اروپا ته د هرینو له سوداګرۍ جنایت کاران ۱۵۰ ملیارد ډالر ترلاسه کوي

ویکتور ایوانوفد روسیې د نشي توکو پرضد د مبارزې د فدرال پلاوي مشر ويلي، له افغانستان څخه اروپايي اتحادیې ته د نشي توکو د قاچاق او سوداګرۍ له درکه جنایت کارانو ۱۵۰ ملیارده ډالر عاید ترلاسه کړی دی. د پلاوي مشر وايي، قاچاقچیان په ترکیه غځېدلې لاره له افغانستان څخه اروپا ته د هروینو د لېږد لپاره کاروي.

ویکتور ایوانوف وايي، له ترکیې څخه د هیروینو کاروباریان د مصونې ترانزیتي لارې په توګه له ډېره وخته استفاده کوي او که په کلني ډول د قاچاقچیانو عوایدو ته وکتل شي، دا یو لوی بشري ناورین دی، چې په مخنیوي کې یې اقدام ندی شوی.

د روسیې د تاس او سپوتنیک اژانسونو په حواله، ایوانوف وايي: هم د نفتو مسیر او هم د نشي توکو دواړه په ترکیه تېرېږي، هرڅه چې ددواړو ناقانونه تجارتونو مقصد متضاد دی خو هم د افغانستان هیروين د ترکیې له لارې بالکان او اروپايي ټولنې ته لېږدول کېږي او هم نفت په مخالف مسیر کې ځای پرځای کېږي.

ده په ډاګه کړه چې د افغانستان هیروين ۱۵۰ ملیارده امریکايي ډالر عواید لري چې د جنایت کارانو له خوا په پولي دوران کې اچول کېږي او په ترانزیت د پرتو هېوادونو د ناامنۍ باعث ګرځېدلي دي. 

افغانستان په تېرو څوارلسو کلونو کې د نشي توکو پرضد د مبارزې په برخه کې له جدي‌ ګامونو او مالي مصارفو سره سره داکال بیا د نړۍ د نشي توکو ترټولو غټ تولیدونکی هېواد ګڼل شوی، د افغانستان نشي توکي د منځنۍ اسیا او ډیره اندازه یې د ایران او پاکستان له لارې لودیځو هېوادونو ته قاچاق کېږي، چې په ترکیه او یا له عراقه پر ترکیه وروځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.