ارزګان کې له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې اتمه: د ارزګان ولایت په مرکز ټرینکوټ کې نن سه شنبه لسګونه خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانستان د سولې له روان بهیر خپل ټینګ ملاتړ اعلان کړی. لاریونوال چې شمېر یې لسګونو ته رسېده په یوه غږ له طالبانو غوښتي، څو هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره دایمي اوربند اعلان کړي. د ارزګان اوسېدونکو همدا شان د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو وژل غندلي دي او ټینګار يې کړی چې د ملکیانو د وژلو مخنیوي یواځینۍ لار تل پاتې اوربند دی.
Leave a Reply