپاره ټول اړین لوازم برابروي.

مګر د وخت په تېریدو بیا هم د افغان ماشوم برخلیک خرابیږي. دا ځکه چې دلته هر څه د قدرت پوري تړلي دي. هغه چې پلرونه لري، هغه چې د نوم او شهرت لپاره یې جهاد یې کړی، هغه چې بلا مرګونه یې کړي دي، هغه چې د نورو ناموسونو او حیاګانو ته یې په سپکه کتلي دي، هغه چې د نورو کورنه یې چور کړي دي، هغه چې خپل هیواد یې وران کړی دی، او هغه چې له پخوا څخه په معاونیت، ریاست او وزارت پاتې شوي؛ هر څه د هغوی په واک کې دي. دا ډول کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره هر څه لري، په خپلو ماشومانو باندې زده کړې کوي او د وخت د غوښتنې سره سم هر څه ورته برابروي. مګر هغه کورنۍ چې تل یې د شرافت ژوند کړی، هغه کورنۍ چې تل یې د نورو د ناموسونو او حیاګانو خیال ساتلی، هغه چې نه یې د چا پلار وژلی، نه یې چا مور وژلې، نه یې د چا ورور او خور وژلي او نه یې د چا کورونه چور کړيدي، اوس د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره هیڅ نه لري. دا ډول کورنۍ نشي کولای د خپلو اولادونو غوښتنې پوره کړي، نشي کولای هغوی ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي. دا ډول کورنۍ خپل اولادونه ښوونځیو ته لیږي خو؛ د وخت غوښتنې، خپله غریبي یې زده کړو ته نه پریږدي، او یا یې هم د خاورې دښمنان ښوونځی وروسوځوي.

نو همدا وجه وي چې کورنۍ یې نه غواړي د زړه ټوټه یې په ښوونځي کې د سرو لمبو ښکار شي، نو د دوی زده کړې پاتې شي. نو همدا وجه ده چې د ښوونځي پر ځای د پینځلسو کلونو په عمر د اتلس کلنۍ پیژندپاڼه جوړه کړي او د خپل هیواد په ساتنه بوخت شي، د مور، کوچني ورور او خور د نفقې لپاره کم عمره ځواني په خطر کې واچوي، او د هیواد په سنګرو کې شپې ورځې سبا کوي. د هیواد او خاورې په ساتنه کې یې لا ژوند ښه شوی نه وي چې د هیواد د دښمنانو لخوا یې کورنۍ ته د زړه د ټوټې د وژلو اخطار ورکړل شي، ځوان بیا هم خپلې شپې سبا کوي، خپلې مور جانې ته وایې؛ مور جانې په یوه ورځ پیدا، او په یوه ورځ فنا؛ سر ورکوم خو سنګر نه ورکوم، که چیرې دوه، درې کاله نور پاتې شم نو الله مهربانه دی ژوند به مو له ستونزو څخه په شا شي. بیا یې لا د ژوند د ښه والي لړۍ نه وي پیل شوي چې قومندان، ریس او وزیر یې په بې عزتۍ لاس پورې کړي، په لغتو او سوکانو یې لکه د حیوان وهي، ځوان مجبور شي دا ځای هم پرېږدي.

ددې ځای له پریښودو څخه لږ وروسته په کور کې بیا خواړه نه لري، حکومت دوی ته بله د کار زمینه نه برابروي که وي؛ هغه د قومندان، ریس او وزیر خپلوانو ځایونه نیولي وي، خوار افغان ته پکې د ورځنۍ مزدورۍ ځای هم نه پېداکيږي. ځوان مجبور شي له چا پېسې واخلي او په پټه (قاچاقي) توګه خپل هیواد، خپله خاوره، خپله کورنۍ پریږدي او مخ په غرب ورسم شي. په لاره یې بلا نورې وحشیانه کړنې تر سترګو کیږي، په سمندرونو کې د اوبو، ماهیانو او نهنګانو له ښکار بچ شي، په غره کې د زمرو او لیوانو له خوراکه بچ شي، او په دغه سختو او مرګوني حالاتو کې ځان اروپا ته ورسوي، کورنۍ یې په هیواد کې د غم او کړاوونو شپې ورځې تېروي.

لنډه دا چې بهرني هیواد ته ورسیږي، هلته تر کلونو بیا د پولیسو، څارونکو او د ژبې له ستونزې سره مخ وي، چا ته ویلی نشي چې افغان یم، کار ته راغلی یم، که تاسې راته د کار زمینه برابره کړئ، یا راته لاښوونه وکړئ، نو منندوی به مو یم. بیا پرې الله ج ورحمیږي او چیرته ورځنۍ مزدوري پیل کړي، مور، خور او ورور یې د ګران له لیدلو محروم وي، کله ورته پېسې راولیږي نو بیا یې په ژړا، ژړا رااخلي او د خپل ګران مینه پرې ماتوي، یو څه یې د ژوند چاره برابره شي خو، کله بیا له داسې حالاتو سره هم مخ شي چې افغان حکومت له بهرنیو غواړي دوی ته افغان کډوال بیرته راوليږي.

افغان حکومت وایې مونږ ورته د کار زمینه برابرو په داسې حال کې چې دننه په هیواد کې شاوخوا اته میلیونه وګړي له بیکارۍ سر ټکوي، د لوړو زده کړو سندونه یې په دوسیو کې د دندې په پلټنه زاړه شول، د لوړو زده کړو د سندونو تر څنګه دوی د سړکونو او واټونو پر سر چولې او وږي پلوري. مګر هغه د زده کړو او د شلو کلونو د زیار هیڅ ښه پایله نه ویني. همدا حالات دا اوس په هیواد کې دوام لري، هیوادني ځوانان له امینت، بې روزګارۍ او غربته سر ټکوي، اوس نو افغان حکومت د بهرنیو هیوادونو څخه دافغان کډوال بیرته راستنول غواړي او ادعا کوي چې افغان حکومت افغان کډوالو ته د کار زمینه برابروي.

  • ایا په هیواد کې دننه مسلکي مګر بې روزګاره افغانان کم دي؟
  • ایا دوی شتو افغانانو ته د کار زمینه لري؟
  • ایا دوی د شتو هیوادوالو امنیت خوندي ساتلی؟
  • ایا افغان حکومت هغوی ته د هغوی د غوښتنو برابر تنخوا (معاش) ورکولی شي؟
  • ایا افغان حکومت د هغوی د کورنیو لپاره سرپناوې لري؟

دا ټولې لومړنۍ پوښتنې دي کومې چې د کډوالو تر راستنیدو د مخه یې باید افغان حکومت په نظر کې ونیسي او د حل لارې یې ورته ولټوي. نو دا “د افغان ژوند” دی؛ چې د کوچنیوالي دوره یې د مور د اوښکو لیدا ده، د ځوانۍ دوره یې د کورنۍ غربت، بېوزلي، او بې کاري ده، او زړښت یې بیا د یوې کږې امسا څارندوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.