ارګ د سولې مشورتي بورډ اعلان کړ

ارګ د سولې مشورتي بورډ اعلان کړ

له ملي امنیت شورا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر د یو فرمان په اساس، له طالبانو سره د سولې مشورتي بورډ غړي اعلان کړي دي

په فرمان کې راغلي، چې د سولې بهیر د عالي مشورتي بورډ او د دولت د خبرو اترو ټیم، د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د ملي هوکړې رامنځته کېدو په هدف، له جهادي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو او د ټولنې بېلا بېلو اقشارو سره له مشورو او بحثونو وروسته جوړ شو.

د سولې د عالي مشورتي بورډ د جلسو جوړېدو د همغږۍ او چمتووالي په هدف، د دارالانشاء بورډ او تخنیکي چارې د ملي امنیت شورا دفتر پر غاړه دي.

د سولې د عالي مشورتي بورډ د غړو لېست په لاند ډول دی:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت محترم چارواکي

1 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس او مرستیالان یې

2 د حکومت اجراییه رییس او مرستیالان یې

3 د ولسي جرګې رییس

4 د مشرانو جرګې رییس

5 قاضي القضات

6 د ملي امنیت سلاکار

7 د جمهوري ریاست د مقام دفتر عمومي رییس

8لوی څارنوال

9 پارلماني چارو کې د دولت وزیر

10 د ملي امنیت رییس

11د هېواد د علماوو سرتاسري شورا رییس

12 د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس

د هېواد محترم جهادي مشران

1 مخکېنی ولسمشر حامد کرزی

2 پخوانی ولسمشر او د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې مشر پروفیسور صبغت الله مجددي

3 د اسلامي دعوت تنظیم مشر استاد عبدالرب رسول سیاف

4 د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار

5 د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی یونس قانوني

6 د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند مشر سید حامد ګېلاني

7 د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي وحدت ګوند رهبر استاد محمد کریم خلیلي

8 د افغانسنان د اسلامي جمعیت ګوند رهبر صلاح الدین رباني

9 د ملي پیوند ګوند رهبر سید منصور نادري

10 د افغانستان د اسلامي حرکت رهبر شېخ آصف محسني

11 د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندېوال

12 د سولي او پرمخټک ګوند مشر حاجي دین محمد

13 د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی استاد عطا محمد نور

14د هېواد سیاسي څېره آمنه افضلي

15 د هېواد سیاسي څېره او د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي

16 د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان

17د زرغون بهیر مشر امرالله صالح

Leave a Reply

Your email address will not be published.