احمد ضیا مسعود وایې: ولسمشر مې له دندې نه شي ګوښه کولای

د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر غني پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیاء مسعود وايي، ”ولسمشر یې له دندې د ګوښه کولو حق نه لري او هیله ده هغه خپل فرمان بېرته واخلي. ”
تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه فرمان په ترڅ کې ښاغلی مسعود له دندې ګوښه کړ.
نوموړي د سې شنبې په ورځ د (وری ۲۹مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دده د ګوښه کولو په باب د ولسمشر فرمان یې د ملي تلوېزیون له لارې واورېد.
ښاغلي مسعود زیاته کړه، له دندې د ګوښه کولو په اړه یې له هغه سره نه مشوره شوې او نه یې ګناه ور معلومه ده: “د ملي وحدت حکومت له ډلو ټپلو جوړ دی. د ټولو ډلو ترمنځ لیکلې ژمنه موجوده ده چې هېڅ ډله بله نه شي عزلولی.”
نوموړي ولسمشر غني ته په اشارې سره وویل “تاسو زما د واکمنولو او عزلولو واک نه لرئ. زما هیله دا ده چې ولسمشر خپل دا فرمان بېرته واخلي.
ښاغلي مسعود وویل، هیواد په ډېر اساس حالت کې دی او دا چې حکومت د مصلحت پربنسټ جوړ شوی، ولسمشر د یو چا د ګوښه کولو حق نه لري.
ده وویل، د کورنیو جګړو د مخنیوي او د سیاست د نه قومي کېدو لپاره یې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د اساسي قانون ۶۴مې مادې ته اشاره شوې چې ولسمشر ته یې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ګومارنې او ګوښه کولو واک ور کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه له دندې د ښاغلي مسعود د ګوښه کولو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
احمد ضیاء مسعود پخوانی مرستیال ولسمشر او د اسلامي جمعیت ګوند معاون دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د خپل ګوند پر خلاف له ولسمشر غني څخه ملاتړ وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.