ابواسامه المصري روسۍ ایربس الوتکه تښتولې وه

ابو اسامه المصريوروسته له هغې چې سنډې ټایمز بریتانوي ورځپاڼې راپور ورکړ چې بریتانوي استخباراتو معلومات ترلاسه کړي چې د داعش مغز متفکر او د سینا په دښتو کې ددغه ترهګریز جوړښت مشر ابو اسامه المصري روسۍ ۳۲۱ ایرباس الوتکه په سینا کې راغورځولې، لندن اعلان وکړ چې دغه هېواد حاضر دی، د سینا صحرا ته ځانګړی ځواک واستوي ترڅو المصري ونیسي.

العربیه انلاین ورځپاڼه لیکي؛ په داسې حال کې چې مصر لاهم نه مني چې روسۍ ایرباس الوتکه دې د ترهګریز برید په ترڅ کې راغورځول شوې وي، مصري چارواکو ويلي، که لودیځې سرچینې د داعش په وسیله د روسۍ الوتکې پېښه کره ګڼي‌ ولې معلومات له موږ سره نه شریکوي.

د بریتانیا استخباراتي سرچینو سندې ټایمز ته ویلي‌، اسامه المصري چې اوس په سینا کې د داعش مشري‌کوي، مخکې د بیت المقدس د سخت دریځ سازمان مشر و او له داعش سره تر بیعت وروسته یې هغه تشکیلات منحل کړل.

د سرچینې په حواله د ابو اسامه اصلي نوم محمد احمد علي دی، ۳۷ کاله عمر لري او د سینا په شمال کې د العریش ښار یوې سترې قبیلې ته منسوب دی. ده د اسلامي سخت دریځۍ زده کړې په سوریه او غزه کې کړې دي.

سرچینه وايي: ابو اسامه د مصر او غزې ترمنځ په ځمکني تونلونو کې تګ راتګ کوي ډېر په رفح او شیخ زوید کې که د داعشي ساتونکو په ملتیا ګرځي راګرځي. د ده ساتونکي مصري پاسپورتونه لري. په نوموړي د مصر د ترهګرۍ ضد ځواک له خوا څو بریدونه شوي خو ابو اسامه له دې بریدونو روغ وتلی دی. هغه په ویډیوګانو کې راښکاره کیږي او له ترهګرو بریدونو سخت ملاتړ کوي.

عربي شبکې اوس په یو عاجل خبر کې اعلان کړی، چې د روسیې صدراعظم دیمیتری مدودوف ویلي: د روسیې د مسافر وړونکې الوتکې سقوط ترورستي پېښه وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.