طالبان وايي: تښتیدلي کسان بسم الله، رازمحمد، اسماعیل، سعدالدین، عبدالحکیم، شیر بهادر او حضرت الله دي. د طالبانو اعلامیه وايي داکسان خوندي ځای ته رسیدلي دي.
Archive for category: تورې دوسیې

په کندز کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته مالیه نه ورکوي.
د شیرخان بندر د نفتي توکو رییس سید عبیدالله سادات وايي په کندز ښار کې د تیلو یو شمیر پمپونه دولت ته قانوني مالیه نه ورکوي. هغه وايي څو ځلې یې په دې موخه امنیې قوماندانۍ ته مکتوبونه لیږلي، خو تراوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

د صنعت وزارت د سرپرست تحصیلي اسناد تراوسه نه دي تایید شوي
د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین وايي تراوسه دښاغلي اجمل احمدي تحصیلي اسناد د تایید لپاره دوي ته نه دي رسیدلي په داسې حال کې چې د نوموړي له سرپرستي څه باندې یوکال اوړي.

په لوګرکې د زده کوونکو د جنسي ځورونې د ادعاوو په اړه څیړنې لاهم نه دي بشپړې شوې
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي د لویې څارنوالۍ اسناد دا نه ثابتوي چې د جنسي ځورونې عامل ښوونکي دي. هغه وايي داسې کوم سند نشته چې وښيي جنسي ځورونه د ښوونځي د ښوونکو له خوا تایید کړي.

وسله والو غلو په کابل ښار کې یوبل ځوان وواژه
په تېرو دریو ورځو کې دوه کسان د اوومې ناحیې، دوه کسان د دریمې ناحیې او یو بل کس د اتلسمې ناحیې اړوندو سیمو کې وژل شوي چې انګېزه یې وسله والې غلاوې بلل شوي دي.

ننګرهار کې د يوې نجلۍ د تښتونې په تور درې تنه نیول شوي دي
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي،پولیسو د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د تښتوونې په تور درې تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.

د پکتیا په زندان کې بندیان له ستونزو سرټکوي
دا بندیان وايي له کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت ورته هیڅ پام ندی کړی، بندیان زیاتوي چې د ځای تنګوالی، د خوړو خراب کیفیت اود دوی د دوسیو پروخت نه څېړل هغه ستونزې دي چې دوی ترې کړیږي.

د تخار په اشکمش کې غیر مسول وسله وال له خلکو باج اخلي
د اشکمش ولسوالۍ دا اوسیدونکي وايي که حکومت د دوی ستونزه حل نه کړي او د غیر مسولووسله والو مخه ونه نیسي، دوی به په خپله له هرې ممکنې لارې استفاده وکړي او که یې حکومت غږ وا نه وري د معلم رووف پروړاندې به خپله لاس په کار شي.

ملي امنیت په هرات کې د تښتوونکو یوه ډله نیولې
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي نیول شوي کسان د ملي امنیت ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې وو او غوښتل یې د یوه سوداګرزوی وتښتوي چې د دغه کار په وخت نیول شوي دي.

په غزني کې د نشه یي توکو ۱۲ کارخونې له منځه وړل شوې
د غزني د والي ویاند وايي دا عملیات تېره شپه له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو له هوايي ځواکونو سره یو ځای د د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په بالي بالا کلي کې شوي دي.