اختر منصور له سختو ټپونو سا ورکړې

ملا منصوروروستي راپورونه وايي، چې د طالبانو د پاکستان میشتې ډلې مشر او د ملا عمر ځای ناستی په یوه خپل منځي شخړه کې ټپي شوی و او اوس مړ شوی دی.

طالبانو ته نږدې سرچینو تاييد کړې چې ملا منصور ټپي شو خو روغتون ته له رسولو مخکې ومړ. دغه سرچينه وايي، ملا منصور ته توطیه جوړه شوې وه، دوه ورځې وړاندې د طالبانو يوې خپل منځي جرګې ته چې د قطر دفتر دوه پخواني غړي هم ورته راغلي وو رابلل شوی و، خو د جرګې له ترګیبه داسې ښکاري، چې دا ناسته د همدې لپاره رابلل شوې وه، چې په څه پلمه ملا اختر کچلاغ ته لاړشي او دوی یې ووژني.

وژونکي په کوټه کې په څو کسانو پیرونه وکړل او ملا عبدلله هم ددریم کس له خوا وژل شوی دی. اختر منصور له څه مهال راهیسې چې د ملارسول او ډېرو نورو کویټه میشتو طالب مشرانو سره یې د طالبانو په رهبرۍ ستونزه پیدا شوه کوېټې ته نه وو تللی. که څه هم ملا اختر منصور په کچلاغ کې خپل کور لري او خواوشا کې یې نور قومیان هم اوسېږي خو د ملا عمر پرځای د ځینو طالبانو له خوا د ټاکل کیدو راهیسې په پېښور او اسلام اباد کې اوسېده.

یو افغان طالب چې په زابل کې میشت دی، او ملا کریم نومیږي وايي، ځینو پاکستاني منځګړو له ډېره وخته د طالبانو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو د حل کولو هڅې کولې، خو کله چې دوی ونه توانېدل ټول طالبان پر ملا اختر منصور راټول شي، نو د ملا رسول په ټاکنه کې یې له مخالفې ډلې سره مرسته وکړه. دده په خبره له هماغه راهیسې داسې ښکارېده چې د پاکستان استخباراتو ته بله لاره نده پاتې، د اختر منصور مخالفین ځواکمن او له خپل تصمیم تیریدونکي نه دي، نو ځکه یې اختر منصور وواژه. دی ټینګار کوي، چې پاکستان د اختر منصور په له منځه وړلو کې لاس لري او دا دطالبانو خپل منځي مسله جګړه نده.

دغه طالب وايي، ډېر زر به طالبان اړکړل شي، چې مشرتابه پرسر شخړو ته د پای ټکی کېږدي، او د قطر ددفتر یو غړی ددریم یا اصلي مشر په توګه وټاکي. د طالبانو دغه سیمه ییز مشر وايي، که د طالبانو ترمنځ مسله قومي شي، نو بیا د طالبانو چوکاټ نړېدونکی دی، خو که پاکستان خپل هدف ته ورسېږي، نو د اختر منصور ویشتل د طالبانو د اتحاد ساتلو لپاره د مجبورۍ اخري انتخاب و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.