د ارزګان ولایت په مرکز او ځینو نورو ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مهال د ۵ پاکستاني طالب جنګیالیو په شمول، ددې ډلې ۳۲ غړي وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپیان دي.
لومړی برید تېره ورځ د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې شوی دی چې ۱۳ طالبان په کې وژل شوي دي او ۷ نور ټپیان دي؛ وژل شویو کې ۵ پاکستانیان هم شامل دي.
د دې ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې هم هوايي برید ترسره شوی چې له امله یې ۵ طالبان وژل شوي دي او ۳ ټپیان دي.
خاص ارزګان ولسوالۍ کې بیا هوايي برید ۱۲ طالبان وژل شوي دي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د شویو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
Leave a Reply