اروپایي ټولنه: فساد له افغانستان سره مرستې ګواښي

فرانزمایکل میلبناداري فساد په افغانستان کې د نا امنیو په څیرلوی ګواښ دی چې له امله یې خلک له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی هم په دې برخه کې اندیښنه ښودلې او وایی، اداري فساد به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې له ګواښ سره مخامخ کړي.

د افغانستان له پاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی فرانزمایکل میلبن وایی:

«د فساد له امله د افغانستان له خلکو سره د نړیوالي ټولنې مرستې له ګواښ سره مخا مخ دي. موږ به خپلی مرستې تر ۲۰۲۰ کال پورې وغځوو، خو هیله لرو چې افغان دولت د فساد په وړاندې مبارزه جدي اقدام وکړي.»

هغه په دولت کې د اداري فساد پروړاندې روانې هڅې ټکنې بللې او وایی دغه چاره د خلکو امنیت او ثبات ګواښي او په اړه یي باید جدي اقدام وشي.

د روڼتیا نړیوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۱۵ کال کې له شمالي کوریا او سومالیا وروسته افغانستان د نړۍ دریم هېواد دی چې اداري فساد په کې اوج ته رسیدلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.