ارګ: موقت حکومت د منلو وړ نه دی

ارګ: موقت حکومت د منلو وړ نه دی

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، لنډ مهالی حکومت هېڅ د منلو نه دی او هېڅکله د هېچا د خبرو اترو برخه هم نه وو. د افغانستان خلک نه غواړي چې د لنډ مهالي حکومت په اړه خبرې وکړي.

هغه وايي: پاکستان ته د افغانستان د جمهور رییس په سفر کې مو په نسبي توګه بدلون لیدلی، چې د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاست بدلون ته مو په محتاطانه توګه هیله من کولی شي.

نوموړي څرګنده کړې چې د پاکستان صدراعظم په دې باور دی چې یو با ثباته افغانستان کولی شي د پاکستان ګټي هم خوندي کړي. خو متأسفانه تر اوسه پاکستان په عملي توګه هېڅ اقدام نه دی کړی. زمونږ د همېشنیو غوښتنو څخه دا دي، چې مونږ د پاکستان د اقداماتو شاهدان و اوسېږو.

د ولسمشر د ویاند په وینا، د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کول او د اړیکو عادي کول؛ مهمه موضوع ده.

هغه وايي، تروریزم د دواړو هېوادونو لپاره بالفعله ګواښ دی. مونږ له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یو او زیاتې قربانۍ مو ورکړې دي. اړینه ده چې نور هېوادونه هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

صدیقي ډاډ ښودلی چې د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې هېڅ شک باید شتون ونلري. د افغانستان حکومت د رڼو ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دی. د ټاکنو کمېسیونونه خپل ټاکنیز تقویم لري او چمتوالي نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ټاکنې باید تر سره شي. د ټاکنو له تر سره کېدو پرته بله هېڅ لار نلرو. ټاکنې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او حکومت نشي کولای چې د خلکو د غوښتنې پر وړاندې ودرېږي.

خلک د سولي د بهیر له ټولو جزییاتو څخه خبر دي او د ښاغلي خلیلزاد سفر هم د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دغه بهیر د یوه مهم پړاو لپاره ترسره کېږي.

ټاکنې او د سولې بهیر د حکومت او د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو څخه دي. دغه دوه پروسې یو د بل بشپړونکې دي اوهېڅکله به یوه پروسه د بلې پروسې د نه تر سره کېدو لامل و نه ګرځي. ټاکنې یو مشخص تقویم لري، د سولې پروسه یوه دوامداره پروسه ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.