اروپا به اقتصادي کډوال ونه مني

کډوالاروپایی ټولنې له خپلو غړو هیوادونو غوښتي چې د کډوالې ناورین په کابوکولو کې همکاري وکړي. د اروپایي ټولنې د شورا رییس دونالد ټوسک وایي په دې چاره کې د همکاری نشتوالی به د غړو هیوادونوترمنځ «باور» زیانمن کړي.

هغه چې پرون یې د یونان له لومړي وزیر «الیکسیس سیپراس» سره ترکتنې وروسته خبرې کولې له کډوالو په کلکه وغوښتل چې اروپا ته له تګ دې ډډه وکړي.

ټوسک وایی: «زه له دې ځایه  پر ټولو اقتصادي کډوالو – د هرځای چې دي او غواړي له غیر قانوني لارو اروپا ته ولاړ شي غږ کوم چې دا کار مه کوئ.پرقاچاقبرانو باور مه کوئ. خپل ژوند او پیسې په خطر کې مه اچوئ. دا کار هیڅ پایله نه لري. یونان او د اروپا بل هیڅ هیواد هم نور نو ترانزیت لاره نه ده»

ټوسک د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو د خپلسرو اقداماتو له امله نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا کار به  د اروپايي ټولنې د غړو ترمنځ باور له مینځه یوسي.

پر کډوالو د اتریش وروستي محدودیتونه د دې باعث شول چې د بالکان د سیمې هیوادونو سلووینیا، کرویشیا او همداراز مقدونیې او سربیا خپل پولې د کډوالو پرمخ وتړلې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.