د غالیو د صادرونکو سوداګرو ټولنه وايي حکومت په دې برخه کې اغیزناک کار نه دی کړی، نو ځکه دا صنعت له ستونزو سره مخ دی. دوی وايي په تیر وخت کې افغانستان هرکال یو نیم مییلون متره مربع غالۍ صادروله، خو اوس دا شمېره له ۵۰۰ زرو تر ۶۰۰ زرو پورې رسیږي .
Archive for category: ژوند

افغان او آیرلند لوبډلې په مارچ کې شل اوریزې سیالي کوي
ﺩ ﮐﺮﮐټ ﺑﻮﺭډ ﻭﯾﺎﻧﺪ ﻣﺤﻤﺪﻓﺮﯾﺪ ﻫﻮﺗﮏ وایی ﭼﯥ ﺩﺍ ﻟﻮﺑﯥ ﺩ ﻣﺎﺭﭺ ﭘﻪ ﺷﭙږﻣﻪ، ﺍﺗﻤﻪ ﺍﻭ ﻟﺴﻤﻪ ﻧﯧټﻪ ﭘﻪ ﻫﻨﺪﻭﺳﺘﺎﻥ ﮐﯥ ﮐﯧږﻱ .ﻫﻐﻪ ﺯﯾﺎﺗﻪ ﮐړﻩ : " ﺩ ﺩﻏﻮ ﻟﻮﺑﻮ ﮐﻮﺭﺑﻪﺗﻮﺏ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ټﺎﮐﻞ ﺷﻮﯤ ﭼﯥ ﺩ ﻫﻨﺪﻭﺳﺘﺎﻥ ﭘﻪ ګﺮﯾټﺮ ﻧﻮﯾډﺍ ﮐﺮﮐټ ﻟﻮﺑﻐﺎﻟﻲ ﮐﯥ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﺷﻲ ."

د پلاستیکي کڅوړو کارول د چاپیریال د ککړتیا لامل دي
د چاپیریال ساتنې کارپوهان د چاپیریال د ککړتیا لامل د ځنګلونو له منځه وړل او له پلاستیکي کڅوړو استفاده ګڼي. دوی وايي د هوا ککړتیا نه یوازې د انسان بلکې د ټولو ژوندیو موجوداتو په ژوند ناوړه اغیزه کوي.

په هرات کې ۱۳۰ زره بی اسنادو موټر چلیږي
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزی هم خلک په حق ګڼي او وايی د پاکستان لاس یا ویشي موټر باید په یوه وخت په ټول افغانستان کې ټول شي. هغه وايي د والي دا طرحه به ناکامه شي او په دې برخه کې باید مناسبه لاره ولټول شي.

په کابل کې د نجونو ځانګړی پوځي ښوونځی جوړیږي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د سیستیکا برخې مسوولین وايي د نجونو لېسې د جوړولو موخه په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ښځو او نجونو د ګډون هڅول دي.

په لغمان کې د ناکامورا پارک د جوړولو چارې پیل شوې
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی وايي د مهترلام بابا دښتې په تفصیلي پلان کې یې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په شل جریبه ځمکه کې د ډاکټر تېتسو ناکا مورا په نوم د یوه پارک د جوړیدو چارې پیل کړې.

په هرات کې د انځورګرۍ نندارتون جوړ شو
دوی وايي په هرات کې د ځوانو ښځو د ځان وژنې پيښې ډيرې شوې او دوی غواړي په دې نندارتون سره ځوانانو ته د ژوند کولو انګیزه ورکړي.

په کابل کې د ریګ را ایستلو شل کانونه وتړل شول
د کانونو وزارت مسولین وايي د دغو کارخونو نوملړ د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی و، خو دغه وزارت په دې اړه اقدام نه دی کړی.