آذري نیوز: د افغانستان ـ اذربایجان سوداګري ۳۷ سلنه لوړ شوې ده

آذري نیوز: د افغانستان ـ اذربایجان سوداګري ۳۷ سلنه لوړ شوې ده

آذري نیوز راپور ورکوي د افغانستان او اذربایجان سوداګري ۳۷ سلنه لوړې شوې ده.

 راپور کاږي چې اذربایجان له افغانستان سره د پوهنې، زېربنا او ترانسپورټ پراختیا، پانګونو او په ټولنه کې د ښخو رول ډېرولو اړوند همکاري کوي.

د جولای په ۱۶مه نېټه، د آذربایجان-افغانستان اقتصادي همکاریو کارې ډلې خپله لومړۍ ناسته د باکو په ښار کې ونیوله.

د اذربایجان د اقتصاد مرستیال وزیر صاحب محمدوف وايي د افغانستان او آذربایجان سوداګري په ۲۰۱۸ کې ۳۷ سلنه لوړه شوې ده.

هغه وویل د ۲۰۱۹ له جنوري تر مۍ میاشتې پورې، دا رقم د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې پر تله، ۱۵ سلنه ډېر شوی دی.

په ۲۰۱۸ کې د افغانستان او آذربایجان سوداګري ۷۱.۵ میلیونه ډالره وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.