ارګ د اروپايي ټولنې وروستی تصویب شوی پرېکړه لیک ستایلی دی

ارګ د اروپايي ټولنې وروستی تصویب شوی پرېکړه لیک ستایلی دی

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په لوګزامبورګ کې یو پرېکړه‌لیک خپور کړی چې د افغانستان له خلکو سره د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ملاتړ پر دوام ټینګار شوی دی. دې پرېکړه‌لیک کې پر افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو غږ شوی چې څومره ژر کېږي په خپلو کې مستقیمې خبرې پیل کړي او تاوتریخوالی ختم کړي.

دغې شورا په خپل پرېکړه‌لیک کې د نورو همکاریو تر څنګ چمتووالی ښوولی چې اروپایي ټولنه به د افغانستان د سولې په پروسه کې د «تضمینوونکي» په توګه رول ولوبوي.

په همدې حال کې ارګ د اروپایي ټولنې له‌دې پرېکړه‌لیک څخه خوښي ښوولې.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوری وایي، ​”په نورو ځایونو کې هم چې د سولې پروسه مخته تللې او بیا د سولې موافقه لاسلیک شوې. د دې لپاره چې د دې موافقې عملي کېدل هم یوه اوږده پروسه وي، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپایي ټولنه یوه بې‌طرفه تضمین کوونکې پاتې شوې ده. اروپایي ټولنه دا تجربه لري دلته به هم همدا رول ولري او دا یې ویلي چې که غوښتنه ترې وشي، نو اماده ده او خپل موثریت به ولري.”

په‌دې پرېکړه لیک کې په سم‌ ډول د سولې موافقې ته رسېدل مهم ګڼل شوي او ځینو ټکو ته اشاره شوې:

– تاوتریخوالی کم شي.

– نړۍ ته له افغانستان څخه د ټرورېسټي ګواښونو مخه نیول.

– د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او د اقلیتونو اړوند کسانو بشري حقونه خوندي ساتل.

– او د افغان دولت، د دولتي ادارو او د اساسي قانون دوام یقیني کول.

اروپایي ټولنې په تازه پرېکړه‌لیک کې د افغان امنیتي سکټور په ګډون د ادارو په اصلاحاتو، په ټولنه کې د وسله‌والو مخالفینو او د هغو د کورنیو د ادغام او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اتصال په پروژو کې همکارۍ ژمنې شوې دي.

دا ژمنه په‌داسې مهال کېږي چې امریکایي مرکچي پلاوی راتلونکې میاشت د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو په ګډون قطر کې لومړنۍ ناسته ولري

Leave a Reply

Your email address will not be published.