د سولې لپاره د سیمه ییزي اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاه رییس محمد عمر داوودزي تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړي استازي رونالد کوبیا سره پر افغان سولې بهیر بحث کړی دی.
کتنه کې دواړو لوریو له افغان سولې بهیر سره د اروپايي ټولنې په همکارۍ، د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو او د پرېکړو په تطبیق خبرې کړې دي.
ښاغلي داوودزي د افغانستان د سولې بهیر سره د اروپایې ټولني په همکاریو د تاکید ترڅنګ د سولې عالي شورا د راتلونکو پروګرامونو اړوند د اروپايي ټولنې استازي ته مالومات ورکړي دي.
Leave a Reply