ارګ د جمهوري ریاست نوماندانو نننیو خبرو ته غبرګون وښود

ارګ د جمهوري ریاست نوماندانو نننیو خبرو ته غبرګون وښود

د جمهور رییس محمد اشرف غني ویاند د سولې او اعتدال ټیم د مشر حنیف اتمر نننیو خبرو ته غبرګون ښودلی دی.

 

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي ( د جمهوري ریاست ټاکنو یو شمېر نوماندانوپه خپله نننۍ خبري ناسته کې تازه خبره نه لرله، یوازې خپلې مخکېنۍ خبرې یې تکرار کړې.)

 

د چخانسوري په وینا، د اساسي قانون د تفسیر یواځینۍ مرجع د هېواد ستره محکمه ده او هر څوک چې د سرپرست یا موقت حکومت طرحې وړاندې کوي، د قانون خلاف کار دی.

 

هغه ویلي چې سیاسي ګوندونه او افراد نه شي کولای چې د اساسي قانون مادې تفسیر کړي.

 

نوموړي ټینګار کړی په مخکېني حکومت کې د ټاکنو د ځنډ په اړه د افغانستان د جمهوررئیس د خبرو ویډیو د سترې محکمې د نظر له اعلان دمخه وه او وروسته له هغه چې سترې محکمې د وخت د ټاکنو په اړه نظر اعلان کړ، جمهوررئیس غني د سترې محکمې پرېکړې ته درناوی وکړ.

 

د ولسمشر ویاند پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې همدا نن د جمهوري ریاست یو شمېر نوماندانو ویلي ولسمشر غني دې سبا واک پرېږدي او سرپرست حکومت دې رامنځته شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.