اردوغان: ترکیه له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکوي

اردوغان: ترکیه له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په آسیا کې د تعامل او اعتماد جوړونې کنفرانس څنډه کې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

 

لیدنه کې اردوغان ډاډ څرګند کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.

 

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ترکیه د افغانستان سټراټېژيک ملګرې یاده کړې ده.

 

عبدالله عبدالله د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم کتلي او پر افغان سوله یې ورسره بحث کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.