احدي: قطر کې ټول په یوه غږ له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي د مالیې مخکېنی وزیر انوارلحق احدي چې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ د قطر دې پړاو بحث ته ور غوښتل شوی ویلي، د ناستې په لومړۍ او دویمه ورځ له افغانستان څخه تللي پلاوي پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې اوربند اعلان کړي؛ خو د هغه په وینا چې طالبانو له دغې موضوع سره هغومره لېوالتیا نه درلوده. نوموړي څرګنده کړې چې د نن ورځې تر پایه به دوی له طالبانو سره د خپلو دوه ورځینو بحثونو اړوند یو پرېکړه لیک اعلانوي چې هغه کې به ځینې هوکړې هم وي. هغه ټینګار کړی، که چېرې د سولې بهیر یوې نتیجې ته ورسېږي، ممکن د ټاکنو پروسیه پیکه شي. احدي دا هم ویلي د سولې تامین لپاره نیت شته دی.
Leave a Reply