آلمانیان په افغانستان کې د خپل هېواد له نظامي حضور سره مخالف دي

آلمانیانو په افغانستان کې د خپل هېواد له نظامي حضور سره مخالفت څرګند کړی دی. د رسنیو د راپور له مخې لوړه سلنه آلمانیانو په یوه نظر پوښتنه کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له ماموریت سره مخالفت ښودلی.
دغه نظر پوښتنه، چې د اینسا بنسټ له لوري بېلډ ورځپاڼې ته شوې ښيي، چې یوازې ۲۰ سلنه پوښتل شوي کسان په افغانستان کې د آلمان له نظامي حضور سره موافق دي. سرچینه وايي، په دې نظر پوښتنه کې په آلمان کې د ټولو ګوندونو پلویان پوښتل شوي او د ټولو ګوندونو د پلویانو لوړې سلنې په افغانستان کې د خپل هېواد له نظامي حضور سره مخالفت څرګند کړی دی.
دغه مخالفت په داسې وخت کې څرګند شوی، چې آلمان په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پنځه کاله نور هم اوږد کړی دی. هېره دې نه وي چې د آلمان څه باندې ۱۲ زره سرتېرو په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ماموریت تر سره کاوه، خو دمګړی دغه شمېره ۹۴۱ کسانو ته راټيته شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.