اجراییه ریاست: طالبانو په ننني برید سره وښوده چې د پردیو ګټو ته ژمن دي

اجراییه ریاست: طالبانو په ننني برید سره وښوده چې د پردیو ګټو ته ژمن دي

اجراییه ریاست کابل کې نننی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.

له اجراییه ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید طالبانو په داسې حال کې ترسره کړی چې د سولې مذاکرات هم مخ ته وړي.

خبرپاڼه کاږي، طالبانو یو ځل بیا په ننني برید سره وښوده چې د پردیو ګټو ته ژمن دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو طالبانو ته په روان کال کې سخته ماتې ورکړې او اوس دغه ډله ملکي ځایونه په نښه کوی.

د کابل ښار په نننۍ حمله کې له ۵۰ زیات ملکي وګړي شهیدان شوي او له سلو زیات ټپیان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.