آی آس ای لا هم د ګلالۍ اسماعیل کورنۍ سخته ځوروي

آی آس ای لا هم د ګلالۍ اسماعیل کورنۍ سخته ځوروي

پاکستان کې د پښتنې مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل نن په خپله ټوېټره پاڼه لیکلي ٫٫ زما موټر چلوونکی چې لس ورځې وړاندې بې درکه شوی وو نن بیرته راغی او دعوه کوي چې هغه د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی او ځورولی دی. زه هغه بیرته هغوی ته لیږم څوک چې غواړي چې د یو مخبر کار ترې واخلي.٬٬

اسماعیل تېره ورځ هم نیوکه کړې وه چې د کورنۍ نورو غړیو ته یې د پاکستان استخباراتي ادارو لخوا له بېلا بېلو شمېرو زنګونه وه لکېږي او ګواښيي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا د پاکستاني ادارو کمزروتیا او بې علمي  ده.

وړاندې هم پروفیسر اسماعیل په تويټر تور لګولی چې په ساده جامو کې د پوليسو او امنیتي ادارو کسانو د دوی په کور چهاپه وهلې، دوی یې ځورولي دي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.