احمدزي د پښېمانۍ تر څنګ له ولسمشر بښنه هم وغوښته

احمدزي د پښېمانۍ تر څنګ له ولسمشر بښنه هم وغوښته

د جمهوري ریاست مخکېني سلاکار جنرال حبیب احمدزي چې په دې وروستیو کې يې پر ولسمشرۍ ماڼۍ بېلا بېل تورونه لګوي اوس له خپلو تورونو په شا شوی دی.
احمدزي په خپله تازه مرکه کې ټینګا رکړی چې په ولسمشر، د هغه په مېرمن او په ټوله کې په ارګ کې يې د جنسي ځورونې تور نه دی لګولی، بلکې هدف یې یوه خاصه کړۍ وه.
هغه له ولسمشر او ټولو هغه مېرمنو څخه بښنه غوښتې چې تور يې پرې لګولی و.
جنرال احمدزي څه موده وړاندې تور پورې کړی و چې ګنې ارګ کې فحشا دود کېږي او یوشمېر چارواکي په دغه کار کې لاس لري.
لویې څارنوالۍ ددې قضیې د څېړلو لپاره پلاوی وټاکه، خو احمدزی د لویې څارنوالۍ پلاوي ته حاضر نه شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.