آغا جان: زه باور لرم چې اشرف غني سولې ته ژمن دی محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر معتصم اغا جان د سولې په تړاو خپل دریځ روښانه کړی دی. اغا جان له رسنیو سره مرکه کې ویلي: زه باور لرم چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پروسې ته ژمن دی او د زړه له تله غواړي چې دغه بهیر بریالی شي. د اغاجان په خبره، ولسمشر غني ورته ځینې وړاندیزونه کړي چې باید د طالبانو مشرانو ته يې ورسوي. د هغه په وینا، د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړه شي. اغا جان دا هم ویلي چې د سولې لپاره باید یوه اجماع موجوده وي.
Leave a Reply