اختر منصور وایي هیڅ طالب د سولې په خبرو كې د ګډون حق نه لري

سرتاج عزیزپاكستان وايي د سولې د خبرو ترعملي پيل كيدو مخكې د طالبانو هرډول شرطونه بې وخته دي. د نړيوالو اړيكو په چارو كې د پاكستان د لومړي وزيرسلاكار سرتاج عزيز وايي طالبان بايد خبرې پيل كړي اوهغه څه چې دوى يې د شرطونو په توګه يادوي كيداى شي د خبرو په لړ كې پرې بحث وشي.

په داسې حال كې چې طالبانو ويلي تراوسه يې د سولې په خبرو كې د ګډون پريكړه نه ده كړې او ملا اختر محمد منصور له خپلو پلويانو غوښتي چې د بهرنيو ځواكونو تر وتلو مخكې هيڅ ډول خبرې نه كوي او بايد غرونو ته د ختلو په موخه چمتو شي.

د اسوشيتيد پريس آژانس د پاكستان د كورنيو چارو د وزير چوهدري نثار علي له قوله ويلي چې اسلام آباد تراوسه هم له افغانستان سره د سولې بهير په برياليتوب كې همكار دى او ملاتړ يې كوي.

طالبان - ملا منصورد افغانستان د سولې له بهيره چې د افغانستان، پاكستان، امريكا متحده ايالاتو او چين د استازو په ګډون پيل شوې بريتانيا يې هم ملاتړ كړى دى.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فليپ هامون په همدې موخه افغانستان او پاكستان ته سفر وكړ. بلخوا  ملااختر محمد منصور وايي هيڅ طالب د سولې په خبرو كې د ګډون حق نه لري او طالبان دې غرو ختلو ته چمتو وي.

انورالحق مجاهدد پاكستان اكسپرس تربيون ورځپاڼې د طالبانو د يوه چارواكي په حواله ويلي چې ملا اختر منصور چمتو نه دى چې خبرې وكړي.

دا ورځپاڼه وايي د منصور له دې انكار سره سره مولوي عبدالجليل او انورالحق مجاهد چې طالب مشران دي لګيا دي څو په دې اړه د هغه ملاتړ خپل كړي.

مولوي جليل چې د طالبانو په وخت كې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال و تر دې وړاندې څو ځلې د طالبانو په استازيتوب له افغان چارواكو سره خبرې كړې دي. هغه په ۲۰۱۵ كال كې د چين په اورومچي كې په خبرو كې د طالبانو د درې كسيز پلاوي غړيتوب هم درلود.

Leave a Reply

Your email address will not be published.