احمد ولي کرزي هم امریکا ته جاسوسي کوله

احمد ولي کرزيد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د پخوانی وزیرې هیلري کلنتن د برېښنا لیکونو افشا کیدو په افغانستان کې هغه کسان هم افشا کړل چې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې ته یی کار کاوه. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هیلري کلنتن یو افشا شوي برښنالیک د هغو افغان چارواکو نومونه په ډاګه کړي چې «سي آی اې» ته یې کار کاوه.

د (تایمز) د رپوټ له مخې دا برېښنا لیک د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر میاشت پورې اړه لري چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی چې د کندهار د ولایتي شورا غړی هم و د امریکا د استخباراتي سازمان څخه معاش ترلاسه کړی دی.

د (تایمز) په بل رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۱۰ کال په اګست میاشت کې حامد کرزي د محمد ضیاصالحي څخه ملاتړ کړی هغه شخص چې د امریکا استخباراتی شبکې څخه یې پیسې ترلاسه کولې.

سي ای اېمحمد ضیاصالحي د حامد کرزي د ولسمشري پروخت د افغانستان د ملي امنیت شورا غړی وچې وروسته د امریکا استخباراتو ته د جاسوسی او اداری فساد په جرم ونیول شو، خو وروسته یې د حامد کرزي په مداخلې سره برات ترلاسه کړ.

امریکایی رسنې (فاکس نیوز) د دې مطلب په بیانولو سره وایی د هغو غیر امریکایی اشخاصو د نومونو افشا کیدل چې له امریکا سره یی امنیتي همکاری کړې ناوړه پایلې لرلی شي.

د امریکا د  کورني امنیت په هغه تګلاره کې چې ولسمشر بارک اوباما لاسلیک کړې د نومونو افشا کول دامریکا امنیت ته یو ګواښ بلل شوی دی. د اوباما حکومت تیره میاشت ټینګار وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانې وزیرې او د ولسمشرې ټاکنو د نوماندې هیلري کلنتن ۲۲ برښنا لیکونه (ډیرمحرم) دي او د بهرنیو چارو وزارت اړ شو چې د دغه برښنا لیکونو له خپرولو ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې هیلري کلنتن ویلي هیڅ محرم معلومات یې د خپل شخصي ایمیلونو له لارې نه ترلاسه کړي اونه  لیږلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.