اروپایي ټولنه: د جمهوري ریاست ټاکنو ترسراوی له ارښتونو دفاع ده

اروپایي ټولنه: د جمهوري ریاست ټاکنو ترسراوی له ارښتونو دفاع ده

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۲۴ مه:

اروپايي ټولنې افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو د ملاتړ تر څنګ ویلي، د ټاکنو ترسراوی یوازې د زعامت لپاره د کوم نوماند ټاکل نه دي، بلکې له ارښتونو او لاسته راوړنو دفاع ده.

بلخوا ولسمشر غني نن کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیر پییر مایډون سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، د اروپايي ټولنې سفیر ویلي، دوی په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او د ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ کوي او د اساسي او ستراتېژیک شریک په توګه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي.

په همدې حال کې جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو د مرستو او همکاریو قدر داني کړې او د اروپایي ټولنې سفیر څخه یې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او ولسمشریز ټاکنو د ملاتړ له امله مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د اروپایي ټولنې په ګډون له خپلو ټولو نړیوالو شریکانو سره د ښو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.