آنلاین پاسپورت ورکول پیلیږي

آنلاین پاسپورتد افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې ډیر ژر به دالړې پیل کړي. د دې آسانتیا په عملي کیدو سره افغانان کولی شي چې په نږدې پوست خونه کې د پاسپورت فورمې تر لاسه او ډکې یې کړي. د انټرنټ له لارې د پاسپورت فورمو ته د لاسرسي هوکړه لیک د کورنیو چارو او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو تر منځ لاسلیک شو.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي  وايي چې د فورمو تر بشپړولو وروسته د پاسپورت پړاوونه  پشپږیږي او له نږدې پوست خونو څخه به هر سړی خپل پاسپورت تر لاسه کوي.  د افغانستان د پاسپورت رییس عمر صبور وایی: په کابل کې د فورمونو د ډکولو لپاره دوه سوه او په ولایتونو کې پنځه سوه افغانۍ د پوست بیه ټاکل شوې ده.

بلخوا د افغانستان د مخابراتواو معلوماتي تکنالوژی وزارت وایی  چې دوی د دغه کار لپاره په لس کلنه تګلاره کار کړی دی. اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي د کورنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د پاسپورت مراجعینو ته لازم فرصتونه برابر کړي.

د پاسپورت ریاست مسولین وايي چې دوی هره ورځ  دوه زره په کابل او زر نور پاسپورتونه په ولایتونو کې خلکو ته ورکوي. دا لړی په داسې حال کې پیلیږي چې د بل هر وخت په پرتله په هیواد کې د پاسپورت د اخیستونکو په شمیر کې ډیروالی راغلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.