اروپایې ټولنې فسبوک انټرنیټي شبکه جریمه کړې ده

د اروپايي ټولنې د کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اروپايي ټولنې فیسبوک ۱۱۰ میلیونه ډالر جریمه کړی دی.
دوی وایې: فیسبوک له دې امله جریمه شوی چې ددغه کمیسیون غړو ته یې دروغ ویلي دي. دوی وايي، فیسبوک ژمنه کړې وه، چې د خپلو ګڼو شبکو لکه، واټس اپ، انستاګرام، فیسبوک یا نورو ورته شبکو معلومات به له یو بل سره نه ګډوي. خو وروسته لیدل شوي، چې د کاروونکو د واټس اپ معلومات یې له فیسبوک سره یو ځای ښودلي دي. یا هغه نمبر چې خلکو مسنجر ته ورکړی تر څنګ یې د هغه ملګري ته د هغه واټس اپ هم ښودلی چې په همدې نمبر جوړ شوی. د اروپايي ټولنې په وینا فیسبوک دا حق نه لري چې یوه کاروونکي ته د بل کاروونکي د ورته اکونټونو وړاندیز وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.