احمدزی: د پاکستان د ویزو ستونزه به په بنسټیز ډول حل شي

احمدزی: د پاکستان د ویزو ستونزه به په بنسټیز ډول حل شي

د ملي امنیت شورا  دفتر سلاکار سرور احمدزي ویلي افغانستان کې د پاکستان د ویزو ستونزو حل لپاره چټکې هڅې روانې  دي.

 

ښاغلی احمدزی چې دا یوه اوونۍ کېږي اسلام آباد ته تللی دی، په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ویزو د ستونزو حل لپاره يې له پاکستانیو چارواکو سره جدي خبرې روانې دي او ډېر ژر به دغه مشکل حل شي.

 

احمدزي ټینګار کړی چې د افغان الوتکو پر مخ يې د پاکستان هوايي حریم بېرته پرانیستی دی او ځینو نورو برخو کې هم پرمختګونه شوي دي.

 

د پاکستان هوايي حریم ۱۳۵ ورځې د افغان الوتکو پر مخ تړلی و.

 

سرور احمدزی پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د پاکستان د ویزو برخه کې افغانان له جدي ستونزو سره مخ  دي او تل یې له حکومت غوښتنه کړې چې ددې ستونزې حل لپاره اقدام  وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.