اروپايي هېوادونو فارس خلیج کې د لانجو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

اروپايي هېوادونو فارس خلیج کې د لانجو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

یوشمیر اروپایې هیوادونه په فارس خلیج کې د لانجو له لوړیدو او د برجام د له منځه وړو له اټکل څخه اندیښنه کوي.

بریټانیا، آلمان او فرانسه په بروکسل کې د برجام  د لاسلیک په څلورم تلین کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په دې تړاوو د خبرو اترو د بیا پیل غوښتونکي شول.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې امریکا ته یې سفر کړی دی د برجام د ساتنې لپاره  یوازې د اروپا لیوالتیا او هڅې کافي نه بولي.

یوشمیر اروپایې هیوادونه همدا شان له برجام څخه په یوه اړخیزه توګه د امریکا وتلو له ناوړه پایلو خبرداری ورکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.