د ولسمشر غني او همایون همایون د یارۍ او بدۍ داستان

په وزارت دفاع کې ترټولو لوی قرارداد د ملي سرتیرو د البسو دی. دا قرارداد معمولاً هغه وکیل اخستلو، چې په ولسي جرګه کې به د دفاعي کمیټې مشر و. یووخت دا قرارداد له همایون همایون سره و، بیا شکریې بارکزۍ وګټلو، بیا بیا همایون رامخته شو.
همایون همایون دومره زړه خوږی ندی، چې په ارماني ډول یې په انتخاباتو کې د ولسمشر غني ملاتړ وکړ، بلکې د کرزي په دوره کې یې له ګټو سره سره ډير د تجرید مزل هم ووهلو. کله چې ولسمشر وګټله همایون همایون، حاجي ظاهر قدیر او حمیدزی لالی به ټوله ورځ په ارګ کې د غني ترڅنګ ناست وو، خو ولسمشر اول د دفاع وزارت لپاره د تدارکاتو کمیسیون جوړ کړ، دا چې د غني دلچسپي د اصلاح په نیت وه، که یې د یارانو د ګټو نوبت و؛ بېل بحث دی، خو لااقل د همایون همایون، په څو وزارتونو کې د لالي او د ننګرهار په شمول په ځینو برخو کې د ظاهر قدیر ګټې چلنج شوې او له لالي پرته د دوه نورو هغو غږ اوچت او حوصله ختمه شوه.
د دویم نایب څوکۍ ته د همایون دبري لپاره سختې ډيرې پیسې د پارلمان د یو تعداد ساختماني لوژستیکي شرکت دارو وکیلانو مصرف شوې.
اوس نو دا ولسمشر ته د حریف له روله د همایون خېلو لومړی چلنج و، چې امنیتي وزیران یې استیضاح ته ورسیخ کړل، اما وکیلان ددریو وزیرانو سره د شخصي تعاملاتو په ترڅ کې سره ویشلي او که یو یې ناکامولی د خپلې خوښې دویم یې نشو بچ کولای، بالاخره وزیران رک روغ وزارتونو ته ستانه شول.
مګر له یاده مه باسئ، چې د ولسمشر ډير وخت به ولسي جرګه ور ضایع کړي، او د پارلمان ډيره انرژي به د ولسمشر په چلنج کولو مصرف شي. همایون تازه تازه نایب شوی دی، چې د همایون خېلو جکونه په ځمکه خښ شي بیا به تاسو د حکومت، غني او ولسي جرګې ټکرونه ننداره کړئ.
ولس په ځای پاتې دی، دلته د زورواکانو او حاکمانو بزکشي روانه ده. ددوی هیڅ کار ته د خپلو ملي ګټو له زاویې مه ګورئ، یا یې خپله کنټرول کړئ، سم یې کړئ، یا نو همدا تیاتر ګورئ او میده میده ژاړۍ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.