اروپايي ټولنه: له افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو

اروپايي ټولنه: له افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو

د اروپايي ټولنې او د افغان دولت استازو پرون مازیګر کابل کې لیدلي دي

ناسته کې د افغانستان د سولې تامین لپاره د اروپايي ټولنې د هغې ژمنې تطبیق، چې د ۲۰۱۸ کال نومبر میاشتې په ۲۸ نېټه د اروپايي ټولنې د مشرې او د وړاندې شوي کمېسیون فیدریکا موګیرني لخوا د جینوا د وزیرانو کنفرانس کې د افغانستان اړوند وړاندې شوې وه، بحث او خبرې شوې دي.

 

یاده ناسته چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رولند کوبیا په مشرۍ جوړه شوې وه، په پنځوو هغو عمده موضوعاتو چې اروپايي ټولنې په جینوا ناسته کې وړاندې کړی، چې عبارت دې له: د سولې د پروسې ټولمنل، د امنیتي سکټور سربېره ټولو برخو کې اصلاحات، بیا ځلي ادغام، سوداګري، سیمه ییز اتصال او د راتلونکي لپاره د سولې په توافقاتو کې د احتمالي ضامن په توګه د ونډې اخېستل دي.

 

د ناستو غړو د کابل پروسې د درېیم کنفرانس په اړه، چې په نږدې راتلونکي کې جوړېږي خبرې کړي او هغه يې د افغانستان لپاره ښه فرصت بللی دی. هغوی ټینګار وکړ، چې افغان حکومت کولای شي د سولې بهیر کې مرکزي رول ولري او سیمه ییزه او ملي اجماع لا پیاوړې کړي.

 

اروپايي ټولنې ټینګار وکړ، چې افغانستان کې به د تل پاتې سولې تامین په خاطر هېڅ ډول ملاتړ ونه سپموي او همدا راز د سولې د خبرو اترو په هر پړاو کې همکارۍ ته چمتو ده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.